د طلاق حق چا لره دی ؟

د طلاق حق خاوند لره دی سړي ته د طلاق ورکولو د صلاحيت حکمت دا دی :

۱- دا چې ښځه د نارينه په نسبت ډيره احساساتي وي غالباً ژر تر تأثير لاندې راځي کچېرې د طلاق ورکولو صلاحيت ورکړ شي نو په ډير لږ مشکل او کوچني سبب ځان له نکاح څخه خلاصوي .

۲- مهر خاوند ادا کوي نو کله چې طلاق منځته راځي او سړی بل واده تر سره کوي نو د هغه مهر به ادا کوي او د عدت نفقه به هم ادا کوي چې دغه مالي مسئوليت نارينه ته متوجه دی او هغه ته يې ضرر رسيږي نو بايد د طلاق صلاحيت د هغه سره وي ځکه ښځې ته په طلاق ورکولو سره څه مالي ضرر نه رسيږي .

۳- الله تعالی ځنې احکام نارينه لره خاص کړي او ځنې احکام يې ښځو لره خاص کړي دي او په ډيرو احکامو کې دواړه شريک دي پس ددې اصل او بنست الهي شريعت دی .

همدارنګه ښځې ته د مجبوريت په حالت کې اسلامي شريعت د خلغ او تفريق اجازت ورکړی دی چې تفصيل به يې وروسته راشي

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً