د نکاح د حرمت مسئله

السلام علیکم:

قدرمنو علماؤ یوه پوښتنه لرم.هغه دا چی زما یو دوست دې. او د هغه تره لور ده چی یتیمه ده. هغه غواړی چی له هغی څخه نکاح اوکړې. خو یو مسئله ورته پیښه ده.
د هغه نیا (پلار مور) هغه په ځولی کښی اخیستے وؤ. دا وخت د نیا آخرې اولاد د ۱۰ لسو کالو وؤ او دے پینځو کلن وؤ. نیا اوس وفات ده. او دوست می غواړی چی د تره یتیمی لور سره ې ښه چلند اوشی. چی د هغی د مال او جان حفاظت اوشی او دته په نکاح شې.

آیا نکاح رواه ده؟ دا مسئله د اردو ژبی ویب پاڼې سره شریکه وه خو دوست می شک لرلو. مامی لتاسی سره شریکه کړه چی صحیح حکم راله د امام صاحب او دیوبند مسلک په رڼا کښی راكړۍ

خان محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی رسول الله صلی الله عليه وسلم

اول : دا معلومه نه ده چې هغې به شېدې ورکړي وي او که نه ؟ رضاعت د شېدو په ورکولو ثابتيږي يوازې په ځولی يا غيږ کې نيولو سره نه ثابتيږي .

دوهم :

د رضاعت حرمت په لاندې صورتونو کې ثابتيږي

۱- د احنافو په نزد د رضاع د اثبات د پاره يوازې د مرضعې (تي ورکونکې ښځې) په ادعا حرمت نه ثابيږي بلکي د رضاعت د حرمت د پاره دوو کسانو يا يو کس نر يا دوو ښځو شهادت ته ضرور دی .

د احنافو دليل دغه ايت کريمه دی : واسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء (البقره ۲۸۲ ) .

ژباړه : شاهد ونيسﺉ له دو نارينه د تاسو که دوه سړي نه وی نو بيا يو سړی يا دوې ښځې د هغو نه چې تاسې ترې راضی یئ (د عدالت له کبله ) له شاهدانو نه .

(کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۷۷ ، فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۷۳۵ ) .

و الرضاع ( حجته حجة المال ) وهي شهادة عدلين أو عدل وعدلتان‌.(الدر المختار مع الرد:۲/۴۴۸)

۲- د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي

لقوله سبحانه و تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : ۲۳۳).

همدارنګه په حديث شريف راغلي : «لا رضاع إلا ما كان في الحولين» (دارالقطني)

لويانو ته پۍ ورکول ګناه ده خو حرمت نه ثابتيږي .

۳- په څو ځلو تي رودلو حرمت ثابتيږي ؟

د جمهورو فقهاؤ امام ابوحنيفه ، امام مالک او د امام احمد په يو روايت سره او د زياتو صحابه کرامو او تابعينو دا قول دی چې د رضاعت په حرمت کې لږ او ډيرې پی شرط نه دي که څه هم يو ځل وي شرط دا دی چې د طفل د خولې څخه معدې ته پی ورسيږي حرمت ثابتيږي .

جاء في الموسوعة الفقهية :

فَذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَأَحْمَدُ فِي رِوَايَةٍ عَنْهُ ) وَكَثِيرٌ مِنَ الصَّحَابَةِ وَالتَّابِعِينَ إِلَى أَنَّ قَلِيلَ الرَّضَاعِ وَكَثِيرَهُ يُحَرِّمُ وَإِنْ كَانَ مَصَّةً وَاحِدَةً ، فَالشَّرْطُ فِي التَّحْرِيمِ أَنْ يَصِلَ اللَّبَنُ إِلَى جَوْفِ الطِّفْلِ مَهْمَا كَانَ قَدْرُهُ . وَاحْتَجُّوا بِقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاتِي أَرْضَعْنَكُمْ }

دليل دغه آيت کريمه دی : وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ (ستاسې هغه ميندې چې تاسې ته يې پۍ درکړی وي )

دلته په مطلق ډول د رضاع بيان شوی دی چې دا ددې دليل دی چې د پيو لږ او ډير مقدار فرق نه کوي .

خلاصه : په پورته صورت کې د رضا د ثبوت يقيني دليل وجود نلري پس د دغې نجلی سره يې نکاح کول جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً