د شکر د سجدې د پاره اودس کول شرط دی؟

اسلام علیکم

سوال می دادی چی ایا الله ج ته دخوشحالی په وخت کی دالله ج څخه دشکر اداء کولو په خاطر سجده کول هغه که په اودس وی یا بغیر له اودسه وی جایز دی او که نه

ذاکرالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شکر سجده کول د ښه خبر اورېدو او نعمت پر مهال مستحب ده د تلاوت د سجدې په شان ادا کيږي لکن په لمانځه پسې پيوسته کول مکروه دي ځکه چې بيا ځنې نا پوهه کسان په هغه باندې د وجوب ګمان کوي.

د شکر د سجدې لپاره هغه شرايط دي کوم چې د تلاوت د سجدې لپاره دي .

که څه هم د شکر د سجدې د طهارت په اړه د فقهاؤ کرامو تر مينځ اختلاف ځنې مالکي او حنابله فقهاؤ کرام د شکر د سجدې لپاره اودس شرط نه ګني مګر د حنفي فقهاؤ په نزد د شکر سجدې لپاره د تلاوت د سجدې په شان اودس شرط دی .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

ويشترط لسجود الشكر ما يشترط لسجود التلاوة. ولا يسجد للشكر وهو في الصلاة؛ لأن سبب السجدة ليس منها، فإن فعل بطلت صلاته، إلا أن يكون ناسياً أو جاهلاً بتحريم ذلك.

يشترط لوجوب سجدة التلاوة عند الحنفية: أهلية وجوب الصلاة من الإسلام والعقل والبلوغ، والطهارة من الحيض والنفاس، فلا تجب على الكافر والصبي والمجنون والحائض والنفساء.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً