د وارثانو د برخو جدول

د وارثانو د برخو د لنډيز جدول

وارث

برخه

شرطونه

حجب

خاوند

1/2

په هغه صورت کې چې د وفات شوې ښځې اولاد (نارينه يا ښځينه ) نه وي .

خاوند هيڅ څوک نه حجب کوي او نه هم دی څوک حجب کوي .

1/4

په هغه صورت کې چې د مړي اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي .

ميرمن

1/4

په هغه صورت کې چې د وفات شوي خاوند اولاد نه وي .

ميرمن هيڅ څوک نه حجب کوي او نه دا څوک حجب کولای شي.

که د يوې څخه زياتې هم وي همدا برخه اخلي .

1/8

په هغه صورت کې چې د وفات شوي خاوند اولاد موجود وي .

مور

1/3

کچېرې د مړي اولاد موجود نه وي همدارنګه مړی دوه يا زيات حقيقي يا پلارني يا مورنی ورونه او خويندې ونه لري .

د مور په موجوديت سره نيا حجب کيږي (نيا ميراث نه وړي) او مور هيڅ څوک نشي حجب کولای .

1/6

کچيرې د مړي اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي او دوهم صورت دا چې د مړي دوه يا زيات وروڼه او خويندې موجود وي .

1/3 باقي

که چېرې پلار يا موراو خاوند يا ميرمن کوم يو موجود وي (والدين + زوجين ) .

1/3+باقي

که چېرې مور يوازې وي .

پلار

ټول

چې يوازې وي ټوله ترکه اخلي .

پلار: نيکه ، حقيقي خور ، پلارنۍ خور ، حقيقي ورور ، پلارنی ورور ، مورنی ورور ، وراره ، کاکا د کاکا زوی حجب کوي .

مګر پلار هيڅ څوک نشي حجب کولای

1/6

چې د مړي نارينه اولاد يا د اولاد اولاد اولاد موجود وي .

1/6+ باقي

چې د مړي ښځينه اولاد موجود وي.

عصبه

کچېرې د مړي هيڅ اولاد يا د اولاد اولاد نه وي

نيا (انا)

1/6

په هغه صورت کې چې مور نه وي که له يوې څخه ډېرې هم وي همدا برخه به د هغوی په مينځ کې تقسيميږي

نږدې نيا لرې نيا حجب کوي او نيا د مور په موجوديت سره محروميږي .

نيکه

1/6

چې د مړي نارينه اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي

نيکه: حقيقي ورور او خور پلارنی ورور او خور او مورنی ورور ، وراره ، کاکا او د کاکا زوی حجب کوي .

نيکه د پلار په موجوديت کې حجب کيږي يعنې د پلار په موجويت کې محروم دی.

1/6+ باقي

چې د مړي ښځينه اولاد موجود وي

عصبه

کچيرې د مړي اولاد نه وي نيکه عصبه ګرځي .

زوی يا لمسۍ

ټول

که يوازې وي ټوله ترکه اخلي

د زوی په موجوديت سره لمسۍ او لمسی، حقيقي ورور ، پلارنی او مورنی ورور او خور، وراره ، حقيقي او پلارنۍ خويندې ، کاکا د کاکا زوی له ميراث څخه محروميږي .او زوی هيڅ څوک نه حجب کوي .

د لمسي په موجوديت کې وروڼه ، خويندې ، کاکاګان او د هغوی اولاد حجب ګرځي.او لمسی د زوی په موجوديت کې حجب کيږي .

د خور دوه برابره

چې کله خويندي (د مړي زامن ) ورسره وي

مساوي

چې کله يوازې وروڼه (د مړي زامن ) وي او خويندې ورسره نه وي .

لور

1/2

چې د مړي څخه يوازې يوه لور پاتې وي او د مړي زوی موجود نه وي

د لور په موجوديت سره مورني وروڼه او او مورنۍ خويندې او د زوی لوڼې چې دوې يا زياتې وي او کاکا او د کاکا زوی حجب کيږي .

مګر لور څوک نشي حجب کولای .

2/3

چې دوې يا زياتې لوڼې ورڅخه پاتې شي او زوی يا زامن نه وي

عصبه

کچېرې زوی يا زامن وي عصبه ګرځي نو بيا نارينه د ښځې دوه برابره برخه اخلي .

د زوی لور (لمسۍ)

1/2

چې يوازې يوه وي او لور موجوده نه وي او لمسی يا لمسيان هم موجود نه وي

د لمسۍ په موجوديت سره مورنۍ ورور او خور ، کاکا ، د کاکا زوی حجب کيږي.

لمسۍ د زوی او دوو يا څو لوڼو په موجوديت سره حجب کيږي .

