د طهارت او لمانځه د احکامو لړۍ

د احنافو لمونځ د قرآن او سنتو په رڼا کې

د طهارت او لمانځه د احکامو معتبره او نادره مجموعه

اوس عصر کې ځينې داسې کسان پيدا شوي دي چې د خير القرون (۸۰ هجري ) د زماني تابعينو ، ائمه کرامو پسې هم خبرې کوي او د اسلامي امت د اهل سنت او جماعت (څلور فقهي مذاهب) چې د خير القرون څخه تر نن پورې څوارلس پېړۍ په همدې باندې د امت اجماع ده نيوکه کوي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ (ترمذي(رقم2167). باسناد صحيح.

يعنې : يقيناً چې الله تعالی زما امت – امت محمد صلی الله عليه وسلم په ګمراهۍ سره نشي جمع کيدلای او د الله مرسته او مدد له جماعت سره دی .

هغوی مذهب ، تقليد او بل فقهي او په دين پوه کس په رايه باندې عمل کول نه مني حال دا چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : لله جل جلا له فرمايي : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

يعنې کوم خلک چې د دين په احکامو نه پوهيږي هغوی به د دين د پوهانو نه پوښتنه کوي او نا پوهانو باندې دا واجبه ده چې د پوهانو په لارښونه عمل وکړي چې د بل په لارښونه باندې عمل کولو ته تقليد وايي .

نو د دغه روانې لړۍ له خپرولو څخه هدف دا دی :

۱- د حنفي فقه لمونځ د قرآن او سنتو په رڼا کې مکمل بيان شوی دی او د هر رکن ، حکم او عمل شرعي نص ذکر شوی دی .

۲- دا د طهارت (نجاست پيژندلو ، اودس ، غسل او تيمم ) او د لمانځه د احکامو معتبره او نادره مجموعه ده چې تر دې مهال په پښتو ژبه کې په دې شان مطالب ندي خپاره شوي نو هر مسلمان نارينه او ښځې ته پکار دي چې دغه پرله پسې لړۍ تعقيب کړي او د خپل طهارت او لمانځه کولو په پوره والي کې کوښښ وکړي .

۳- مسلمانان بايد دې ته ښه متوجه شي چې په دين کې لمونځ داسې دی لکه د انسان په بدن کې سر که سر نه وي انسان ژوند نشي کولای همداسې که لمونځ خراب شو د انسان د دنيا او آخرت ژوند برباد دی او هغه کاميابۍ نشي موندلای او کچېرې د چا لمونځ سم شو د هغه نور اعمال به هم سميږي ، د قيامت په ورځ لومړي حساب د لمانځه دی که د چا لمونځ سم شو نور حساب به يې د لمانځه له مخې حسابيږي .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً