طلاق احسن ، حسن او بدعت

د سنتو موافق او مخالف له مخې د طلاق ډولونه : 

د سنت موافق او مخالف له مخې طلاق په دری ډوله دی لکه : طلاق احسن ، طلاق حسن او طلاق بدعت چې ځنې فقهاء کرام دغه ويش د طلاق ورکولو طريقې هم بولي .

د طلاق شرعي هدف او حکمت ته مو مخکې اشاره وکړه چه طلاق د سختې ناچارۍ په صورت کې يوه ورستی چاره ده که نه الله (جل جلاله) ته د دوستۍ اوخپلوۍ پرېکول خوښ ندي .

نوځکه اسلام خپلو پيروانو ته په دې اړه د سخت احتياط حکم کړی دی .

که الله (جل جلاله) مکړه څوک مجبور شول نو بيا به په سنته طريقه عمل کوي .

د طلاق ورکولو دری طريقې دي اګر چه په دريو واړو طريقو سره طلاق واقع کيږي مګر دوه طريقې د سنتو موافق دي او دريمه طريقه د سنتو خلاف ده .

۱- طلاق احسن  :

د طلاق غوره طريقه احسن طلاق دی چه پر يو ځل دری طلاقه نه ورکوي بلکی يواځې يو رجعی طلاق ورکوي دا طلاق به د پاکی (چه په  حيض کې نه وي  ) په وخت کې وي او هم به پدې موده د پاکی کښي ورسره نه يوځای کيږي .

دا ځکه تر ټولو غوره طريقه ده چه پدې طريقه کې تقريباً دری مياشتې وخت وي چې سړی پر خپل اقدام ښه غور او فکر کولای شي او ښځه به هم د خپلو هغو کړنو په اړه چه خاوند يې تکليف کړی وي ښه غور وکړي او د خپل خاوند د رضامندۍ لارې به ولټوي.

۲- طلاق حسن :

دا هم د طلاق لپاره دوهمه غوره لاره ده ، چه  ښځې ته يو طلاق په طهر(په هغو ورځو کې چې ښځه له حيض څخه پاکه وي ) ورکړي بيا به د دوهم حيض نه پس د دوهمې پاکی انتظار وکړي او پدې کې دې دوهم طلاق ورکړي .

پدې صورت کې هم سړی ته موقع په لاس ورځی چه په خپله فيصله له سره ښه فکر او غور وکړي او ښځه به هم خپل خاوند بيرته راضي کړي .

او که چيرې ددی نه پس هم دی پخپله فيصله کلک وي نو بيا دې دريم طلاق ورکړي اوس ددی نه پس په ده باندې ښځه بلکل حرامه شوه په دې کې دا هم شرط دی چه په دغه موده کې به له ښځې سره جماع نکوي . 

۳- طلاق بدعت: 

طلاق بدعت دا دی چې پر يو ځل دری طلاقه ورکړ شي ، مثلاْ دا ووايي چې ته په دوو يا دريو طلاقو طلاقه يی يا دری ځلی ووايي چه ته طلاقه يې طلاقه يې طلاقه يې يا د حيض په حالت کې طلاق ورکړي يا د هغه پاکی په حالت کې طلاق ورکړی چه ورسره يی جماع کړی وي .

نو پدې ټولو صورتونو کې طلاق پريوځي ، څرنګه چه د طلاق طريقه يی غلطه استعمال کړی نو دا سړی ګنهګار شو ، او دا طلاق د غلطې طريقې سره سره ځکه پريوځي چه هر سړي ته د دريو طلاقو اختيار دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً