په خصوصي بانک کې کار کول

زه د خحصوصي بانکونو د جملي څخه په يو بانک کې په جلال اباد کې کار کوم زړه مي ډير زوريږي خو دوستان مي د زړه ډاډګيرنه راکوي چي ته خو کار کوي او مزدوري کوي خو زما زړه يي نه مني  . او دا مي خپل خداي سره وعده کړي ده چي د دي په نيمايي پيسو هم بل ځاي کي راته وظيفه پيدا شي دا به په هماغه ورځ پريږدم که ني کوم فاميل راپه غاړه دی او که کوم يي ټول شپه او ورځ د زړه غوښي بي ځاي خورم هيڅ نه پوهيږم چي څه وکړم . په احترام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د ستا د زړه د درد او خفګان وجه ايمان او په حساب کتاب باندې کلک ايمان او د الله تعالی نه وېره ده ، افسوس چې نن ډير تر ستونې او سر پورې په حرام کې غرک دي له الله تعالی نه وېرېږي او حتی دومره بې شرمه او بې حيا چې حرامو ته حېلې جوړوي سود تجارت ګڼې ، رشوت پيداګيري او شيرني او هديه ګڼې ، د بيت المال غصب غنيمت ګڼې د دين او خاورې خرڅول سياست بولي ، فحشاء عصريريت او پرمختګ ګڼې ، حرامه موسيقي د روح عذا ګڼې ، د اسلام خلاف نشرات او تبليغات د بيان آزادي ګڼې او داسې نور ……………

دوهم :

هغه بانکونه کوم چې معاملات يې سودي وي لکه د پس انداز حساب په مقابل کې ګټه ورکول ، اجاره او مرابحه د اسلامي شريعت خلاف په سودي ډول تر سره کول او داسې نور ، يعنې هغه بانکونه چې سودي وي په هغه کې کار کول حرام دي ، ځکه چې د بانک کارکونکي د کاتبانو (ليکونکو ) او شاهدانو حيثيت لري او رسول الله صلی الله عليه وسلم د سودي معاملې کاتب او شاهد دواړه د سود په ګناه کې مساوي او يو شان ګڼلی دی .

[لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (المسلم  ۱۵۹۸) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويې فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کې سره برابر دي .

موسوعة الفقه الاسلامية ليکي :

يحرم على المسلم العمل في أي بنك أو مؤسسة تأخذ أو تعطي الربا؛ لأنه من التعاون على الإثم والعدوان، والمال الذي يأخذه العامل من البنك أو المؤسسة الذي يعمل فيه سحت وحرام يعاقب عليه إن لم يتب منه.
عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: لَعَنَ رَسُولُ الله صلى الله عليه وسلم آكِلَ الرّبَا، وَمُوكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقَالَ: «هُمْ سَوَاءٌ». أخرجه مسلم.

يعنې : د مسلمان د پاره په هر هغه بانک او مؤسسه کې کار کول حرام دي کوم سود خوري او يا سود اخلي ځکه چې دا د ګناه او ظلم په کار کې مدد کول دي او داسې بانک او مؤسسې څخه ګتلی مال حرام دی کچېرې توبه ونه باسي په هغه باندې نيول کيږي .

حضرت جابر رضی الله عنه وايي :رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .

دريم :

په سودي بانک کار کول مطلق حرام دي ، حرام هغه وخت سړي ته حلال ګرځي چې اضطراب حالت وي يعنې د ځان او اولاد د هلاکت او مرګ وېره وي او بس .

نصيحت : د مسلمان د پاره دا قطعاً جواز نه لري چې په سودي بانک کې دنده تر سره کړي ، هر چا چې د الله د ويرې نه کوم حرام کار پريښود الله جل جلا له  هغه ته غوره دنده ، غوره عوض ور کړي

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً