په سړي باندې د ذوی الارحام نفقه واجب ده لکه : خويندې ، وروڼه ، عمه ګانې ، خاله ګاڼې او نور په دليل د قول د الله سبحانه وتعالی :[وآتِ ذا القربى حقه] (الإسراء:۲۶/۱۷).

او فرمايي :[واعبدوا الله ولا تشركوا به شيئاً، وبالوالدين إحساناً، وبذي القربى] (النساء:۳۶/۴)

ژباړه : او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ او خپلوانو سره .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «يد المعطي العليا، وابدأ بمن تعول، أمَّك وأباك، وأختك وأخاك، ثم أدناك أدناك» (النسائي و دار قطني) .

يعنې : د انفاق کوونکي لاس لوړ او پورته دی ، پيل د هغو څخه وکړه چې نفقه يې ستا په غاړه ده ، مور ستا او پلار ستا او خور ستا او ورور ستا او بيا هغه چې په نسب کې درته لنډ وي (نږدې خپلوان ) .

نو د پورته دلائلو په رڼا کې د ذوی ارحامو نفقه په هغه صورت کې چې نا توانه وي پر سړي واجب ده ذوی الارحام د احنافو په نزد عبارت له :ورور ، خور ، عمه ، خاله ، ماما ، د ورور زوی او د خور زوی .

أن النفقة تجب لكل ذي رحم محرم كالعم والأخ وابن الأخ والعمة والخالة والخال، ولا تجب لغير ذي رحم محرم كابن العم وبنت العم، ولا لمحرم غير ذي رحم كالأخ رضاعاً (فقه الاسلامي وادله )

د خپلوانو د نفقې د وجوب شرايط :

۱- دا چې ذوی الارحام خپلوان فًیر او د کسب څخه عاجر وي ، مثلاً يا صغير وي ، يا ناروغ وي ، يا معيوب وي او يا د کسب او کار توان نلري د زيات سن وي .

۲- دا چې دين يې يو وي (مسلمان وي ) په غير مسلم خپل باندې انفاق کول واجب نه دي .

۳- دا چې انفاق کوونکی موسر وي که چېرې هغه معسر وي پر هغه باندې د خپلوانو نفقه واجب نه ده .

موسراً د امام ابويوسف په نزد د نصاب مالک کيدل دي چې عبارت له شل مثقاله سره زر او دوه سوه درهمه سپين زر دي .

او د امام محمد په نزد موسراً هغه کس ته وايي چې د هغه سره د خپل اهل عيال د نفقې علاوه د يوې مياشتې نفقه موجوده وي .

(فقه الاسلامي وادله ،حاشية ابن عابدين: ۹۳۷/۲، فتح القدير: ۳۵۴/۳).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email