احداد په لغت کې د سينګار پرېښودلو ته وايي او په اصطلاح کې د محدود وخت د پاره د خوشبوهي او د بدن د زينت ترک کولو ته وايي . مګر د کور په نظافت او پاکی لکه : فرش ، ميز ، چوکۍ د کور سامان او د ښځې څملاستل په کټ باندې باک نلري .

د ښځې چې خاوند وفات شي څلور مياشتې او لس ورځې به احداد (سينګار ) نه کوي .

همدارنګه ښځه به د پلار ، ورور او نور محرمو په مرګ باندې دری ورځې احداد ترک کوي او د دريو ورځو وروسته حرام دي مګر دا چې خاوند يې وفات شوی وي په دليل د دغه حديث :: «لا يحل لامرأة مسلمة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد فوق ثلاث، إلا على زوجها أربعة أشهر وعشراً» (رواه البخاري ومسلم).

ژباړه : د مسلمانې ښځې د پاره چې پر الله تعالی او ورځ د آخرت ايمان لري روا نه دي چې د دريو ورځو زيات سينګار ترک کړي مګر دا چې خاوند يې وفات شوی وي ( د خاوند د غمرازۍ لپاره بايد) څلور مياشتې او لس ورځې (سينګار ترک کړي ) .

همدارنګه د طلاق بائن او ثلاثه د عدت په وخت کې به احداد نه کوي .

(الوسوعة الفقهية ، فقه الاسلامي وادله / وهبة زحيلي ) .

په سينګار کې د کومو شيانو ترک کول لازم دي ؟

۱- د زېوراتو اچول (لکه : غاړه کۍ ، ګوتې ، چهارګل ، لشتۍ ) هغه که د سرو زرو وي يا د سپينو همدارنګه د ورېښمو جامې اغوستل که څه هم رنګ يې تور وي حرام دي .

۲- د خوشبوهۍ وهل .

۳- د ويښتانو غوړول .

۴- د سترګو تورول مګر فقهاء کرامو د ضرورت لپاره د رنجو استعمال ته اجازت ورکړی دی .

۵- د نکريزو استعمال همدارنګه د تور رنګ استعمال .

۶- د شوخ رنګ جامې اغوستل مثلاً سور يا زيړ رنګ په دليل د دغه حديث شريف :
أم سَلَمة عن النبي صلّى الله عليه وسلم قال: «المتوفى عنها زوجها: لا تَلْبَس المُعَصْفر من الثياب، ولا الممشَّقة ».

همدارنګه أم عطيه وايي :«كنا نُنهى أن نحدَّ على ميت فوق ثلاث إلا على زوج أربعة أشهروعشراً، ولا نكتحل، ولا نتطيب، ولا نلْبَس ثوباً مصبوغاً إلا ثوب عَصْب» (رواه البخاري ومسلم) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ د پاره د دريو ورځو زياته غمرازي منع کړې وه مګر هغه ښځه چې خاوند يې وفات شوی وي بايد څلور مياشتې او لس ورځې د هغه په غم کېنې ، په هغه ورځو کې به خوشبويي ، رانجه ، د شوخ رنګ جامې مګر دا چې د عصب جامه وي ( يو ډول يمني لباس وو ) .

مګر د ښځې د پاره د ضرورت په وخت کې پورته منع شوي شيان مباح دي ځکه چې ضروريات ، حرام څيزونه مباح کوي ؛ لأن الضرورات تبيح المحظورات.

د تور لباس اغوستل د څلورو مذاهبو په اتفاق جايز دي ،
د جمهورو په نزد د کور داخلي حمام ته ننوتل ، د سر مينځل په صابون او نورو ، د نوکانو پرې کول ، د شرمګاه او د تخرګ د ويښتانو لرې کول باک نلري .

که چا قصداً احداد (سينګار ) ترک نه کړ هغې د الله تعالی د حکم څخه سرغړونه وکړه .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email