د پسه د مايو (شرمګاه) خوړل څه حکم لري ؟

زما پوښتنه داده چی دپسه اویابل حیوان دمایه(شرمګاه) خوراک حرام دی که حلال وسلام

سيد الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 د حلال حيوان د دغه برخو خوړل جايز نه دي :

 ۱- هغه ويني چې د ذبح په وخت کې جايري شي ۲- د نر حيوان آله تناسلي ۳- د ښځينه حيوان آله تناسلي ۴- د حيوان خايې يا مايې (خوټي ) ۵- مثانه ۶- کيسه صفراء (تريخی) ۷- غده چې د حيوان په بدن کې وي .

و  فی  الدر  المختار:

«‌ما  یحرم  اکله  من  اجزاء  الحیوان  المأکول  سبعة  الدم  المسفوح  و  الذکر  و  الانثیان  و  القبل  و  الغدة  و  المثانة  و  المرارة‌»‌.(الدر المختار مع الرد:5/219)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً