فعل مضارع

مضارع هغه فعل دی چې په حال يا راتلونکي وخت کې د يوه کار په کولو دلالت کوي لکه :تذهب( ته ځې) ، يکتب ( هغه ليکل کوي ) ،سيأکتب ( ژر ده چې هغه به ليکل وکړي) .

د فعل مضارع علايم :

مضارع هغه فعل دی چې سين او سوف او همدارنګه د أتين (أ، ت ، ي ، ن ) توري او د (لم) توری قبلوي لکه :

أکل (متکلم) ، تکل (مخاطب ) نکل (جمع ) ، يکل (غايب) .

که و غواړو ماضي کلمه په مضارع واړوو د کلمې په سر کې د أتين حروف علاوه کوو:

(فرح) يوه ماضي کلمه چې په لاندې ډول پر مضارع کلمه بدليږي :

۱- که همزه ور باندې داخله کړو (أفرح) به شي د متکلم مذکر واحد لپاره به شي .

۲- که تاء ور باندې داخله کړو (تفرح) به شي د مخاطب مذکر واحد لپاره به شي .

۳- که ياء ور باندې داخله کړو (يفرح) به شي د غائب مذکر واحد لپاره به شي .

۴- که ن ور باندې داخل کړو (نفرح) به شي د جمع مذکر د لپاره به شي .

مثالونه د مختلفو صېغو د پاره په لاندې ډول دي :

سين او سوف دواړه د مستقبل (راتوونکي ) زمانې لپاره استعماليږي چې سين د نږدې استقبال او سوف د لرې اسقبال لپاره استعماليږي .

http://www.halqat.com/Books-2-1.html

د (فرح) تصريف په فعل مضارع کې :

أنا       أفرح             نحن     نفرح

أنتَ     تفرح             أنتما    تفرحان

أنتِ     تفرحين          أنتما    تفرحان

هو      يفرح             هما     يفرحان

هي      تفرح             هما     تفرحتا

          نحن     نفرح

          أنتم      تفرحون

          أنتن     تفرحن

          هم       يفرحون

          هن      تفرحون

د (قال) فعل تصريف په مضارع کې :

أنا       أقول              نحن     نقول

أنتَ     تقول              أنتما    تقولان

أنتِ     تقولين            أنتما    تقولان

هو      يقول              هما     يقلان

هي      تقول              هما     تقلان

           نحن   نقول

          أنتم      تقولون

          أنتن     تقلن

          هم       يقلون

          هن      يقلن

د (وصل) فعل تصريف په مضارع کې :

د (وصل) فعل صيغې په مضارع کې د مفرد ، مثنی او جمع لپاره :

مفرد

مثنی

جمع

متکلم

أنا أصلِ

نحن نصِل

نحن نصِل

مخاطب – نارينه

انتَ تصِل

أنتما تصِلان

أنتم تصِلون

مخاطبه – ښځينه

أنتِ تصِلين

أنتما تصِلان

أنتن تصِلن

غائب

هو يصِل

هما يصِلان

هم يصِلن

غائبه

هی تصِل

هما تصِلان

هنَّ يصِلن

د مضارع فعل حالتونه :

د مضارع فعل ځنې خاص حالتونه لري چې په لاندې ډول دي :

۱- مضارع فعل د حال او آينده تر مينځ شريک دی .

۲- مثبت دی .

۳- د خبر معنی لري چې د څه شي په باره کې خبر ورکوي .

۴- مرفوع دی .

اول حالت د حال او مستقبل (آينده ) فعل :

د مضارع فعل د حال او راتلوونکې زمانې تر مينځ مشترک دی .

که وغواړو يوازې د حال معنی ورکړي يو مفتوح (زور) واله لام د کلمې په سر کې علاوه کوو لکه :

احمد يکتب ( احمد ليکل کوي ) = احد لَيَکتب ( احمد همدا اوس په ليکلو مشغول دی ) .

او که و غواړو يوازې د مستقبل معنی ورکړي (سين ) يا (سوف) د کلمې په سر کې زياتوو لکه :

احمد سَيَکتب ( احمد به ژر تر ژره ليکل وکړي) .

احمد سَوف يکتب ( کيدای شي احمد وروسته ليکل وکړي ) .

د سين او سوف تر مينځ دا فرق دی چې سين د نږدې آينده او سوف د لرې آينده د پاره کارول کيږي .

دوهم حالت – مضارع منفي :

د مضارع فعل مثبت دی ، که وغواړو هغه په منفي بدل کړو د کلمې په سر کې د نفی حروف را وړو چې عبارت دي له : (ما) او (لا) څخه لکه : ينصر ( مدد کوي ) = لاينصر ( مدد نه کوي ) يَضحک ( خاندي ) = مايَضحک ( نه خاوندي ) .

دريم حالت استفهامي مضارع :

د مضارع فعل خبر ورکوي که وغواړو هغه د سوال په شکل جوړ کړو نو د کلمې په سر کې د سواليه حروف چې عبارت دي له : أ ( آيا ) او هل ( آيا ) د کلمې په سر کې زياتوو لکه :

 يَعلم ( پوهيږي ) = أيَعلم ( آيا پوهيږي؟ ) .

يکتب ( ليکل کوي ) = هل يکتب ( آيا ليکل کوي ؟) .

څلورم حالت منصوب فعل :

د مضارع فعل په اصل کې مرفوع دی .

د نصب حروف دا دي : ان ، لن ، کی ، اذن

ان ( دا چې ) = ان يکتب ( دا چې وليکي ) .

لن ( هيڅکله ) = لن ينصر ( هيڅکله مدد نه کوي ) .

کی ( لپاره ددې )= کی يخرج ( لپاره ددې چې را ووځي ) .

اذن ( په دې وخت کې ) =اذن يخرج ( په دې وخت کې چې را ووځي .

د مضارع د نصب مفصل بيان به ان شآء الله په نحوه کې راشي .

تمرين

۱- لاندې افعال مضارع ته واړوئ :

لَعِبَ    سَكَتَ   أَكَلَ     شَرِبَ   جَلَسَ

إِنْتَبَهَ    كَتَبَ    أَدَّبَ     مَرَّنَ    فَهِمَ

إسْتَفْهَمَ  هَاجَرَ   سَمِعَ    خَبَّرَ     تَقَدَّمَ
۲- د “كتب” فعل لپاره د مضارع صيغې وليکئ ؟

۳- لاندې افعال ماضی ته واړوئ :

تَفْهَمُ – تأکل – يذهب – يصبر – أستيقظ – أکتب

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً