د اجازت غوښتلو اداب

 و قال تعالی: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا}النور: ٢٧

و قال تعالی: {وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ}النور: ٥٩

الله جل جلاله فرمایی: اې مسلمانانو د خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته مه داخلیږي تر څو اجازه وغواړي او د کور په اهل سلام واچوي.

او هم فرمایی: او کله چې ستاسې هلکان د بلوغ حد ته ورسیږي باید چې اجازه وغواړي لکه چې اجازه غوښتله هغه چا چې مخکې له دوي وو.

۱.وعن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « الاستِئْذاُن ثَلاَثٌ، فَإِنْ أُذِنَ لَكَ وَ إلاَّ فَارْجِع، متفق عليه.

له ابو موسی اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اجازه غوښتل دري ځلې دي، پس که اجازه در کړل شوه ښه، او که نه بیرته وګرځه.

۲.وعن سهلِ بنِ سعد رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « إنَّمَا جُعِلَ الاستئذاُن منْ أَجْلِ البَصَر » متفق عليه.

له سهل بن سعد ساعدی رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اجازه غوښتل د لیدلو لپاره دی.

۳.وعن رِبْعِيِّ بن حِرَاشٍ قال حدَّثّنا رَجُلٌ من بَنِي عَامرٍ أنَّهُ استأذَنَ على النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وهو في بيت فقال: أألِج؟ فقال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم لخادِمِه: «أُخْرُج إلى هذا فَعَلِّمْهُ الإستئذَانَ فَقُل لَهُ قُل: السَّلامُ عَلَيكُم، أأدْخُل؟ » فَسَمِعهُ الرَّجُلُ فقال: السَّلام عَلَيكم، أأدخُل؟ فَأذن له النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَدَخَل. رواه أبو داود بإسناد صحيح.

له ربعی بن حراش څخه روایت دی چې:

له بن عامر څخه یوه سړي مونږ ته قصه وکړه چې هغه له نبی علیه السلام څخه د داخلیدو اجازه وغوښته په داسې حال کې چې دئ په کور کې وو ویې ویل: ایا داخل شم؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل خادم ته و فرمایل: دغه شخص ته ورشه او اجازه غوښتل ور وښیه او ورته ووایه چې ووايي: السلام علیکم ایا داخل شم؟ سړي دغه خبره واوریده او ویې ویل: السلام علیکم ایا داخل شم؟ پس نبی علیه السلام ده ته اجازه ورکړه او دئ داخل شو.

عن كلدة بن الحنبل رضي الله عنه قال: أتيت النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَدَخَلْتُ عَلَيْه ولم أُسَلِّم فقال النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم  : «ارْجـِعْ فَقُلْ السَّلامُ عَلَيكُم أَأَدْخل؟ » رواه أبو داود، والترمذي وقال: حديث حسن.

له کلدة بن الحنبل رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

د نبی صلی الله علیه وسلم خدمت ته راغلم او سلام مې وانه چوه په دوي باندې داخل شوم، نبی علیه السلام وفرمایل: بیرته وګرځه او ووایه: السلام علیکم ایا داخل شم؟.

نبی علیه السلام به صحابه کرامو ته تعلیم او تربیه یو ځای عملا ښوول، دغه صحابی چې بې له اجازې اوسلام څخه داخل شوي بیرته نبی علیه السلام وګرځاوه او عملا یې د داخلیدو او اجازت غوښتلو اداب ورته وښوول.

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً