د طلاق شرطونه

د طلاق د پاره دری قسمه شرطونه دي چې ځنې په طلاق ورکونکي ځنې په طلاقه کېدونکې او ځنې د طلاق په صيغه پورې اړه لري .

اول د طلاق ورکوونکي شرطونه :

۱- دا چې خاوند به وي د بل چا لخوا طلاق نشي ورکول کېدای .

۲- دا چې بالغ به وي د نابالغ طلاق نه صحي کيږي .

۳- دا چې عاقل به وي د ليوني طلاق نه صحي کيږي .

۴- قصد اختيار ، د قصد څخه مطلب دا دی چې زور او جبر نه وي ، دا چې د اکراه او جبر ، غصې او قهر او همدارنګه ټوکو په صورت کې طلاق واقع کيږي او که نه مفصل بيان به وروسته راشي .

دوهم د مطلقې شرطونه :

۱- دا چې ښځه په صحيح نکاح سره نکاح شوی وي .

۲- دا چې د مطلقې تعين په اشاره ، صفت او نيت دريو واړو صحي کيږي.

دريم د طلاق د صيغه شرطونه :

د طلاق صيغه څو صورتونه لري لکه : لفظ ، ليک او اشاره .

که د طلاق لفظ صريح او واضح وي طلاق واقع کيږي که څه هم نيت یې د طلاق نه وي مګر که کنايه لفظ وي په هغه کې نيت ته کتل کيږي .

د ليک په زريعه طلاق په دې شرط صحي کيږي چې ليک ښکل شوی په داسې شي چې اثر نه ځې لکه ورقه .

او اشاره باندې طلاق په اتفاق د فقهاؤ نه صحي کيږي مګر که سړی ګونګی وي ليکل نشي کولای د هغه طلاق په اشاره سره صحي کيږي .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً