اوبه :

اول قسم مطلق پاکی اوبه : هغه اوبه دي چې هم خپله پاکې وي او هم پاک کوونکي وي او د ابو طبعي حالت (بوی ، رنګ او خوند ) تغير شوی نه وي لکه : د باران اوبه ، د چنې اوبه ، د کوهي اوبه ، د ويالې او درياب اوبه ….

الف ) : د اوبو سره د پاک شي کډيدل : کچېرې د اوبو سره پاک څيز ګډ شي لکه خاوره ، د ونو پاڼې او نور د امام ابوحنيفه په نزد په دې شرط په هغه باندې طهارت کول جايز دي چې خوند يې تغير شوی نه وي او کډ شوی شي په اوبو باندې غالب نه وي .

ب ) : کومې اوبه يا پاک مايعات : چې د پاڼو ، ميوه جاتو او ګلانو څخه نښزېځل شوي وي اوبه پاکي دي لکن اودس او غسل کول ورباندې جايز نه دي .

دوهم : مستعملې اوبه : هغه اوبه چې په هغه باندې اودس اوغسل شوی وي پاکې دي لکن اودس او غسل کول ورباندې جايز نه دي .

دريم قسم : نجسې اوبه : هغه اوبه دي چې په هغه کې نجاست لوېدلی وي د اوبو کوم يو صفت لکه : رنګ ، بوی او خوند تغير شوي وي داسې اوبه نه خپله پاکی دي او نه هم په هغه باندې طهارت کول جايز دي .

د پسخوردې حکم :

پسخورده هغه پاتې اوبه ته وايي چې د کوم لوښي او حوض څخه انسان او حيوان څښلې وي .

اول قسم پاک : په اتفاق د فقهاؤ د انسان ، غوښې خوړونکو حيواناتو لکه : اوښ ، غوا ، پسه ، وزه او آس پسخورده پاکه ده په هغه باندې طهارت بغير له کراهيته جايز دی .

دوهم قسم مکروه :

د کومو اوبو څخه چې پشۍ ، د باندې ګرځېدونکي چرګې او هغه پاک حيوانات (اوښ ، غوا ) چې په کوچو کې ګرځي پاک او نا پاک شيان خوري په هغه باندې طهارت کول مکروه تنزهي دی .

دريم قسم مشکوله : د خره او قچر پسخورده مشکوله ده .

څلورم قسم مرداره : د سپي ، خنزير ، او څېرونکو حيواناتو لکه : زمری ، پړانګ ، لېوه پسخورده نجسه ده .

اوبه څه وخت نجسې ګرځي ؟

کچېرې په لږو اوبو کې نجاست ولويږي مثلاً يو ډنډ يا حوض چې د لس په لس ګزه څخه مساحت کم وي که څه هم ظاهراً پاک ښکاري دا اوبه نجسي دي مګر که حوض لس په لس ګزه څخه زيات يا دومره لوی وي چې سر کې څه ولويږي بل سر يې حرکت نه کوي نو کچېرې د داسې حوض په يو سر کې نجاست وي مګر د اوبو اصافو تغير نه وي کړی پر داسې اوبو باندې طهارت صحي دی .

کچېرې په جاري اوبو کې نجاست ولوېږي څو پورې چې د اوبو اوصاف تغير نه وي نه مردارېږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email