د والدين (مور او پلار ) يا تر هغه پورته نیکه او نيا نفقه پر خپل اولاد باندې واجب ده په دليل د دغه قول د الله سبحانه وتعالی :[وقضى ربك ألا تعبدوا إلا إياه وبالوالدين إحساناً] (الإسراء:۲۳/۱۷) .

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ

د احسان څخه مطلب دا دی چې د حاجت په وخت کې پر هغوی باندې انفاق وشي لکه چې الله تعالی فرمايي :[وصاحبهما في الدنيا معروفاً] (لقمان:۱۵/۳۱) .

د معروف څخه مطلب پر هغوی باندې انفاق کول دي که څه مسلمان نه وي او معروف او ښېګنه دا نه ده چې اولاد په ښه ژوند او عيش کې ژوند کوي او والدين په فقر او تنګی کې .

رسول الله عليه وسلم فرمايي :
رسول صلّى الله عليه وسلم فرمايلي : «إن أطيب ما أكلتم من كسبكم، وإن أولادكم من كسبكم….» (رواه أصحاب السنن الأربعة)

ژباړه : يقيناً پاک (رزق ) هغه دی چې تاسې او ستاسې اولادونه يې د تاسې د کسب او ګټې څخه خورئ .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (ترمذی ۱۸۹۹-، البزار ۲۳۹۴ او حاکم).

يعنې :د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

د والدين د نفقې د وجوب شرطونه :

۱- دا چې والدين فقير وي يا له کار او کسب څخه عاجز وي مګر د امام ابوحنيفه او امام شافعي په نزد که چېرې په نفقه باندې قادر هم وي نفقه پر اولاد واجبه ده ځکه چې دا د والدين سره احسان دی او هغوی په کسب باندې مجبورل د هغوی کړول دي او هغوی ته د ضرر رسول دي .

۲- دا چې د والدين په نفقه کولو قادر وي او د خپل اولاد د نفقې څخه اضافه توان ولري په دليل د دغه حديث شريف :

: «إذا كان أحدكم فقيراً فليبدأ بنفسه، فإن فضل فعلى عياله، فإن كان فضل فعلى قرابته»

ژباړه : که د تاسې څخه څوک فقير وي نو د ځان څخه يې پيل کړئ بيا څه درڅخه زيات شول په عيال انفاق کوئ او که د هغه څخه څه در څخه زيات شول پخلوانو انفاق کوئ .

۳- دا چې انفاق کوونکی د هغوی وارث وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email