ايلاء :

ايلاء په لغت کې قسم خوړلو ته وايي او په اصطلاح کې د ښځې د جماع نه کولو قسم ته ايلاء وايي .

که يو سړي خپلې ښځې ته وويل قسم پر الله پنځه مياشتې يا يو کال تا ته نه نږدې کيږم (جماع نه در سره کوم) نو ايلاء شوه کچېرې د څلورو مياشتو په ترځ کې د هغې سره جماع وکړي د قسم حانث شو د قسم کفاره به ورکوي او ايلاء ساقطيږي مګر که د څلورو مياشتو په تېرېدو سره له هغې سره يو ځای نشو يو طلاق بائن واقع کيږي .

د څلورو مياشتو څخه په کمه موده باندې قسم خوړلو سره ايلاء نه کيږي ځکه د ايلاء د پاره اسلامي شريعت څلور مياشتې ټاکلې دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[للذين يؤلون من نسائهم تربص أربعة أشهر](البقرة:۲۲۶).

ژباړه :کوم کسان چې د ښځو نه د جلا کېدو قسم کوي نو د هغوی لپاره څلور مياشتې مهلت او انتظار دی

لعان :

د ښځې او سړي په مينځ کې د جلاوالي يا تفريق يو سبب لعان دی بغير له تحقيق په ښځه باندې د زنا تهمت لګول له هلاکوونکو ګناهونو څخه يو ګناه ده مګر که خاوند ته د زنا قوي شبه وي او هغه ادعا لري چې ښځې زنا کړې يا د ماشوم نسب نفي کړي لکن شاهدان نه لري او ښځه د زنا څخه انکار کوي نو ښځه به په اسلامي محکمه کې دا دعوی وکړي چې زما خاوند پر ما باندې تهمت لګوي نو قاضي به د دواړو څخه څلور څلور قسمونه او يو ځل لعنت واخلي او قسم او لعنت اخيستلو وروسته به د دوی دواړو په مينځ تفريق وکړي د لعان طريقه په قرآن مجيد کې داسې بيان شوي ده :وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلاَّ أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ، وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ وَيَدْرَأُ ، عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ، وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ (۵-۹ النور ) .

ژباړه : او کوم کسان چې پخپلو ميرمنو تور لګوي او پرته له ځان څخه بل شاهد ورسره نه وي نو څلور ځل به د الله په نوم قسم اخلي چې : بې له شکه دی رښتيا ويونکی دی .او پنځم ځل به وايي چې د الله لعنت دې پرې وي که دی درواغ ويونکی وي . او ښځه په دې توګه له عذاب نه بچ کيدای شي چې څلور ځل د الله په نوم قسم واخلي چې :خاوند يې درواغ ويونکی دی او په پنځم ځل به وايي چې د الله قهر پر هغې وي که ميړه يې رښتينی وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email