د الکسوف،الخسوف ، استسقاء او خوف لمونځونه

صلاة الكسوف (د کسوف لمونځ) :

کسوف لمونځ د لمر توريدو په وخت کې دوه رکعته لمونځ په جمع سره کيږي په دواړو رکعتو کې اوږده اوږده سورتونه لکه بقره او آل عمران ويل پکار دی رکوع او سجده کې هم ډیر وخت تيرول پکار دي .

د کسوف د لمانځه لپاره آذان او اقامت نشته او د خلکو د جمع کول لپاره اعلان روا دی .

صلاة الخسوف (د خسوف لمونځ) :

د سپوږمۍ توريدلو په وخت کې چې دوه رکعته لمونځ کيږي دې لمونځ ته د خسوف لمونځ وايی دغه لمونځ هم دوه رکعته سنت لمونځ دی چې بې له جومات او پرته له جماعت په ځانله ځانله ډول ادا کيږي .

لمر او سپوږمۍ ولی توريږي ؟

لمر او سپوږمۍ د الله د قدرت نښه ده اسلامې شريعت پدی کې بحث نه کوي بس دا د الله تعالی د قدرت نښه ده

داچې خلک دا څه آفت يا مصيبت دی يا لمر او سپوږمې ته تکليف رسی بې ځايه خبره ده .

دا د قيامت ياد دی

دا دنيا چې څنګه روانه ده نو هسی به وي که څه خلل پکې راشی نو قيامت به قايم شي .

صلاة الاستسقاء(د استقاء لمونځ) :

د استقاء معنی ده اوبه غوښتل يعنی کله چې د ابو ضرورت شي او باران نه کيږي د باران غوښتلو لپاره دوه رکعته لمونځ کيږي او د خدای (جل جلاله) نه د ابو غوښتلو سوال کول سنت دي .

دغه لمونځ په يوه بيديا ، ميدان يا عيدګاه کې کيږي په جمع سره کيږي د لمانځه نه پس به امام يا د مسلمانانو حاکم د جمعې او اخترونو په ډول دوې خطبې وايي او په پوره عاجزۍ اوچت آواز به دعا کوي لومړی به د خپلو ګناهونو د بخښنې لپاره دعا کوي بيا به د باران غوښتلو دعا کوي .

صلاة الخوف ( د وېرې لمونځ ) :

د وېرې لمونځ د جنګ په حالت ادا کيږي کله چې دوښمن د يرغل وېره وي نو امام به خلک په دوو ډلو ويشي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[ وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ]( سوره النساء آيه 102).

ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په مينځ کې او د جنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وې نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او را دې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ).

امام به يو رکعت بشپړ کړي کله چې امام له دوهمې سجدې څخه سر پورته کړي دغه ډله به د دوښمن مقابلې ته ورځي او دوهمه ډله به د لمانځه لپاره راځي امام به يو رکعت له دوی سره وايي کله چې د تشهد ويلو ورسته سلام ګرځوي خو دغه ډله به سلام نه کرځوي د دوښمن مقابلې ته به ځي او هغه بله ډله به راځي پاتې رکعتونو به د قرائت ويلو پرته پای ته رسوي د تشهد په ويلو سره به سلام ګرځوي او دوښمن مخې ته ورځي او بيا هغه بله ډله راځي د تشهد ويلو وروسته به سلام ګرځوي

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 138 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً