په موټر کې لمونځ جايز دی ؟ او د اداکولو طريقه يې څنګه ده ؟
Posted by dawat on October 20th, 2010د آن لاين مسئولينو ته السلام علیکم ورحمت لله وبرکاته
بعد: باید پوه شم چی په موتر کی لمونح باید سنگه اداشی او همیشه دا عمل تکرارول جایزدی که نه؟ زکه کله چی مونژ ددفتر نه کورته زو نو د بیروبار په وجه د ماشام اذان په لاره کی وکری او موتر نه دریژی نو جایز دی چی لمونح په موتر کی په ناسته وکرم که سنگه ؟ په درناوی - مطيع الله نوري تفصیل »
ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
Posted by dawat on October 19th, 2010له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ
۱۔ يو زنانه د بدن کم ځاينو ويخته لري کولي شي۔
۲۔ که د کومې ښځې په لاسونو او په تندې باندي اضافه ويخته وي او هغه غواړي
چي لري کړي غير د وريزو نه۔ نو څه حکم دے۔
ددي سوال جواب به د ستايني وړ وي – ستاسو ورور احمد عابد
تفصیل »
څوک چه د خوب نه د پاڅيدلو توان لري هغه به لومړی تهجد کوي او که وتر ؟
Posted by dawat on October 19th, 2010۱ ايا سړی نه شی کولای چې د مازسخوتن لمونځ سره د وترو وکړی او بيا د شپي په يوه برخه کې رابيدار شی ترڅو تهجد وکړی ؟ دا پوښتنه ځکه کووم چئ ما ديو ملګری نه واوريدل چئ د وترو نه بعد سړی نه شی کولای تهجد وکړی نو بيا ما داهم اوريدلی دی چي سړی وتر وکړی او ويده شی نو ثواب لری نسبت هغی ته چې يي پريدی ترڅو تهجدو ته راپاڅیږی کيداشی که څوک ويده شی او وتر ونه کړی تر څو تهجدو ته راپاڅیږی نو بيا ددی ويره هم شته که سړی ونه
شی کولای تهجدو ته راپاڅیږی نو وتر به هم لاړ وی او تهجد هم نو زه وايم چې کوم يو صحيح عمل دی؟
حيات هجران تفصیل »
په رښتنې مؤمن به د قيامت ورځ لنډه شي
Posted by dawat on October 18th, 2010په رښتنې مؤمن به د قيامت ورځ لنډه شي
يخفف علی المؤمن حتی يکون عليه کالصلوة المکتوبة (رواه بيهقی فی البعث والنشور)
په رښتينی مؤمن به دا ورځ داسې لنډه او آسانه شي لکه د يوه فرض لمونځ په شان .
تشريح : دقيامت ورځ دقرآن او حديث نه معلوميږي چه د پنځوس زره کالو وي خو دا ورځ به په رښتنی مؤمن لنډه او آسانه وي کله د يوه فرض لمانځه وخت .
اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندی وي
- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم).
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری
وژاړی يا دشوق او محبت له وجی دذکر پر وخت پټ وژاړی).
کوم سړی چه غواړی دقيامت د ورځې له سختيو نه وساتل شي
من سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.
آن لاين اسلامې لارښود
په ناسته سره نفل لمونځ کول جايز ؟
Posted by dawat on October 18th, 2010ښاغلو د اسلامې لارښود چلونکو ! اسلام عليم ورحمة الله وبرکاة
يوه پوښتنه لرم هغه دا چه : د توان او قدرت لرلو په صورت کې نفل لمونځ په ناستي سره روا دی ؟
عبدالله – کابل
په هغه جومات کې چه په پابندی سره آذان او جماعت کيږي د جمع تکرارول مکروه دي
Posted by dawat on October 17th, 2010په هغه جومات کې چې پنځه وخته جمعه په پابندی سره کيږي د دوهمې جمعې کول مکروه دي
ويکره تکرار الجماعة بأذان واقامة فی المسجد محلة (درمحتار ) وفی الشاملة : وقد منافی باب الأذان أن عند أبی یوسف أنه اذا لم تکن الجماعت علی هيئة الأولی والاتکره وهو صحيح (باب الامامة ۱ / ۵۵۳ سعيد ) .
کفايت المفتي ج ۳ باب الجماعت .
مګر په لاندې صورتونو کې جايز دي :
تفصیل »
د تجويد د آن لاين آزموينې خبرتيا
Posted by dawat on October 16th, 2010ګرانو لوستونکو د اسلامې ښوونې مينوالو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ان شآء الله د راتلونکې چهارشنبې په ورځ 2010/10/20 د ميزان 28 تاريخ به د تجويد د آموينې سوالونه اعلان شي .
هغه به تاسې خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ او 24 ساعته وروسته يې ځوابونه راوليږي .
شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي
Posted by dawat on October 16th, 2010(مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
۱- د شيطان د نفوذ يوه لاره داده چه انسان ته بدعت ښه ښکاره کوي بدعتي سړی فکر کوي چه زه ډیر ښه اعمال تر سره کوم او پرهيزکاره سړی يم حال داچه هغه به په يوه غلطه لار روان وي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: (ابوداود – نسايي )
(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام دوزخ دی ) تفصیل »
د تورات په يوه قديمي نسخه کې د محمد صلی الله عليه وسلم نوم کشف شو
Posted by dawat on October 16th, 2010د تورات دغه نسخه په عبراني ژبه ده او کارپوهان هغه په نړی کې يوه قديمي نسخه بولي ، ځکه کوم تحريفات چې په اوسنيو نسخو کې ليدل کيږي دا ډول تحريفات په نوموړی نسخه کې وجود نه لري دا نسخه د ميلادي په دوهم قرن پورې اړه لري چه د خاخام لويو يهويانو دهغه اصالت تائيد کړی دی . 
په دغه تورات کې يو آيت ليدل کيږي چه په دغه آيت کې د (محمد ) نوم ذکر شوی دی چه هغه به منجې آخرالزمان وي .
تفصیل »
د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
Posted by dawat on October 16th, 2010د ډاکتر د پاره څه وخت د يو انسان د شرمګاه کتل جايز دي (انجمن خيرامه البمبئ نمبر 2592 )
طفل وګورئ په خشوع سره قرآنکريم آروي
Posted by dawat on October 14th, 2010سبحان الله … انظر إلى خشوع الطفل وهو يستمع لآيات الذكر الحكيم
سبحان الله طفل وګورئ چه په خشوع سره قرآنکريم ته غوږ دی
په ولولو او محبت سره د خپل پروردګار خبرې اروي .
موقع الأفغانية الاسلامية (آن لاين اسلامې لارښود )
خپلې ښځې ته د محبت او کرامت له وجې ادې (مورې) ويل څه حکم لري؟
Posted by dawat on October 14th, 2010له هرڅه نه مخکی دان لاین لاسلامی لارښود ټولو درنو معززو مسوولینو اوکارکوونکوته دزړه له کومی سلامونه،نیلی، هیلی او درناوی وړاندی کوم هیله من یم چی تردی دمه په خپلو نیکو چاروکی بریالی او مفق وی.
قدرمنو یوه پوښتنه مو درلوده په ډيری مهربانی سره که ځواب یی راکړی نو ډيره مهربانی به مو وی.
پوښتنه :- قدرمنو دزیاتی مینی او محبت له امله زه او میرمن مو یو بل ته کله نا کله د ادی(مورجانی) او ابکه کلمی استعمالوو .
دداسو کلمو استعمالول دښځی او میړه ترمنځ یو بل ته څه ډول دی.
په اسلامی مینه،ادب او درنښت
تاسواسلامی ورور عبدالمتین حمیدی تفصیل »
د مؤ سيساتو او شرکتونو نه غلا کول روا دي
Posted by dawat on October 13th, 2010ګرانومحترمو لومړی دمدینی جانان تخفه درته وړاندی کوم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوه
داسلامی لارښودکارکونکوڅخه ډیره مننه کوو چی زمونږپوښتنوته په ورین تندی او ډیرمفصل ځواب وای زما یوه پوښتنه ده خدای دی وکړی چی راته یی ځواب کړی.
تفصیل »
کار او کسب د جمعې د لمانځه د ترک د پاره عذر نشي کيدای
Posted by dawat on October 13th, 2010پوښتنه : موږ په داسی يو ملک کې ژوند کوو کوم چې کفری ملک دی او ښونځی ته هم ځو نو په ښونځی کې يو څه مشکل لرو هغه هم د جمعی په ورځ يو ساعت لرو چې نه شو کولای دجمعی لمانځه ته لاړ شو تر څو دا مهم لمونځ په جمعه سره ادا کړو او په دی هم پوهيږو چې دا څومره مهم او زروری لمونځ دی بايد هر کار ورته پريښودل شی نو موږ په دی هکله د استادانو سره ډیری خبری کړی خو د هغوی خوښه نه وی چئ لاړ شو او لمونځ وکړو او موږ هم دروغ نه شو ويلای چې ووايو چې مريضان يو او نه شو کولای چې ښونځی ته درشو نو ايا ستاسی څه رايه ده چې څه وکړو ؟
په لوی رب مو سپارم
حيات هجران شيرزاد تفصیل »
د ولادت نه درې مياشتې مخکې جماع (کورواله ) کول روا دي ؟
Posted by dawat on October 12th, 2010د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم
پوښتنه : آيا د حمل په وخت کې (کورواله ) کول روا دي ؟
په دغه لينک ستاسې ځواب شته : http://dawat.katib.org/archives/187
ډيره زياته مننه كوم ستاسو له توضيح نه خو يوه بله خبره هغه داچې يو چا وويل هركله چې د حمل ولادت ته درى مياشتى پاته شوى نو بيا هيڅ كوروالى نشى كولاى ځكه ماشوم ته زيان رسيږي كه په دى اړوند لږ څه تشريح وكړى
ډيره زياته مننه – جمالزى کابل تفصیل »
د لمانځه اثبات او صحت (کتاب)
Posted by dawat on October 12th, 2010إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا
په رښتيا سره لمونځ پر مؤمنانو په ټاکلي وخت کې فرض کړل شوی دی
لمونځ ښکاره معراج د زړه دی هم رحمت در باندې اوري
په حضور د چا ولاړ يې څه کوې څوک در ته ګوري .
تفصیل »
د ماشوم د زږيدنې د کليزي لمانځل څه حکم لري؟
Posted by dawat on October 12th, 2010زه خپل سلامونه او احترامات دانلاين اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ، ټولو مومنانو او مسلمانانو ورونو خويندو ته وړاندی کوم .زما يو پوښتنه ده الله ج دې وکړی که راته يي ځواب وليکي نو خوښ به شم.
تفصیل »
پر انسان باندې د شيطان د باطلو افکارو د نفوذ لارې
Posted by dawat on October 12th, 2010بسم الله الرحمن الرحيم
وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (الانعام ۱۴۲ ) او د شيطاني لارو پيروي مه کوئ یقيناً شيطان ستاسو ښکاره دوښمن دی .
شيطان په انسان کې د خپلو باطلو افکارو د نفوذ لپاره ډیرې لارې او طریقې غوره کوي تر څو د هغه په وسيله انسان د حق څخه واړوي او په سرکښۍ او طوغيان کې یې اخته کړي .
ابن قيم (رح) په انسان باندې د شيطان د نفوذ کولو شپږ مرحلې ذکر کړې دي چه په لاندی ډول دي :
د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
Posted by dawat on October 10th, 2010ددعوت محترمو كاركوونكو ته سلامونه او احترامات وړاندي كوم
وروسته ستاسو دويب پاڼي له ښاغلو څخه ديوې پوښتني ځواب غواړم چي په لاندي ډول ده.
لكه څنګه چي په جنت كي ټولو نيكو مؤمينانو جنتياون ته حوري په نکاح كيږي نو د هغه ښځو لپاره چي په خپل ژوند كي يي ميړونه نه دي كړي او ياهم پيغلي مړي شويدي او بيا جنت ته ولاړي شي نو د هغوي لپاره څه شي شته چي ددوي نيكاح ورسره وشي؟
په درنښت
(سيد فيض الله (قريشي)
تفصیل »
ايران دې د حضرت عمر فاروق (رض) د قاتل ابولولو قبر ونړوي
Posted by dawat on October 10th, 2010ايران بايد د مسلمانانو د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د قاتل ابولولو قبر ونړوي .
د الازهر د علماؤ جبهې د ايران د ريس جمهور احمدی نژاد معاون حميد بقالی او د الازهر د شيخ احمد محمد الطيب تر منځ د ليدنې کتنې د لغو کولو استقبال وکړ .
همدارنګه د الاهز د علماؤ د جبهې ريس محمد البري غوښتنه وکړه تر څو چې ايران د مسلمانانو د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د قاتل “ابولولو” قبر ونه نړوي تر هغه به د ازهر مسؤلين د ایرانی مقامان سره دلينه ونه کړي .
دا په داسې حال کې ده چې الازهر اعلان وکړ چې د ازهر د شيخ او ایرانی مقاماتو ترمنځ ليدنه لغوه ده داځکه چې له يوې خوا د پروګرام او برنامو د پاره جدول ډک دي او له بلې خوا د هغوی د ليدنې درخواست شاته وغوځول شو .
د اسلامې معاشرې اصول
Posted by dawat on October 9th, 2010په دغه لاندې حديث شريف کې نبی کريم صلی الله عليه وسلم د اسلامې ټولنې يا معاشرې اصول په مختصر ډول داسې بيانوي :
عن أبي هريرة. قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم”لا تحاسدوا. ولا تناجشوا، ولا تباغضوا، ولا تدابروا، ولا يبع بعضكم على بيع بعض. وكونوا، عباد الله! إخوانا. المسلم أخو المسلم. لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره. التقوى ههنا” ويشير إلى صدره ثلاث مرات “بحسب امرئ من الشر أن يحقر أخاه المسلم. كل المسلم على المسلم حرام. دمه وماله وعرضه” (المسلم ۲۵۶۴ ) .
تفصیل »
د وخت قدر او زمونږ غفلت :
Posted by dawat on October 9th, 2010نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد فأعوذ بالله من الشيطن الرجيم ،بسم الله الرحمن الرحيم قال الله تعالی فی قرآنه المجيد وفرقانه الحميد :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 9 وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلاَ أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ 10 وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاء أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 11 (المنافقين 9-11 ) .
تفصیل »
د رضاعت ( تي رودلو ) حرمت کله ثابتيږي ؟
Posted by dawat on October 7th, 2010سلامونه اونیکی هیلی مو ومنی له هرڅه مخکی دان لاین لاسلامی لارښود ټولو درنو معززو مسوولینو اوکارکوونکوته ددغه نیک او اسلامی اقدام دورپه برخه شوی ویاړ مبارکی وایم.او دالله تعالی له درباره نه درته دعظیم اجرغوښتنه کوم .
قدرمنه یوه پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی راته راکړی.
پوښتنه:- که یوه ښځه په ناخبری سره یوماشوم ته تی (شیدی) ورکړی آیا دغه ماشوم ته دیادی شوی ښخی له لور سره واده کولی شی،یعنی دهغه لور ورته روا ده.
په اسلامی مینه اودرنښت – عبدالمتين حميدي
تفصیل »
د بريتانيا دريو مدرسو په خپلو زده کونکو نقاب اغوستل الزامې کړل
Posted by dawat on October 6th, 2010د اخبار جهان اسلام د خبري راپور او د المسلم په حواله : يوې انګليسی ورځپاڼې د يک شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بريتانيا کې موجود دريو مدرسو په خپلو زده کونکو د نقاب تړل الزامي کړل . 
دغه ورځپاڼه ليکي : د مجلس ډيرو نمايندګانو په دغه کار انتقاد وکړ او دا اقدام يې سياسي او د زده کونکو د دوماغ مينځلو او د هغوی له ټولنې نه د لري کولو پلان وباله .
تفصیل »
د اونۍ حديث شريف
Posted by dawat on October 6th, 2010اسلام د خپلولی په ساتلو ډير ټينګار کوي
Posted by dawat on October 5th, 2010په قرآنکريم کې د هغو کسانو ستاينه شوی ده کوم چې د خپلولی پالنه کوي
قوله تعالی : وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ (الرعد ۲۱ )
ژباړه : (د الله تعالی نيکان بنده ګان ) هغه کسان دي چې الله تعالی د کوم څيز د ساتلو امر ورته کړی دی
(خپلوي ساتل ) دوی هغه څيز ساتي (د خپلو خپلوانو حقونه پوره کوي ) .
د خپلولی ساتلو دينوي برکات :
تفصیل »
د مکې ساعت او د اسلام دوښمنو کينه (فارسي )
Posted by dawat on October 4th, 2010سنی نیوز: روز نامه “واشنگتن تایمز” که روزانه در پایتخت آمریکا به نشر میرسد مربوط به موسسه ارتباطات اخبار جهان و متعلق به گروه رسانه ای بین المللی اتحادیه کلیسا های ایالات متحده آمریکا می باشد.
این روزنامه در کشوری به نشر می رسد که شب و روز داد از دموکراسی و آزادی دینی و مدارا میان اتباع ادیان و حقوق انسان و احترام و همزیستی میان تمدن ها میزند! این اصطلاحاتی است که در ظاهر از آن استفاده میشود لیکن در واقع مصالح و منافع رسانه ها و سیاسیتهای دو رویۀ غرب را تأمین میکند.
این روزنامه در شماره ای که روز چهار شنبه 11 اگست 2010 به نشر رسید در سر مقاله خود در باره ساعت مکه مكه مكرمه چنین نوشت: “در اسلام وقتی وجود ندارد، این ساعت بزرگ نمادی است برای توسعه طلبی دینی“!!
خواننده عزیز! توجه داشته باشید این سر مقاله تحریک آمیز علیه اسلام بوده و بوی نفرت و دشمنی نسبت به اسلام و مسلمانان از آن می آید.
ما در نقاط زیر بطور مختصر به یاوه گویی های این سرمقاله اشاره می نماییم:
1- “این ساعت آن چنان که اعلان شده برای تعین وقت است نبوده بلکه برای گسترش دامنه اسلام گذاشته شده است. زیرا در بالای آن کلمه “الله اکبر” نوشته شده و چراغ های سفید و سبز آن روزانه پنج بار بخاطر تذکر دادن مردم به اوقات نماز روشن می گردد!!”
د يوه صحابي څو پوښتنې او د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ځوابونه
Posted by dawat on October 3rd, 2010۱- ای پيغمبره صلی الله عليه وسلم په کوم شی ګنا معاف کيدلی شي ؟ وي فرمايل : په اوښکو ،عاجزی او بيمارۍ سره .
۲- زه ستر عالم جوړيدل غواړمه ؟ وي فرمايل : تقوی غوره کړه عالم به جوړ شي .
تفصیل »
د نا فرمانه اولاد حل لاره
Posted by dawat on October 3rd, 2010جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً [1]
دحضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که د چا مور او پلار يا په دواړو کې د يو تن وفات وشي او اولاد په ژوند د هغوی نه عاق (نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی د پاره د خير او رحمت دعا کوي مغفرت او پخشش غواړي او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال نه بج کړي .
