اسلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاتہ
زہ یومستري یم ٹولہ ورځ می د کار کالی اغوستی وي او پہ ھفتہ کی یو وار دغہ کالی مينځم نو کہ زہ پہ دغہ کالولمونځ کوم نوزما لمانزہ تہ خوبہ کم نقصان نہ رسیگی
دجواب پہ ھیلہ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين والصلاة و السلام علی سيد المرسلين علی اله وصحابه اجمعين

د کار په ککړو جامه او کاليو کې لمونځ کول صحي کيږي مګر د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول مکروه دي ځکه الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی چې تاسې لمانځه ته ښې او پاکې جامې واغوندئ ، لقوله سبحانه وتعالی : :[خذوا زينتكم عند كل مسجد](الأعراف۳۱) .

بل دا چې په اوس عصر کې د کار جامه اکثراً دريشي وي په دریشي کې لمونځ کول مکروه دي ځکه په دريشی کې يوازې پرتوګ وي د عورت لوړې ژورې برخې څرګنديږي .

په دليل د دغه حديث شريف :ابی سعيد الخدري روايت کوي: « نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم عَنِ اشْتِمَالِ الصَّمَّاءِ، وَأَنْ يَحْتَبِيَ الرَّجُلُ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ…» (بخارى:۳۶۷)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسې جامې اغوستلو څخه منع فرمايلي چې سړی په جامه کې داسې ځان وپيچي چې لاس اېستل ورنه مشکل وي ، او احتباء چې سړی په يو جامه کې لمونځ کوي منع فرمايلې .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email