د مولود شريف په ورځ روژه نيول څه حکم لري ؟

زما پوښتنه خو داسی ده چې د مولود شریف په ورځ د روژی نیول ځنګه کار دی

کريم الله نعيمي – خوست

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی سيد المرسلين علی آله وصحابه اجمعين

په ځنو ورځو کې روژه نيول مستحب او سنت دي په دې شرط چې هغه ورځې د داسې ورځو سره برابرې نشي چې په هغو ورځو کې روژه نيول منع وي لکه :د اخترونو ورځې ، د جمعې ورځ او د رمضان څخه مخکې ورځ .

هغه ورځې چې په هغو کې روژه نيول سنت او مستحب دي دا دي : د عاشورا ورځ ، د ذوالحجې لس ورځې ، د عرفات ورځ ، د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې ورځ او په هره مياشت کې دري البيض روژې ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ تاريخ باندې نيول کيږي او د شوال د مياشتې شپږ روژې چې دا روژې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم نيولي او د ده مبارک فعل وو .

د ميلاد په ورځ روژه نيول مستحب نه ده ځکه :

اول : دا چې د دوشنبې ورځ د ميلاد شريف سره موافقت نه کوي .

دوهم : کيدای شي کله د ميلاد ورځ د جمعې ، عيد او داسې ورځې سره سمون وخوري چې په هغه کې روژه نيول مکروه وي .

د اکثرو فقهاؤ رايه دا ده چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوشنبې ورځ روژه په لاندې دلائلو نيوله .

۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل چې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ الله تعالی ته اعمال پيش کيږي نو زه دا خوښوم چې زما اعمال په داسې حال پيش کړ شي چې زه روژه وم (روا الترمذې و حسنه ) .

۲- جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې په کومه ورځ پيدا شوی وو په هغه ورځ مبعوث شوی هم وو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د ولادت او مبعوث کېدو د شکرانې په وجه روژه نيوله ( رواه المسلم ) .

نو که څوک غواړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ولادت او رسالت د شکرانې په وجه عبادت وکړي ، صدقه ورکړي روژه ونيسی څه باک نلري مګر د عبادت د پاره ددې ورځې خاص کول په سنتو کې څه ثبوت نلري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً