اول ، د ښځې نفقه :

د ښځې نفقه د هغې پر خاوند باندې واجب ده ،لقوله سبحانه وتعالی:[ وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف ] (البقرة:۲۳۳) .

يعنې: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل : [لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله ] (الطلاق:۷) .

يعنې : توانا خاوند ښايي د خپل توان په اندازه نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه ، نو د هغه څه نه چې الله (جل جلا له) ورکړي دي نفقه دي وکړي .

خپل اهل عيال ته د نفقې برابرولو فضيلت :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم) .

يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له  په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .

بل حديث کې راغلي : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:۵۵)

ابن مسعود رضی الله عنه  وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي .

د ښځې د نفقې د وجوب شرطونه :

۱- دا چې ښځه خپل نفس خاوند ته تسليم کړي او د هغې سره دخول کولای شي ، که د خاوند اجازه وي چې هغه د خپلو والدينو کره ووسي بيا هم نفقه پر خاوند واجب ده مګر که والدين د هغه ښځه منع کوي چې خاوند سره ووسي يا خپله ددې خوښه نه وي په دې صورت کې پر ميړه باندې نفقه نشته .

۲- دا چې ښځه لويه وي صغير نه وي جماع ورسره کېدای شي ځکه نفقه د استمتاع په تمکين سره واجبيږي .

۳- دا چې ښځه په نکاح صحيح شرعي نکاح شوی وي .

۴- دا چې د خاوند حق يې نه وي تلف کړی فاحشه او سرکشه نه وي کچېرې هغه ناشزه (سرکشه ) وي نو بيا يې پر خاوند نفقه نشته .

د سرکشي صورتونه دا دي : چې پر خپل سر له کوره وځي او چېرې چې خوښه وي هلته بې ضرورت چکر وهي ، له بيګانه خلکو سره عشق بازي کوي ، يا خپل خاوند له کور څخه منع کوي يا د هغه سره پرته له شرعي عذر جماع نه کوي نو په داسې ښځه د خاوند نفقه واجب نه ده .

د ښځې د نفقې کيفيت :

د ښځې نفقه عبارت له خوراک ، څښاک ، جامه د اوسيدو ځای

د ښځې خوراک او څښاک به په قدر د کفايت او ضرورت او حاجت وي .

د خوراک او څښاک اندازه د همغه ښار د خلکو د عرف او رواج موافق په قدر د وس او توان وي .

اکسوة (لباس او جامه ) :

د ښځې د لباس او جامې برابرول پر خاوند فرض دي په دليل د دغه قول د الله سبحانه وتعالی : {وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف} [البقرة:233/2]

او د ماشوم پلار به هغوی ته (ماشوم او د ماشوم مور ) په ښه شان خواړه او جامه برابروي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف».

يعنې : او د ښځو پر تاسې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان خواړه او جامه برابروئ .

ښځې ته حد اقل د چادرۍ يا حجاب ، قميص ، پرتوګ او ټکري برابرول په کال دوه ځله فرض دي او همدارنګه د ګرمۍ او يخني د موسم ضروري جامې برابرول فرض دي او د وس موافق اسلامي شريعت په ښه شان د جامې برابرولو حکم کړی دی .

وأقل ما يجب من الكسوة قميص (ثوب مخيط يستر جميع البدن) وسراويل (وهو ثوب مخيط يستر أسفل البدن ويصون العورة) وخمار أو مقنعة (وهو ما يغطى به الرأس) ومداس أو مِكْعَب (وهو مداس الرجل من نعل أو غيره).
ويجب لها الكسوة في كل سنة مرتين: صيفية وشتوية، لتجدد الحاجة في الحر والبرد، وتكون كسوة الشتاء والصيف بما يناسبها بالاتفاق من غِطاء ووطاء في الشتاء بما يناسب، والصيف بما يناسبه بحسب العرف والعادة (فقه اسلامي وادله ) .

المسکن ( د اوسيدو ځای ) :

الله جل جلا له  فرمايي : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.

يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

مسکن به عبارت وي له :

۱- د خاوند د مالي توان سره به سم وي .

۲- د مسکن څخه عبارت مستقل ځای دی چې د ميړه اقارب په هغه کې څه شرکت ونه لري او يوازې ښځې ته خاص وي حد اقل يو اطاق چې ور او قفل ولري ، بيت الخلاء او د پخولو ځای يا آشپزخانه ، که اقتصادي مشکل وي د شريک بيت الخلاء او آشپزخانې څخه هم کار اخيستی شي ، مګر اتاق به بالکل مستقل وي .

لكن المقصود بالسكن عند الفقهاء ، يتحقق بغرفة لها باب وقفل ، مع كنيف (بيت الخلاء) ومطبخ ، إلا أن يكونوا من الفقراء الذي يرضون بالاشتراك في المطبخ وبيت الخلاء .
قال ابن عابدين في حاشيته (3/600) : (( قوله وبيت منفرد ) أي ما يبات فيه ; وهو محل منفرد معين … والظاهر أن المراد بالمنفرد ما كان مختصا بها ليس فيه ما يشاركها به أحد من أهل الدار ( قوله له غَلَق ) بالتحريك : ما يغلق ويفتح بالمفتاح … ( قوله ومفاده لزوم كنيف ومطبخ ) أي بيت الخلاء وموضع الطبخ بأن يكونا داخل البيت أو في الدار ، لا يشاركها فيهما أحد من أهل الدار .

۳- د جمهورو فقهاؤ په نزد د ښځې اتاق به فرش لرونکي وي لکه : د اتاق فرش ، د څملاستو بستره ، دوشکه ، بالشت د خوراک ، څښاک او پخولو ضروري لوښي او سامان لکه : منقل ، ديګ ، قاسې ، غوري ، چمچې ، ګوزه ، جګ او داسې نور ضروري سامان همدارنګه د جامو مينځلو سامان ځکه چې ددې سامان بغير ژوند نه کيږي .

أن يكون المسكن مؤثثاً مفروشاً في رأي الجمهور بأن يشتمل على مفروشات النوم من فراش ولحاف ووسادة، وأدوات المطبخ من آلات الأكل والشرب والطبخ من قِدْر (آلة الطبخ) وقَصْعة (آلة أكل) وكوز (إبريق) وجَرَّة (آلة شرب) ونحوها بحسب العادة مما لا غنى لها عنه كمغرفة،وما تغسل فيه ثيابها وأدوات الإضاءة؛ لأن المعيشة لا تتم بدون المذكور، فكان من المعاشرة بالمعروف( فقه الاسلامي وادله ) .

د ښځې درملنه کول :

د ښځې درملنه کول په خاوند باندې داسې واجب ده لکه نفقه ځکه چې دا يو ضرورت دی .

جاء في فقه الاسلامي وادله :
فإني أرى وجوب نفقة الدواء على الزوج كغيرها من النفقات الضرورية، ومثل وجوب نفقة الدواء اللازم للولد على الوالد بالإجماع،

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email