د طلاق حکمت

اسلامي شريعت د خاوند او هغه د بې بې تر مينځ د ښه ژوند تيرولو حکم کړی دی ، الله تعالی فرمايي: [وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ][1] (اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ) .

بيا که په کوم يو طرف کې څه نيمګړتيا او نا خوښه عيب وي اسلامي شريعت د صبر او زعمل حکم کړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:[فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا][2] .

ژباړه: {بيا که هغه ستاسې (په څه وجه ) خوښې نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله پاک په هغه کې (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي} .

پس د خاوند او ښځې تر منځ ژوند پر الفت او محبت باندې بنا دی .

کچيرې ښځه سرکشه او بې لارې وي نو لومړی به هغه ته وعظ او نصيحت کوي کچيرې اصلاح نشي نو د هغه څخه خپله بستره جلا کړي او کچېرې بيا هم اصلاح نشي نو هغه ته به لږ شان بدني تأديب ورکوي نو کچيرې په دې باندې هم اصلاح نشي نو بيا د خاوند او ښځې د خپل منځي شخړې او مشکلاتو د حل او فصل حکم يې د صلح په وسيله کړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ][3] .

ژباړه : {که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی} .

که په پورته داخلي او خارجي حل لارو سره مشکل حل نشي نو وروستی چاره يې د طلاق په ذريعه ده .

که څه هم په ټولو حلالو کې طلاق بد عمل بلل شوی دی ،د ښځې او خاوند جدايي او تفريق الله پاک ته ډير ناخوښه دي، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي :«اَبْغَضُ الْحَلَالَ اِلَي اللهِ الطَّلاَقُ»[4]

 يعنې: په حلالو څيزونو کې الله تعالی ته د ټولو نه زيات بد او ناخوښه څيز طلاق دی .

مګر طلاق د سختې ناچارۍ لپاره يوه آخري چاره او ورستی د حل لاره ده .

مثلاً که د انسان په  کوم اندام داسې مرض ولګي چه ټول بدن ته خطر وي نو بيا سړی د مجبورۍ په وجه ددې اندام پرې کولو ته غاړه ږدي ، که نو د اندام پرې کول څومره ناوړه کار دی .

که الله تعالی مه کړه د يوه مسلمان بی بی سختې بې لاری او سرکشۍ ته مټې ونغاړي چې اصلاح او تأديب هيڅ کار ورنه کړي نو اسلامي شريعت نه غواړي چې يو کس دې په دغه لوی غم د هميشه لپاره ککړ او اخته ووسي او ټول ژوند دې په غم تير کړي او د ده لپاره خپل کور زندان وګرځوي نو پداسې آخری ناچارۍ کی اسلام د طلاق اجازه ورکوي چې هغه هم ډيرې د حکمت او احتياط نه ډکې لارې لري لومړی رجعی طلاق چه امکان لری مشکل حل شی بيا باين طلاق چه په هغه سره به مشکل حل شی ورسته آخری دريم طلاق دی .

او که څوک د مزو چړچو په نيت دا کار کوي نو واقعاً چه يوه لويه نامردي د يوه مظلوم انسان پر وړاندې ډير ستر ظلم دی او په اسلامي شريعت کې يو ستر خيانت بلل کيږي.

همدارنګه که ښځه په کوم تکليف او سختۍ کې وي اسلامي شريعت د شرايطو په چوکات د خلع او تفريق اخيستلو اجازت ورکړی دی .

د خلعې او تفريق شرايط به وروسته ان شآء الله مکمل بيان شي .

مګر که کومه ښځه پرته له کوم شرعي عذر د شهوت رانۍ ،عشق بازۍ او مزو چړچو په موخه خلع يا تفريق غواړي ، نو دا واقعاً سخت نا کاره عمل دی او په يوه اسلامی ټولنه کې د بې حيايۍ ،بې وفايۍ او د معاشرې د بې نظمۍ د سختې خطرناکی وبا خورول دي .

د اسلام ستر پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم داسی ښځو ته د سختې خطرناکی پايلې خبردارئ ورکړی دی چې فرمايي :«اَيُّمَا اِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَا بِه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ»[5].

ژباړه :کومې ښځې چه بغير د څه سخت تکليف يا څه خاص وجې نه طلاق وغوښتلو په هغې د جنت بوی حرام دی .

دا وبا اوس اوس په ضعيف الايمانه کسانو کې ګډه ده ،او زمونږ په ټولنه کې هم ځنی شيطاني حلقې او شيطانی ورکشاپونه غواړي چه دا وبا خوره کړي . خو خالق تعالی زمونږ ټولنه ددې وبا څخه وساتي .

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-

[1] – سوره النسآء :۱۹ .

[2] – سوره النسآء :۱۹ .

[3] – سوره النسآء :۳۵ .

[4] – رواه أبو داود وابن ماجه وصححه الحاكم.

[5] – رواه ابؤداود و الترمذي.

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً