ظهار د ظهر له کلمې څخه اخيستل شوی چې ظهر شا ته وايي په شريعت کې :ظهار

خپله ښځه له يوی داسې ښځی سره تشبح کول يا له هغه سره برابر ويلو ته چه د هغه سره هميشه نکاح حرامه وي او يا د هغې د کوم اندام سره تشبه چې ليدل يې حرام وي لکه خيټه ، شا ، ورونه او نور.

هو أن يشبه الرجل زوجته بامرأة محرمة عليه على التأبيد، أو بجزء منها يحرم عليه النظر إلىه كالظهر والبطن والفخذ، كأن يقول لها: أنت علي كظهر أمي أو أختي (فقه الاسلامي وادله ) .

ظهار د ايلاء سره مشابه دی چې جماع څخه د منع يمين او قسم دی مګر د ظهار يمين په کفاره سره لرې کيږي .

مثلاً يوه چا خپلی ښځی ته وويل ته زما لپاره زما د مور په شان حرامه يی يا زما د خور په مثل حرامه يی نو که د ده نيت د طلاق نه ؤ نو ظهار مينځ ته راغی نو اوس له خپلی ښځی سره تر هغه پورې نشي يو ځای کيدای څو پورې چه د ظهار کفاره ورنه کړي .

خو که د عزت يا هسی بی ځايو فضولو خبرو په نيت وی نو ظهار مينځ ته نه راځی خو دا ډول خبری هم بی ځايه دی ځان ساتل ورڅخه پکار دي .

او که هدف يا نيت يی طلاق وي نو يو طلاق بائن به واقع شي او که نيت يی دا وي چه زه به له خپلی ښځی سره نه يو ځای کيږم نو بيا ظهار شو .

په لنډ ډول که يې هدف عزت او ټوقی وي نو دا دروغ ويل هم په کار نه دي ، که يې هدف طلاق وي او اشارتاً يې دا الفاظ کارولې وي نو طلاق بائن به مينځ ته راشي له سره به نوې نکاح کوي ، او که هدف يې دا وي چه له ښځی سره به مې نه يو ځای کيږم نو دا به ظهار شي.

د ظهار شوی ښځې سره خبرې کول رواه دي مګر جماع او نور څه تر هغه پورې حرام دي څو پورې يی چې کفاره نه وي ادا کړې  .

د ظهار شرعي حکم :

ظهار کول شرعاً حرام دی ځکه دا وينا چې ښځې ته ويل چې ته مې د مور پشان يې يا د مور په شان را باندې حرامه يې يو درواغجنه وينا ده ، لقوله سبحانه و تعالى: {وإنهم ليقولون منكراً من القول وزوراً} [المجادلة:2/58] و قال سبحانه و تعالى: {ما هن أمهاتهم} [المجادلة:2/58]

قرآنکريم د يوې ښځې فرياد چې د طلاق د خطرناکو پايلو په اړه خپل رب جل جلاله په ژړا فرياد کوي داسې بيانوي :

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .

بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .

ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .

ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې په ژړا سره داسې وايي :

ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره يې بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .

او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :

«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: ! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).

تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

د ظهار کفاره :

دوې مياشتی پرله پسې روژه نيول يا شپيتو مسکينانو ته ډوډۍ ورکول يا شپيتو مسکينانو ته د صدقه فطر برابر غنم يا دهغه قيمت ورکول .

فقول سبحانه و تعالى: {والذين يظاهرون من نسائهم، ثم يعودون لما قالوا فتحرير رقبة من قبل أن يتماسا، ذلكم توعظون به، والله بما تعملون خبير. فمن لم يجد فصيام شهرين متتابعين من قبل أن يتماسا، فمن لم يستطع فإطعام ستين مسكيناً…} [المجادلة:].

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email