اصحاب فروض،عصبات او ذوی الارحام

۱- اصحاب الفروض :

اصحاب فروض هغه کسان دي چې د دوی برخې په اسلامي شريعت کې ټاکل شوی دي ، وروسته د اصحاب فروض نه عصبات دي .

اصحاف فروض ځېنې نارينه او ځېنې ښځې دي .

اول – نارينه وارثان :

۱- پلار

۲- نيکه (پلار پلار)

۳- خاوند

۴- مورنۍ ورور

دوهم – ښځينه وارثان:

۱- لور

۲- د زوی لور (لمسۍ )

۳- مور

۴- د پلار مور (نيا ) او همدارنګه د مور مور

۵- حقيقي خور

۶- پلارني (د پلار د طرف ) خور

۷- مورنۍ (د مور د طرف ) خور

۸- ښځه

۲- عصبات :

عصبات هغه کسان دي چې هغه څه چې د اصحاب فروض نه پاتې شي هغویيې اخلي کچېرې د اصحاب فروض څخه هيڅ څوک نه وي نو بيا ټول مال عصبات اخلي .

لکه : پلار ، د مور د طرفه ورور …

۳- ذوی الارحام :

که د اصحاب فروض او عصباتو څخه څوک نه وي نو بيا میراث ذوی الارحام اخلي که ذوی الارحام نه وي د موالاتو مولی مستحق ګرځي که هغه نه وي بيا هغه کس مستحق ګرځي چې په ټول مال وصيت ورته شوی وي او که دا پورته يو هم نه وي بيا بيت المال ته سپارل کيږي .

ذوی الارحام لکه :عمه ، خاله ، د ورور لور ، د مور پلار ، د خور اولاد او د لور اولاد .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً