د اصل مسئلې پيدا کول

کله چې مونږ ته يو مسئله راکړ شي مونږ بايد لومړی دا فکر وکړو چې د هر وارث څومره برخه ده مثلاً د ښځې لپاره 1/8 او لور لپاره 1/2 حصه ده دا چې پوه شو چې د اصلي ترکې ( پاتې ميراث ) نه د هر کوم برخه څومره ده نو اصل د مسئلې ته ضرورت لرو ، اصل مسئله هغه عدد دی چې په ټولو برخو پوره تقسيم شي (مخرج مشترک) او د اصل مسئلې د ټاکلو لپاره لاندې ټکې په نظر کې نيسو :
۱- کله چې ټول وارثان عصبه وي نو دوه حالتونه لري :
الف ) : کچېرې د عصبې وارثان ټول نارينه وي نو اصل د مسئلې د نارينه کسانو شمير دی ، مثلاً څوک مړ شو او اوه زامن ورڅخه پاتې دي نو اصل د مسئلې 7 عدد دی او د هر يو لپاره 1/7 برخه ده .
ب ) : کچېرې د عصبه وارثان نارينه او ښځې دواړه وي نو اصل مسئله د نارينه او ښځو د مجموعې څخه په لاس راځي په دې فرق سره چې هر نارينه دوه حسابيږي ځکه د نارينه برخه د ښځې په نسبت دوه برابره (1:2 ) ده .
مثلاً يو کس وفات شو 3 زامن او 4 لوڼې ورڅخه پاتې شوې نو اصل د مسئلې مساوي دی په : 10=4+2×3
اصل مسئله به د 10 عدد وي .
۲- که وارثان يوازې اصحاب فروض وي :
الف ) : که دوو برخو يا کسرونو مخرجونه سره مساوي نو اصل مسئله همغه مخرج دی .
مثلاً : خاوند د پاره 1/2برخه او خور د پاره 1/2 نو اصل مسئله د 2 عدد دی .
ب ) : که د برخو مخرجونو له يو څخه زيات وي داسې چې ځېنې د ځېنې نورو دوه برابر کيږي لکه (1/2+1/4) ، (1/4+1/8) يا (1/3+1/6) نو اصل مسئله لوی مخرج نيول کيږي .
مثلاً : د 1/2 او 1/4 مسئلې لپاره 4 عدد .
د 1/4 او 1/8مسئلې لپاره 8 عدد .
د 1/3او 1/6 مسئلې لپاره 6 عدد اصل مسئله نيول کيږي .
ج ) : کچېرې د برخو مخرجونو زيات وي او که مخرج مشترک ورته ونيسو په برخو باندې د مساوي تقسيم وړ وي لکه : 1/4 او 1/6 چې دواړو د 2 پر عدد پوره ويشل کيږي نو اصل مسئله داسې په لاس راځي 4×6/2=12
د ) : کچيرې د برخو مخرجونو زيات وي او پر کوم عدد پوره نه ويشل کيږي نو دوه لوی مخرجونه سره ضربوو
مثلاً : 1/2 او 1/3 مساوي 2×3=6 اصل مسئله د 6 عدد دی .
د 1/3 او 1/4 مسئلې لپاره اصل مسئله 12 عدد دی .
د 2/3 او 1/8 لپاره اصل مسئله 24 عدد دی .
چې اصحاب فروضو په صورت اصل مسئله (2-3-4-6-8-12-24 ) عددونه دي .
۳- که وارثان اصحاب فروض او عصبه وي :
لومړی به د اصحاب فروضو برخه ټاکو باقي ترکه د عصبه ده
مثلاً : خاوند او زوی پاتې دي ، خاوند لپاره 1/4 حصه ده باقي زوی لره دی ځکه هغه عصبه دی
يا مثلاً : خاوند ، مور او زامن وي نو خاوند لره 1/4، مور لره 1/6 برخه ده باقي ترکه زامنو لره ده .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً