د جماعت پر مهال په ډک جومات کې بې اودسه کېدل

پوښتنه!! که سړی په ډک جومات کې په امام پسې ولاړ وي، دلمانځه په منځ کې وریاد شي چې اودس نلرم نو څه کول پکار دي، لمونځ پای ته ورسوي راووځي او که په صفونوکې د خلکو په اږو لاړ شي .

دویم ــ
په سعودي کې هوا یخه ده امامان صاحبان په عادي جرابو هم مسح کوي(پښې نه مینځي) بعضې احناف علما پدې آند دي چې غوره داده چې داختیاط په خاطر په یخو شپو کې پخپلو کوټو کې په جماعت لمونځ ادا شي خو مونږ عادي مسافر خو بله چاره نلرو ایا لمونځونه مو صحیح دي او کنه؟!
ځ کې وریاد شي چې اودس نلرم نو څه کول پکار دي، لمونځ پای ته ورسوي راووځي او که په صفونو
کې ولاړو خلکو په اوږو پښې واړوي

محمود – سعودي عربستان


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

کله چې امام يا متقدي د جماعت په لمانځه کې بې اودسه شي ، لمونځ به مات کړي او پخپله پوزه به لاس ونيسی او خارج به شي اودس به وکړي او پاتې لمونځ د امام سره ادا کړي او که جماعت تير شوی وو خپل لمونځ به ادا کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إذا أحدث أحدكم في صلاته فليأخذ بأنفه ثم لينصرف ) سنن أبي داود 1114 وهو في صحيح سنن أبي داود 985 ) .

د پوزې نيول ددې لپاره دي چې خلک ګمان وکړي د هغه پوزه وينې شوې ده او دا کار د حيا په وجه او بل دا چې خلک په تشويش کې ونه لويږي .

امام به بل کس تر جامه ونيسي هغه به د امامت لپاره مخکې کړي .

أن يأخذ الإمام بثوب المقتدي ولو مسبوقاً، ويجره إلى المحراب، لكن استخلاف المدرك أولى (فقه الاسلامي وادله ) .

وذكره الكاساني في البدائع عن أبي هريرة بلفظ لم أجده: «إذا صلى أحدكم، فقاء أو رعف في صلاته، فليضع يده على فمه، وليقدم من لم يسبق بشيء من صلاته، ولينصرف وليتوضأ، وليبن على صلاته، ما لم يتكلم» .

دوهم :

د بې اودسه کېدو پر مهال امام يا متقدي ته د صفونو څخه تېرېدل جايز دي ځکه د متقدياتو ستره امام دی مګر که د صفوفو څخه تېرېدل مشکل وي لمونځ مات کړي ځای پر ځای به په صف کې کينې او انتظار به وکړي تر څو لمونځ ختم شي .

فقه الاسلامي وادله ، بدائع الصنائع – الاسلام سوال جواب

د دوهمې پوښتنې ځواب :

په جماعت سره لمونځ کول په راجح قول واجب دي

د جماعت د ترک اسباب دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/309

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين لاين لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 95 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً