۱- کله چې په کوهي کې انسان يا هغه حيوانات چې غوښې يې خوړل کيږي ولويږي او په بدن يې څه نجاست نه وي او د کوهي څخه ژوندي وخيږي اوبه نه ورباندې مرداريږي .

۲- د خنځير په لوېدو سره همدارنګه د سپي په لاړو سره کوهي مردارېږي .

۳- کله چې په کوهي کې انسان ، سپی ، غوا او نور هغه حيواناتو چې د نوموړو سره په جسامت کې يو شان وي وليږي او مړه شي د کوهي اوبه نجسې ګرځي کوهي هغه وخت پاکيږي چې ټولې اوبه ورڅخه ويستل شي کچېرې د کوهي خالي کول ممکن نه وي دوه سوه سلواغې اوبه به ځنې وباسي .

۴- کله چې په کوهي کې د متوسط جسامت حيوانات لکه : پشی ، چرګه ، کوتره او نور په چاه کې ولوېږي او مړه شي څلويښت سلواغې واجب او پنځوس سلواغې مسحب دي . مګر که نومړي حيوانات په چا کې ټوټې او وراسته شوي وي ټولې اوبه به باسي .

او که د ټولو اوبو ايستلو امکان نه وي دوه سوه سلواغې يا ډولچې اوبه به ځنې باسي .

۵- کچېرې د کوچني جسامت حيوانات لکه : موږک ، مرغۍ او نور په چاه کې ولوېږي او مړه شي شل سلواغې اوبه ايستل واجب او دېرش سلواغي مستحب دي مګر که نومړي حيوانات په چاه کې ټوټې او وراسته شوي وي ټولې اوبه به باسي .

۶- په کوچني کوهي کې د غليظه نجاست په لوېدو سره د کوهي اوبه نجس ګرځي که څه هم يو څاڅکی وي لکه : وينه ، شراب ، مواد غايطه او ميتيازې .

۷- که په کوهي کې هغه حشرات چې وينه نلري لکه : مچ مچۍ او مړه شي اوبه نه نجسيږي همدارنګه که په اوبو کې بحري حيوانات لکه : ماهی او نور مړه شي اوبه نه ورباندې نجس کيږي .

۸- که په کوهي کې د اوښ لږ پچې يا د مرغۍ او کوترې ميتيازې ولويږي اوبه نه مرداروي .

د لمونځونو را ګرځول :

په اسلامې شريعت کې اوبه هغه وخت مردارې بلل کيږي چې کله په اوبو کې نجاست ولويږي او خپل طبعي خاصيلت له لاسه ورکړي يعنې رنګ ، خوند او بوی يا خوند او بوی يي بدل شي نو دغه اوبه ناپکې بلل کيږي عالمګيري او درالمختار ليکي :

و يتغير احد اوصافه من لون او طعم او ريح ينجس الکثير و اما القليل ينجس و ان لم يتغير ( درالمختار ج ۱ ص ۱۷ ، عالمګيري ج ۱ ص ۱۶) ) .

د کوهي د ناپکوالي معلوميدو نه مخکې چې کومې اوبه ايستل شوي دي پاکې دي په هغه باندې اودس او لمونځ کول درست دي ، کچېرې حيوان پړسيدلی او رژېدلی وي د دريو شپو او ورځو لمونځونه به ګرځوي .

که په چاه کې د کوم حيوان يا بل څه د لوېدلو اثار او نښانې نه وي مګر اوبه مرداری شي بوی يا خوند يي تغير شي  نو همغه وخت مردارې بلل کيږي ( کله چې سړی پوه شي چې دا اوبه مردارې دي ) د پخوا وخت اودس ،غسل ، لمونځ را ګرځيدلو ته ضرورت نشته .

و وجود حيوان ميت فيها ينجسها من يوم و ليلة الخ ( مراقي الفلاح ) قيد بلحيوان لان غيره من النجاسات لا يتاتي التفصيل ( ای التفصيل من الفسخ و عدمه ) … بل ينجسها من وقت الوجدان فقط ( حاشيه طحطاوي ص ۲۳ ) .

و يحکم نجاستها مغلظة من وقت الوقوع ان يعلم فلا يلزمهم شی ءً قبله (درالمختار ج ۱ ص ۲۰۳،۲۰۲ ) .

مګر که موږک او پشی لوېدلې وي مړه شوي وي ټوټې او وراسته شوی نه وي د يوې شپې او ورځې لمونځونه به ګرځوي او کومې جامې چې په هغه اوبو مينځل شوی وي هغه به له سره ووينځي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email