الرهن (ګاڼه يا ګروي )

ګاڼه يا ګروي چې په عربي کې ورته رهن وايي په هغه صورت کې چه سړی په سفر کې وي روپو ته يې ضرورت پيښ شي يا په خپل وطن کې وي خو څوک و نه پيژني او يا د قرض د آدا کولو اعتبار موجود نه وي يعنې د قرض د حفاظت د پاره يوه وسيله ده .

په دغه صورتونو کې د اسلام اقتصادي نظام  ددې ډول ستونزو حل د رهن يا ګروی د حکيمانه لاری په مشروعيت سره کړی دی .

رهن يا ګروي په اسلامې شريعت کې يو جايز بيع ده چې په قرآن او سنتو ثابته ده .

لقوله سبحانه و تعالی : وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ (البقره ۲۸۳ ) .

يعنې : که تاسې په سفر کې واست او ليکونکی مو ونه موندو نو قبض کړی شوې ګروي (واخلئ) او که ځنو د تاسو ځنې نور امين وګڼل (او ګروي وا نه خيسته ) نو هرومرو دي هغه څوک چې باور پرې شوی وي خپل امانت تر سره کړي .

حضرت انس رضی الله عنه  وايي : جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په مدينه کې د څه غلې په بدل کې يهودي ته خپله زغره په ګرو ايښې وه

وَلَقَدْ رَهَنَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم دِرْعًا لَهُ بِالْمَدِينَةِ عِنْدَ يَهُودِيٍّ، وَأَخَذَ مِنْهُ شَعِيرًا لأَهْلِهِ  (بخارى: 2069)

 د رهن تعريف :

رهن عربی لفظ دی چه معنی يې څه څيز لره د څه سبب په بنا باندې منع کول يا پابندول دي.

په شرعی اصطلاح کې رهن د مال بندول او توقيف دی ،د حق په مقابل کې،دومره مال چې د حق نه ادا کولو په صورت کې له ګرو شوي شي څخه حق پوره کيدای شي.

د رهن (ګاڼه يا ګروی )ارکان او شرطونه :

۱- ګروی به د دواړو په رضامندۍ وي .

۲- د ګروی دوهم رکن قبضه ده کوم شی چه په ګروی ورکول کيږي بايد هغه شی مرتهن (ګرو نيونکي ) ته په قبضه کې ورکړ شي ،مثلاً ځمکه په ګروی کې ورکوي خو په هغه باندې د بل چا قبضه وي نو دا ګروی نه صحی کيږي.

۳- ګرو ايښودونکی او ګرو اخيستونکی به دواړه قاعلان وي ،يعنی په معامله باندې به پوهيږي .

۴- د ګروی شی به ددې قابل وي چه خرڅ شي قيمت پرې وصول شي،موجود وي او دګروی په وخت کې په هغه قبضه کيدای شي .

مثلاً څوک د درياب ماهيان ، د باغ ميوه د موسم نه مخکې يا په بل ملک کې مال وي چه د هغه په راتلو وخت اوخرچ لګي ،نو دا ټول څيزونه په ګرو ايښودلو کی نه صحی کيږی .

د راهن (ګاڼه يا کرو ايښودونکی ) مسئوليتونه او حقوق :

1- راهن ياګرو ايښودونکی بايد د ګروۍ مال ګرو اخيستونکی ته تسليم کړي .

۲- تر څو چه ګرو اخيستونکي ته د ګروی شی نه وي حواله شوي نو ګرو اخيستونکی هغه معاهده فسخ کولای شي.

۳- د ګاڼه يا ګرو شوي شي له تسليمۍ او د ګاڼه ګرو اخيستونکی د رضامندۍ نه ورسته ګاڼه ايښودونکی معاهده نشي فسخه کولای .

۴- ګانه ايښودونکی د ګاڼه کړي شي د بدلولو د اختيار جواز لري په هغه صورت کی چه ګاڼه اخيستونکی  پرې راضی وي .

۵- د ګاڼه يا ګروی په موده کې د ګاڼه شوي شي چه څومره زياتوالی اوګټه کړې وي هغه به هم له ګاڼه يا ګروی سره يوځای د راهن يا ګاڼه ايښودونکی وي، او دی به يي د کټې په توګه نه اخلي .

مثلاً د باغ ميوه ، د ځمکې حاصيلات ،د څاروی بچی او د مکان کرايه دا ټول څيزونه د راهن يا ګاڼه يا ګروی ايښودونکي دي .

نو څرنګه چه د ګاڼه کړي شي ګټه د ګاڼه ايښودونکي وي نو په هغه چه څومره مصرف شوی وي هغه مصرف به ګاڼه اخيستونکی ته ورکوي .

مثلاً د ځمکی د بزګرۍ مصارف ، د څاروي مصارف او نور به ګاڼه اخيستونکي ته ورکوي.

۶- که راهن مړ شي نو د ګاڼه يا ګروی معاهده فسخ ده ،نو د ده وارثان به له ترکی نه قرض ادا کوي او ګاڼه شوی شی به بيرته اخلي .

د ګرو اخيستونکی مسئوليتونه او حقوق :

۱- ګرو اخيستونکي به د ګروی مال يو امانت ګڼی او د هغه به پوره ساتنه کوي .

۲- د ګرو شي په ساتنه او حفاظت چه کوم خرڅ کيږي هغه د ګرو اخيستونکی په غاړه دی ،خو که دا خرڅ د ګرو شوي شي د بقا او ګټې لپاره وي نو بيا په ګرو ايښودونکی دی .

۳- ګرو اخيستونکی له ګرو شي څخه ګټه نشي اخيستی ،د ځمکې حاصلات نشي خوړلی ، په سرو او سپينو زرو او نغدو پيسو تجارت نشی کولی ،د باغ ميوه نشي خوړلی .

۴- که ګرو ايښودونکی د ګرو شي د بقا او ګټی خرڅ نه ورکوي ، نوګرو اخيستونکی چه په هغه کوم خرڅ کړی وي نو هغه به د ګروی شي له کټې څخه کټ کړي .

۵- په ګرو شي کې که څه خرابی راشي نو هغه د ګرو اخيستونکي مسئوليت دی  يعنی د قرض د ادا کولو په وخت کې به راهن يا ګرو ايښودونکی ته اختيار وي  چه د تاوان په اندازه روپۍ ترينه کټ کړي .

۷- که راهن يا ګرو ايښودونکی موجود نه وي ګرو اخيستونکی بغير د حکومت له اجازی  ګاڼه کړی شی نشي خرڅولای.

۸- که مرتهن يعنی ګرو اخيستونکی مړ شي نو د هغه وارثان به د ګرو شي ګرو اخيستونکي وي.

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 85 times, 1 visits today)