د وخت او زمانې له مخې طلاق په دری ډوله دی : منجر ، مضاف او معلق

اول منجر طلاق : هغه طلاق دی چې فی حال واقع شي لکه : ته طلاقه يې نو په دې سره طلاق فی حال واقع کيږي .

دوهم مضاف طلاق : مضاف طلاق هغه طلاق دی چې په آينده زمانه يا مستقبل پورې تړلی وي لکه : ته سبا ته طلاقه يې يا ته په فلانی مياشت کې طلاقه يې نو کله چې هغه وخت راشي طلاق واقع کيږي .

دريم ، معلق طلاق : هغه طلاق دی چې په کوم کار يا شرط پورې تړلی وي لکه : که ته له کوره ووځي طلاقه يې ، که ته د فلاني کره لاړې نو طلاقه يې هر کله چې هغه کار او شرط مينځته راشي طلاق واقع کيږي .

فقال أئمة المذاهب الأربعة: يقع الطلاق المعلق متى وجد المعلق عليه، سواء أكان فعلاً لأحد الزوجين، أم كان أمراً سماوياً، وسواء أكان التعليق قسمياً: وهو الحث على فعل شيء أو تركه أو تأكيد الخبر، أم شرطياً يقصد به حصول الجزاء عند حصول الشرط (فقه الاسلامي وادله )

و  فی‌ الهندیة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email