[1] شعب الاخبار للبیهقي
د والدينو د طرف نه تر صدقې ورکولو هغوی ته دعا کول غوره دي
Posted by dawat on October 3rd, 2010سوال : آيا د خبل مال څخه مې د خپلې مور د پاره صدقه ورکولای شم ؟ ايا ددې صدقې ثواب زما مور ته رسيږي ؟
ځواب : هو ، دا رواه ده چې سړی د خپل وفات شوی مور يا پلار د طرف نه صدقه ورکړي ،او د صدقې ثواب په چا پسې چې شوی وی رسيږي , دليل دا دی چه په صحيح بخاري کې روايت دی چې
تفصیل »
شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
Posted by dawat on October 2nd, 2010له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ
۱۔ شين پټګي په سرول په اسلام کي روا دي او کنه۔ څرنګه چي دعوتِ اسلامي والا دى ته زياته توجع ورکوي۔
ستاسو ورور احمد عابد
په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوالی (اختلاط )
Posted by dawat on October 2nd, 2010ښځه الله تعالی د نفقي د درانه مسئولیت څخه معاف کړی ده قوله تعالی :الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (النساء ۳۴ ) .
ژباړه : نارينه پر ښځو مسلط او اداره چيان دي له دې امله چې الله د هغوی ځنو ته پر ځنې نورو فضيلت ورکړی او له دې کبله چې نارينه خپل مالونه لګوي .
له دې آیت شريف څخه څرګنده شوه چې انفاق د نارينوو دنده ده يعنی د کورد اهل عيال د پاره به نارينه نفقه پيداکوي او پر هغوی به انفاق کوي دغه انفاق د ښځو دنده او مسئوليت نه دي .
نو هيڅ څوک هم ښځه د کور څخه د باندې په کار کولو نشی مجبورولای او نه هم د ښځې د پاره د کور څخه د باندې کار کول مناسب دي .
څرنګه له قرآن څخه دفاع وکړو؟
Posted by dawat on September 30th, 2010څرنګه له قرآن څخه دفاع وکړو؟
د الله كتاب د امريكايانو په اور كې
څرنګه چې خبر يو، په وروستيو كې د امريكا په فلوريدا ايالت كې يوې كليسا له نړيوالو څخه وغوښتل تر څو د اسلام د خپراوي په وړاندې د احتجاج په پلمه، د سپتمبر يولسمه نيټه د قرآن كريم د سوزونې په نړيواله ورځ ونوموي او په همدي كليسا كې قرآن كريم وسوزوي. د کليسا دا اعلان څه نوې خبره نده بلكه دا د لويديځ د هغو تاريخي دښمنيو د لړۍ بله كړۍ ده چې له اوږدې مودې يې په زړه کې لري او وخت په وخت يې څرګندوي. د سلمان رشدي شيطاني آيتونه، په فرانسه او هالنډ كې پر اسلامي حجاب بنديز، په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې ناوړه تورونه، د قرآن پر ضد كمپاينونه، مسلمانان په ترهګرۍ تورنول او د فاشيستانو نوم وركول، د پيغمبر صلی الله عليه وسلم كاريكاتورونه ويستل او د هغو سيالۍ اعلانول، د هالنډي سياستوال- ويلدرز فتنه، د جوماتونو په منارو بنديز، د پاپ له لوري پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته سپكاوى، په ګوانتانامو كې د قرآن كريم بې حرمتي، د الله كتاب په ګوليو ويشتل… دا هر څه د دوى د هغې سترې دښمنۍ كوچنۍ نمونې دي چې قرآن يې موږ ته داسې بيانوي: قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ (ال عمران 118) (له خبرو څخه يې کينه څرګنده شوه خو هغه كينه چې په زړونو کې يې پټوي ډېره لويه ده.)
د لوڼو او خوندو د تربيت فضيلت
Posted by dawat on September 29th, 2010رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ کانت له ابنتان فَأَحْسَنَ إِلَيْهِما كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنْ النَّارِ»[1]
« څوک چې دوې لورګانې ولري او په ښه او نيکه توګه له هغوی سره سلوک وکړي ، شي به د دوی د پاره د دوزخ مانع .»
همدارنګه که څوک د خپلو خوندو ، عمه ګانو ، خاله ګانو سره ښه سلوک وکړي د دوزخ مانع ګرځي ،ځکه مسلمان چې کله دغه نيک کارونه د الله تعالی د رضا د پاره تر سره کړي د دوزخ څخه د نجات سبب ګرځي ، د دوزخ څخه د نجات او جنت ته د تګ د پاره ډیر اسباب وجود لري مسلمان بايد د جنت د تګ او دوزخ څخه د نجات د پاره ډیر اسباب برابر کړي ( علماء البلد الحرام مجموع فتاوای او مقالات متنوعة 4/375 ) .
واټیکان خبردارئ ورکړ چې ډير ژر به په اروپا کې مسلمانان په اکثريت بدل شي
Posted by dawat on September 28th, 2010د اخبار جهان اسلام د راپور او د مفکرة الاسلام په حواله : د واتيکان د کليسا يو
مسئول وويل : لازمه ده ايټالويان ډير ځامن وږوي ځکه د اصلی ايتالويانو شميره اوس مخ پر کميدو ده او په مقابل کې د مسلمانانو د نوي نسل د پيدا يښ شميره مخ پر زياتيدو ده .
دا کار به ددی عامل شي چې په راتلونکو څو نسلونو کې به د مسلمانانو شميره په اکثريت بدل شي .
180 امريکايی ښځې او سړی د اسلام په مقدس دين مشرف شول
Posted by dawat on September 28th, 2010180 امريکايی سړي او ښځې د قرآنکريم د سيزلو اقدام او په نيوراک د اسلامې مرکز د جوړيدو پر ضد اعتراضو په جريان کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول . تفصیل »
يو ډاکتر او 8 چينايي انجنيران مسلمان شول
Posted by dawat on September 19th, 2010يو ډاکتر او 8 چينايي انجنيران مسلمان شول
له سعودي عربستان څخه د سنی نيوز خبرنګار په حواله يو ډاکتر او 8 انجنيران چې د يو چينايې شرکت کارکونکی وو کوم چې په حرمينو کې د مشاعر مقدس قطار جوړونې پروژې کار پر غاړه لري مسلمان شول کوم محفل چې د فودوس جومات د اوسيدونکو او دعوت او ارشاد لخوا په همدې مناسبت جوړشوی ؤ دغه کسانو خپل اسلام اعلان کړ. 
په دغه محفل کې شیخ “سامی محیمید” خبرې وکړې او د دغو مسلمانانو وروڼو د اسلام راوړلو استقبال يې وکړ وروسته شیخ “زید آل عبدالله” د دعوت او ارشاد د دفتر له مسؤلینو او “حجب عصیمی” د دعوت او ارشاد په نمایندگۍ خبرې وکړې په آخر کې په میلمنو باندې کيمتي تحفي وويشل شوې .
ويل کيږي چې د نوموړی شرکت له کارکونکو څخه کوم چې د حرمينو د قطار جوړونې پروژې مسئوليت پر غاړه لري تر اوسه پورې 1500 کسان مسلمانان شوی دي .
او ددی انتظار کيږي چې د دغه چنايي شرکت له 5000 زيات کارکونکي اسلام ته دعوت شي . تفصیل »
د حج لارښود (کتاب)
Posted by dawat on September 16th, 2010
الحمد لله وحده لا شريک له والصلوة والسلام علی محمد رسول الله من لا نبي بعده .



وروستۍ تبصرې