په اوس وخت کې چوپ پاتې کېدل څه حکم لري ؟

هر کله چی کفار د مسلمانانو په وطن یرغل وکړي وطن اشغال شی حاکمیت دکفارو وی
د خلقو ناموسونه بی عزته کيږي ماشومان او ځوانان بوڈاگان شهیدانوي
داسی نور وحشیتونه کوی په دی وخت کی دمسلمان چوپ پاتی کیدو یایی غلامی کول سه حکم لری جواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څو پورې چې يوه لويشت ځمکه د کفر په لاس کې وي ، د مسلمانانو ناحقه قتل روان وي او د شرعي نظام پر ځای وضعي نظام حاکم وي جهاد به جاري وي .

داسې نشي کيدای چې کافران او د هغوی ساتوونکي به مسلمانان وژني خو مسلمانان به يې سيل کوي نه هيڅکله نه بلکي مسلمانانو ته د الله تعالی حکم چې تاسې وژني هغوی ووژنئ .

لقوله سبحانه وتعالی : :وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ( البقره ۱۹۰)

لقوله سبحانه وتعالی :وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه (انفال ۳۹ ) .

د فتنې څخه مراد شرک ، کفر، طاغوت او ارتداد دی (تفسير البغوي ، ابن کثير ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ» (أخرجه مسلم في الصحيح(

ژباړه : پس هر چا چې ( د اسلامي شريعت خلاف کارونو او هغه کسان چې د اسلامي شريعت خلاف وي ) په لاس سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی ، او هر چا چې په ژبه سره د هغوی سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی او هر چا چې په زړه سره د هغوی سره جهاد وکړ مؤمن دی ، وروسته له دې ( ددې درجې څخه تيټ ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

او فرمايي : جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ . صحيح أبي داود (2186) .

 يعنې : د مشرکينو سره په مالونو ، نفسونو ، او ژبو سره جهاد وکړئ .

عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رضی الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». (بخارى:2843)

زيد بن خالد رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د الله د لارې مجاهد مجهز کړ ( هغه ته يې نظامي وسائل برابر کړل ) ده هم د هغه په شان جهاد وکړ ، او چا چې د الله د لارې مجاهد د اهل عيال (کورنۍ ) په ښه شان سرپرستې وکړه نو هغه هم جهاد وکړ .

مطلب دا چې مسلمانان به د خپل وس موافق په جسماني يا مالي يا لساني ، قلمي او يا تبليغاتي جهاد کې برخه اخلي او د دين قيام او نصرت کوښښ به کوي او د کفري سيلاب مخه به ډپ کوي .

څوک چې د توان سره سره په هيڅ قسم جهاد کې برخه نه اخلي :

قوله سبحانه وتعالی :

وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195)

او (خپل مالونه ) د الله جل جلا له  په لار کې ولګوئ او خپل ځانونه په خپلو لاسونو سره مه هلاکوئ او ښيګنه وکړئ په رښتيا چې الله جل جلا له  ښيګنه کوونکی خوښوي .

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( مَنْ لَمْ يَغْزُ ، أَوْ يُجَهِّزْ غَازِيًا ، أَوْ يَخْلُفْ غَازِيًا فِي أَهْلِهِ بِخَيْرٍ ، أَصَابَهُ اللَّهُ بِقَارِعَةٍ قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ)  ( صحيح ابوداود 2503 ).

د ابی امامة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې نه جهاد وکړ ، نه يې مجاهد مجهز کړ ، نه يې د مجاهد په اهل عيال سرپرستي او غمخوري وکړه ، الله به يې د قيامت څخه مخکې په يوه هلاکونکي بلا مبتلا کړي .

او همدارنګه فرمايي : (من مات ولم يغز، ولم يحدث به نفسه، مات على شعبة من نفاق (مسلم 1910 ).

کوم بنده چه په داسې حال کې مړ شي چې نه خو چيري په جهاد کې عملې حصه اخستی وي اونه يې د جهاد فکر او سوچ کړی وي نو دې به يو قسم د منافقت په حالت کې مړ شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً