عن البَراء بن عازب رضي الله عنهما قال: أمَرنَا رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم بِعيَادةٍِ المَريض، واتِّباع الجنازة، وتشميت العاطس، وإبرار المقسم ونصر المظلوم، وإجابة الداعي، وإفشاء السلام. متفق عليه.

له براء بن عازب رضی الله عنهما څخه ورایت دي چې ویې ویل:

رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د مریض پوښتنه کولو او جنازې ته ورتګ او عطسه کونکي ته دعا کول او د قسم پوره کول او د مظلوم کمک کول او د دعوت قبلول او په سلام اچولو امر کړی دي.

چې دا د مسلمان له حقوقو څخه ګڼل کیږي، او په بل حدیث شریف کې د مسلمان حقونه پنځه ښوول شوي دي.

وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « حَقُّ الْمُسلِمِ عَلَى الْمُسلِمِ خَمْس، رَدُّ السَّلام. وَعِيادَةُ المَريض، وَاتباعُ الجنائز، وإجابة الدَّعوة . وتشميت العاطس» متفق عليه.

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دي چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د مسلمان حقونه پر بل مسلمان باندې پنځه دي:

د سلام ځواب ورکول، د مریض پوښتنه کول، جنازې ته ورتلل، د دعوت قبلول او عطسه کونکی ته دعا کول.

وعنه قال قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:إنَّ الله عزَّ وجل يَقُولُ يَوْمَ القيَامَة: «يَا ابْنَ آدَمَ مَرضْتُ فَلَم تَعُدْني، قال: ياربِّ كَيْفَ أعُودُكَ وأنْتَ رَبُّ العَالَمين؟ قال: أمَا عَلْمتَ أنَّ عَبْدي فُلاَناًَ مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْه، أمَا عَلمتَ أنَّك  لو عُدْته لوجدتني عنده؟ يا ابن آدم اطعمتك فلم تطعمني، قال: يا رب كيف أطعمك وأنت رب العالمين، قال: أما علمت أنه استطعمك عبدي فلان فلم تطعمه أما علمت أنك لو أطعمته لوجدت ذلك عندي؟ يا ابن آدم استسقيتك فلم تسقني، قال: يارب كيف اسقيك وأنت رب العالمين؟ قال: استسقاك عبدي فلان فلم تسقه، أما علمت أنك لو سقيته لو جدت ذلك عندي؟ » رواه مسلم.

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دي چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله جل جلاله به د قیامت په ورځ وفرمایی: اې د ادم زویه زه مریض شوم او ته مې پوښتنې ته را نه غلې! وایي: اې زما ربه زه څنګه ستا پوښتنه وکړم ته خو رب العلمین یې؟

وایي: ایا خبر نه شوې چې زما فلانی بنده مریض شوي و او ته یې پوښتنې ته ور نه غلې ایا نه پوهیدې که ته د هغې پوښتنې ته ورغلي وي زه به دې د هغه سره موندلئ وم؟

اې د ادم زویه له تا نه مې طعام وغوښته تا را نه کړ!

وایي: اې ربه څنګه طعام در کړم په داسې حال کې چې ته رب العلمین یې؟

وایي: ایا نه پوهیدې چې فاني بنده مې له تا طعام وغوښته او تا هغه ته طعام ور نه کړ، ایا نه پوهیدې که دې هغه ته طعام ورکړي وي هغه به دې زما سره پیدا کړي وو؟

اې د ادم زویه له تا مې اوبه وغوښتې ولې را دې نه کړې؟

وایي: اې ربه څنګه مې اوبه درکړې واي په داسې حال کې چې ته رب العلمین یې؟

وایي: زما فلانی بنده له تا اوبه وغوښتې او اوبه دې ورنه کړې! ایا نه پوهیدې که اوبه دې ورکړې واي هغه به دې له ما سره پیدا کړې وې؟

وعن على رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ما من مسلم يعود مسلماً غدوة إلا صلى عليه سبعون ألف ملك حتى يمسي، وإن عاده عشيةً إلا صلى عليه سبعون ألف ملكٍ حتى يصبح، وكان له خريف في الجنة » رواه الترمِذِي وقال: حديث حسن.

له علی رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: هیڅ مسلمان نه شته چې په سهار کې د مسلمان مریض پوښتنه وکړی، مګر هغه ته به اویا زره ملائکې تر بیګاه پورې دعاوې کوي، او که په بیګاه کې یې پوښتنه وکړي اویا زره ملائکې به تر سهاره ورته دعاوې کوي او د ده لپاره به په جنت کې خورې شوې میوې تیاریږي.

وعن أَنس، رضي اللَّهُ عنه، قال: كانَ غُلامٌ يَهُودِيٌّ يَخْدُم النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، فمرِضَ فأَتَاهُ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يعُوده، فَقَعَدَ عِنْدَ رَأْسِهِ فقالَ لَه: « أَسْلِمْ » فنَظَرَ إِلى أَبِيهِ وهُو عِنْدَهُ؟ فقال: أَطِعْ أَبا الْقاسِم، فَأَسْلَم، فَخَرَجَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، وَهُوَ يقول: « الحَمْدُ للَّهِ الَّذي أَنْقذهُ مِنَ النَّارِ » . رواه البخاري.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

یو یهودی هلک چې د نبی علیه السلام خدمت به یې کاوه مریض شو، نبی علیه السلام د هغه پوښتنې ته ورغي او د سر سره یې کښیناسته او ورته ویې ویل: اسلام را وړه! هغه خپل پلار ته چې د ده سره ناست وو وکتل. پلار یې وویل: د ابوالقاسم اطاعت وکړه او هغه اسلام راوړ، نبی علیه السلام په داسې حال کې بهر را ووت چې ویل یې: هغه الله جل جلاله لره حمد دي چې هغه ته یې د دوزخ له اور څخه نجات ورکړ.

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email