عول (د برخې زياتوالی)

عول په لغت کې ظلم او تنګولو ته وايي او عول په اصطلاح کې د ټاکل شویو برخو په مجموع کې زياتوالي ته عول وايي . د وارثانو د برخو اصلي مسئله دری حالت لري .

۱- فريضه عادله : چې برخې د اصلي مسئلې سره مساوي وي .

۲- فريضه عائله : چې برخې د اصلي مسئلې څخه زياتې وي (عول ) .

۳- فريضه ناقصه : چې برخې د اصلي مسئلې څخه کمې وي (رد ) .

که په مسئله کې د خاوند د پاره ۱/۲ حصه او د خويندو لپاره ۲/۳ حصه ولرو نو دا مساوي نه تقسيميږي ، که د يو حصه پوره کړو د بل کميږي نو په دې صورت کې اصل مسئله زياتيږي او برخو په نسبت کې لږوالي مينځته راځي .

په پورته مسئله کې اصل مسئله ۶ راځي خو د ۶ پر ځای ۷ نيول کيږي .

۶ په ۷ سره او ۸ په ۹ سره او ۹ په ۱۰ سره ۱۲ په ۱۳ سره او ۱۵ په ۱۷ سره عول کيږي .

مثال :

په لاندې مسئله کې ليدل کيږي چې د مسئلې اصل د 6 عدد راځي مګر کله چې د وارثانو برخي جمع کړو (3+3+1=7) چې د 7 عدد راځي پس ددې مسئلې لپاره اصل د مسئلې 7 عدد نه 6

x6     7

تشريح

1/2

خاوند

6(1/2)=3

په هغه صورت چې مړی اولاد ونلري

1/2

خور

6(1/2)=3

په هغه صورت کې چې يوازې يو خور وي

1/6

د پلار خور

6(1/6)=1

مثلاً که ترکه ۱۰۰۰ افغانۍ وي نو د هر وارث برخه : 1000/6=166.66

خاوند :166.66×3=500

خور : 166.66×3=500

د پلار خور ته څه نه پاتې کيږي .

چې دا ويش غلط شو بايد داسې شي : 1000/7=142.857

خاوند :142.857×3=428.571

خور : 142.857×3=428.571

د پلار خور : 142.85×1=142.857

جمع :428.571+428.571+142.857=1000

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً