تعريف :

طهارت په لغت کې په ظاهري شکل نظافت او پاکی ته وايي او په معنوي شکل د ګناهونو څخه پاک والي ته وايي . په شريعت کې طهارت د حقيقي نا پاکی (نجاست او پليتی ) او حکمي ناپاکی ( بې اودسی او جنابت ) څخه پاک والي ته وايي .

طهارت حقيقي څو قسمه دی لکه : د بدن ، جامې او ځای پاک والی له نجاست څخه .

طهارت حکمي دوه ډوله دی کبری (لوی ) چې غسل دی او صغری (کوچنی ) چې اودس کول دي .

پس طهارت عبارت دی د نجاست له پاکولو ، غسل ، اودس او تيمم څخه .

د طهارت اهميت :

طهارت که حقيقي وي يا حکمي په اسلامي شريعت کې زيات اهميت لري يو دا چې طهارت د لمانځه د صحت او قبوليت د پاره شرط دی او بل د طهارت د حاصلولو په وجه د امراضو او ناروغيو مخنوی کيږي الله سبحانه وتعالی پاک کوونکي خوښوي او فرمايي :

[إن الله يحب التوابين ويحب المتطهرين] (البقرة:۲۲۲)

يعنې : يقيناً الله تعالی توبه کوونکي او پاک کوونکي خوښوي .

د طهارت د وجوب شرطونه :

۱- اسلام : په کافر باندې طهارت واجب نه دی .

۲- عقل : په ليوني باندې طهارت واجب نه دی .

۳- بلوغ : په نا بالغ باندې طهارت واجب نه دی .

۴- په حائضه او نفاسه ښځه باندې طهارت واجب نه دی .

۵- د خوب پر مهال طهارت واجب نه دی .

۶- د اوبو يا خاورې د نه موجوديت په صورت کې طهارت واجب نه دی .

۷- د طهارت کولو څخه د معذور کېدو په صورت کې طهارت واجب نه دی .

دا چې طهارت د ابو په وسيله حاصليږي نو بايد چې پاکي او نا پاکې اوبه وپيژنو .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email