2/3

چې دوې يا زياتې وي لمسيان ورسره نه وي

عصبه

چې د زوی زوی ورسره وي

1/6

که يوه لور موجوده وي د زوی زوی (لمسی ) ورسره نه وي لمسۍ 6/1 برخه اخلي  ( تر څو ۱/۲+۱/۶=۲/۳ ) پوره کړي .

حقيقي خور

1/2

چې يوازې يوه خور وي وروڼه ورسره نه وي

حقيقي خور يا خويندې د زوی او لمسي په موجوديت کې حجب کيږي همدارنګه د پلار او نيکه په موجوديت کې حجب (د ميراث څخه محروميږي ) .

مګر د حقيقي خور په موجوديت کې د پلار ورور ، د پلار د ورور زوی او د پلار خويندې همدارنګه د مور خور کچېرې خويندې له يوې څخه زياتې وي او په شرط ددې چې پلارنی ورور نه وي او همدارنګه پلارنی خور که څه هم يو حقيقي خور وي حجب کوي .

2/3

چې دوې يا زياتې وي وروڼه ورسره نه وي يا نارينه عصبه ورسره نه وي .

عصبه بالغير

چې يو يا څو حقيقي وروڼه ورسره وي

عصبه مع الغير

چې د مړي ښځينه اولاد (لور يا د زوی لور ) وي

پلارنۍ خور

1/2

چې يوازې يوه خور وي حقيقي خور او وروڼه ورسره نه وي

پلارنۍ خور يا خويندې د زوی او لمسي ، دوو حقيقي خويندو او حقيقي ورور په موجوديت کې حجب کيږي او همدارنګه د پلار او نيکه په موجوديت کې حجب (د ميراث څخه محروميږي ) .

مګر د پلارنی خور په موجوديت کې کاکا ، د کاکا زوی او د پلار خويندې حجب کوي په هغه صورت کې چې يوه د پلار خور نه وي .

2/3

چې دوې يا زياتې وي وروڼه ورسره نه وي يا نارينه عصبه ورسره نه وي .

عصبه بالغير

چې يو يا څو پلاني وروڼه ورسره وي

عصبه مع الغير

چې د مړي ښځينه اولاد (لور يا د زوی لور ) موجود وي

1/6

چې يو حقيقي خور ورسره وي په شرط ددې چې ورور يې ورسره نه وي

مورنۍ ورور يا خور

1/6

چې مورنۍ ورور يا خور تنها وي د مړي اصل او فرع (نارينه يا ښځينه ) اولاد نه وي

د پلار ، نيکه ، زوی او د لمسي ، لور او لمسۍ په موجوديت کې مورنی ورور او خور له ميراث څخه محروميږي .

1/3

کچېرې د پورته شرط په صورت کې تر يو زيات وي

حقيقي ورور

ټول

که يوازې وي ټوله ترکه اخلي

د حقيقي ورور په موجوديت کې پلارنی ورور ، پلارنۍ خور د حقيقي او پلارنی ورور زوی (وراره) يا د وراره زوی ، کاکا او کاکا زوی د ميراث نه محروميږي (حجب کيږي ) .

حقيقي ورور د پلار ، نيکه ، زوی او لمسي په موجوديت کې له ميراث څخه محروميږي (حجب کيږي ) .

د خور دوه برابره

په هغه صورت کې چې حقيقي يا پلارنۍ خويندې ورسره وي .

عصبه

کله چې اصحاب فروض وي نو باقي ترکه اخلي

پلارنی ورور

ټول

که يوازې وي ټوله ترکه اخلي

د پلارني ورور په موجوديت کې وراره يا د وراره زوی ، کاکا او د کاکا زوی د ميراث نه محروميږي (حجب کيږي ) .

پلارنی ورور د پلار ، نيکه ، زوی ، لمسي ، حقيقي ورور او خور چې کله عصبه مع الغير وي محروميږي (حجب کيږي ) .

د خور دوه برابره

په هغه صورت کې چې حقيقي يا پلارنۍ خويندې ورسره وي .

عصبه

کله چې اصحاب فروض وي نو باقي ترکه اخلي

د ورور زوی

د خور دوه برابره

په هغه صورت کې چې حقيقي يا پلارنۍ د ورور لوڼې ورسره وي .

وراره د ورور ، زوی ، لور ، لمسي او لمسۍ پلار او نيکه په موجوديت کې محروميږي .

د وراره په موجوديت کې د وراره زوی ، کاکا د کاکا زوی محروميږي .

عصبه

کله چې اصحاب فروض وي نو باقي ترکه اخلي

تره (کاکا)

او د تره زوی

عصبه

کله چې اصحاب فروض وي نو باقي ترکه اخلي

او که يوازې وي ټوله ترکه اخلي

کاکا د ورور ، زوی ، خور ، لمسي او لمسۍ ، پلار او نيکه په موجوديت کې محروميږي .

د حقيقي تره په موجوديت کې پلارنی تره حجب کيږي .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً