چې د سفر موده معلومه نه وي نو تر څومره وخته به مسافرانه لمونځ ادا کيږي ؟

اسلام عليکم ورحمت الله
زما يوه پوښتنه ده د مسافريانه لمانځه په هکله هغه دا که چيري يو څوک په داسي کار پسي يوه ليري  ځای ته لاړشي چي هغه ته دامعلومه نه وي چي په څو ورځي کي به هغه کار وشي او دده دا اراده وي چي هر وخت هغه کار وشي بيرته به راګرځي نو  په دي وخت کي به دي لمونځ سفريانه کوي او که نه ؟
ستا سو د ځواب په هيله

فرويزخان خروټی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د مسافر د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوي او که نيت يې پنځلس ورځې يا تر هغه زيات وي مسافرانه لمونځ به نه ادا کوي ځکه چې دی مقيم بلل کيږي .

مګر که د سفر د مودې تيرولو هيڅ وخت يې معلوم نه وي که څه هم د نن او سبا په انتظار ډير وخت تير کړي بيا به هم مسافرانه لمونځ کوي ځکه ابن عمر رضی الله عنه په اذربيجان کې د نامعلومې مودې لپاره شپږ مياشتې تير کړې او هغه قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو .

جاء في الفقه الاسلامي وادله :

فقال الحنفية: يصير المسافر مقيماً ، ويمتنع عليه القصر إذا نوى الإقامة في بلد خمسة عشر يوماً، فصاعداً، فإن نوى تلك المدة، لزمه الإتمام، وإن نوى أقل من ذلك قصر.
وإن كان ينتظر قضاء حاجة معينة، له القصر ولو طال الترقب سنين، فمن دخل بلداً، ولم ينو أن يقيم فيه خمسة عشر يوماً، وإنما يترقب السفر، ويقول: أخرج غداً أو بعد غد مثلاً، حتى بقي على ذلك سنين، صلى ركعتين أي قصر؛ لأن ابن عمر أقام بأذربيجان ستة أشهر، وكان يقصر، وروي عن جماعة من الصحابة مثل ذلك.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً