لومړۍ برخه (د تجويد تعريف او اهميت)

د تجويد تعريف او اهميت
۱– د تجويد تعريف :
تجويد په لغت کې ښه کولو ته وايې او په اصطلاح کې عبارت دی له اداء کولو د هر حرف پخپل مخرج (ځای د اداء) کې، د ادابواوصفاتو له مراعاتولو سره .

۲- د تجويد دعلم موضوع ياهدف :
د قرآن لوستل په صحی توګه لکه څنګه به چې رسول الله ص او اصحابو کرامورض  قرآن کريم لوستلو يعنی د قرائت د احکامو حفاظت کول لکه ادغام ، اظهار ، اقلاب ، اخفاء ، مد ، غُنه په خپل ځای کې عملی شي او حروف له خپل مخرج څخه اداشي د ټولو احکامو په نظر کې نيولو سره د قرآن کريم په قرار لوستل داسې نه چې ټول سره ګډوډ شي او بل د قرآن په ښه آواز سره لوستل .
۳- دتجويد اهميت :
د تجويد اهميت د قرآن کريم داسې لوستل چې له غلطيو مخنيوی وشي  يعنی د تجويد د احکامو مراعاتول چې د تجويد د احکامو او دحروفو د تلفظ نه مراعاتولو ته لحن وايې 
لحن دوه ډوله دی لحن جلي او لحن خفي
لحن جلي :
داسې ښکاره غلطی ده چې د کلمي په معنا کې بدلون رامنځه ته کړي لکه په لاندې حالاتو کې :
اليف ) :د يوه حرف بدليدل پر بل حرف باندې  مثلاً د ثحرف پهس سره تلفظ يا د ذ حرف په ز سره تلفظ کول يعنی چې حرف له خپل مخرج څخه ادا نشي دا يوه ښکاره غلطي ده .
ب ) : د کلمی د حروفو يو حرف کمول لکه هُمُ الْخَاسِرُونَ داسې لوستل هُمُ الْخَاسِرُند واو حرف څرګند نه کړي .
ج ) : په حرکاتو کې بدلون (زور ، زير ،پيښ او سکون ) مثلاً د يُوصَلَ په کلمه کې يُوصَلُد لام حرف د زور پر ځای پيش تلفظ شي .
د): يوه کلمه داسې تلفظ شي چې د هغه د حروفو په تعداد کې ذياتوالی راشي د مثال په ډول  ”
الحمد لله
 د دال” حرف د پيښ اود ها” زير داسې اوچت تلفظ شي چې د واو يا ي آواز ترې پيدا شي لکه “الحمدوللهي” .
د جلي لحن مرتکب کيدل حرام دي او په ځنو ځايونو کې د هغه له کبله معنا بدليږي او لمونځ فاسيديږي .
خفي لحن :
خفی لحن (پټه غلطی ) دهغه قاعدو پرېښودل چي دتوري دښايست سره اړه لري

مثلاً هرکله چې د “را” حرف زور يا پيش ولری “را” ډکه لوستل کيږي او که څوک هغه باريکه ولولی پټه غلطی ورته وايې چې مکروه ده ځان ساتل ورڅخه پکار دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً