وعن أُسيْرِ بْنِ عَمْرٍو ويُقال: ابْنُ جابِر وهو « بضم الهمزةِ وفتح السين المهملة» قال: كَانَ عُمَرُ بْنُ الخَطَّابِ رضي اللَّه عنه إِذا أَتَى عَلَيْهِ أَمْدادُ أَهْلِ الْيمنِ سأَلَهُم: أَفيُّكُمْ أُوَيْسُ بْنُ عَامِر؟ حتَّى أَتَى عَلَى أُوَيْسٍ رضي اللَّه عنه، فقال له: أَنْتَ أُويْس بْنُ عامِر؟ قال: نَعَم، قال: مِنْ مُرَادٍ ثُمَّ مِنْ قَرَن؟ قال: نعَم، قال: فكَانَ بِكَ بَرَص، فَبَرَأْتَ مِنْهُ إِلاَّ مَوْضعَ دِرْهَم؟ قال: نَعَم. قال: لَكَ والِدَة؟ قال: نَعَم.

       قال سَمِعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: « يَأْتِي علَيْكُمْ أُوَيْسُ بْنُ عَامِرٍ مع أَمْدَادِ أَهْلِ الْيَمَنِ مِنْ مُرَاد، ثُمَّ مِنْ قَرَنٍ كَانَ بِهِ برص، فَبَرَأَ مِنْهُ إِلاَّ مَوْضعَ دِرْهَم، لَهُ وَالِدَةٌ هُو بِها برٌّ لَوْ أَقْسمَ على اللَّه لأَبَرَّه، فَإِن اسْتَطَعْتَ أَنْ يَسْتَغْفِرَ لَكَ فَافْعَلْ » فَاسْتَغْفِرْ لي فَاسْتَغْفَرَ لَهُ.

فقال له عُمَر: أَيْنَ تُرِيد؟ قال: الْكُوفَةَ ، قال: أَلا أَكْتُبُ لَكَ إِلى عَامِلهَا؟ قال: أَكُونُ في غَبْراءِ النَّاسِ أَحبُّ إِلَي.

فَلَمَّا كَانَ مِنَ العَامِ المُقْبِلِ حَجَّ رَجُلٌ مِنْ أشْرَافِهِم، فَوافَقَ عُمَر، فَسَألَهُ عَنْ أُوَيْس، فَقال: تَرَكْتُهُ رَثَّ البَيْتِ قَليلَ المَتَاع، قال: سَمِعْتُ رَسُول الله – صلى الله عليه وسلم – ، يقول: « يَأتِي عَلَيْكُمْ أُوَيْسُ بْنُ عَامِرٍ مَعَ أمْدَادٍ مِنْ أهْلِ اليَمَنِ مِنْ مُرَاد، ثُمَّ مِنْ قَرَن، كَانَ بِهِ بَرَصٌ فَبَرَأَ مِنْهُ إلاَّ مَوضِعَ دِرْهَم، لَهُ وَالِدَةٌ هُوَ بِهَا بَرٌّ لَوْ أقْسَمَ عَلَى اللهِ لأَبَرَّه، فَإنِ اسْتَطْعتَ أنْ يَسْتَغْفِرَ لَك، فَافْعَلْ» فَأتَى أُوَيْسا، فَقال: اسْتَغْفِرْ لِي. قال: أنْتَ أحْدَثُ عَهْداً بسَفَرٍ صَالِح، فَاسْتَغْفِرْ لي. قال: لَقِيتَ عُمَر؟ قال: نَعَم، فاسْتَغْفَرَ لَه، فَفَطِنَ لَهُ النَّاس، فَانْطَلَقَ عَلَى وَجْهِه. رواه مسلم.
وفي رواية لمسلم أيضاً عن أُسَيْر بن جابر – رضي الله عنه – : أنَّ أهْلَ الكُوفَةِ وَفَدُوا عَلَى عُمَرَ – رضي الله عنه – ، وَفِيهمْ رَجُلٌ مِمَّنْ كَانَ يَسْخَرُ بِأُوَيْس، فَقَالَ عُمَر: هَلْ هاهُنَا أَحَدٌ مِنَ القَرَنِيِّين؟ فَجَاءَ ذلِكَ الرَّجُل، فَقَالَ عمر: إنَّ رَسُول الله – صلى الله عليه وسلم – قَدْ قال: « إنَّ رَجُلاً يَأتِيكُمْ مِنَ اليَمَنِ يُقَالُ لَه: أُوَيْس، لاَ يَدَعُ باليَمَنِ غَيْرَ أُمٍّ لَه، قَدْ كَانَ بِهِ بَيَاضٌ فَدَعَا الله تَعَالَى ، فَأذْهَبَهُ إلاَّ مَوضِعَ الدِّينَارِ أَو الدِّرْهَم، فَمَنْ لَقِيَهُ مِنْكُم، فَلْيَسْتَغْفِرْ لَكُمْ»

وفي رواية لَه: عن عمر – رضي الله عنه – ، قال: إنِّي سَمِعْتُ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم، يقول:« إنَّ خَيْرَ التَّابِعِينَ رَجُلٌ يُقَالُ لَه: أُوَيْس، وَلَهُ وَالِدَةٌ وَكَانَ بِهِ بَيَاض، فَمُرُوه، فَلْيَسْتَغْفِرْ لَكُمْ».

له اسیر بن عمرو چې ابن جابر هم ور ته ویل کیدل، روایت شوی چې ویې ویل:

کله چې د یمن د خلکو کومکونه عمر رضی الله عنه ته ورسیدل له هغوي نه یې پوښتنه وکړه ایا اویس بن عامر رضی الله عنه په تاسې کې موجود دی؟ تر دې چې په خپله اویس رضی الله عنه ته راغی او ورته ویې ویل چې ته اویس بن عامر یې؟

ویې ویل: هو.

ویې ویل: د مراد او بطن قرن له قبیلې؟

ویې ویل: هو.

عمر رضی الله عنه وویل: تا د پیس مرض درلود اوس جوړ شوی یې، مګر د یوه درهم ځاي؟

ویې ویل: هو.

ورته ویې ویل: مور لرې؟

ویې ویل: هو.

ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اوریدلی چې ویې فرمایل: اویس بن عامر له مراد قبیلې او د قرن له شاخې د کمک کونکو یمنی خلکو سره تاسې ته راځی، په وجود کې یې پیس مرض وو او د هغه نه جوړ شوی، مګر د یوه درهم ځاي، هغه یوه مور لری چې د هغه بې حده خدمت کوي، که د الله په نامه قسم وخوري هغه رښتیا کوي.

که وتوانیدې هغه بښنه در ته وغواړي دا کار وکړه، پس ما ته بښنه وغواړه، هغه ور ته بښنه وغوښته، عمر رضی الله عنه هغه ته وویل: چیرته ځې؟

ویې ویل: کوفې ته.

ورته ویې ویل: ایا والي ته خط در نه کړم؟

ویې ویل: که د خلکو په مینځ کې ګمنام وم دا ما ته بهتره ده، کله چې را تلونکی کال د حج موسم را ورسید یو سړي له اشرافو نه حج ته راغي او د عمر رضی الله عنه سره مخامخ شو، عمر رضی الله عنه د اویس په باره کې پوښتنه ترې وکړه هغه وویل: هغه مې د کمو امکاناتو او یو عادي کور او زړو وسایلو سره پریښود.

عمر رضی الله عنه وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واوریدل چې ویې فرمایل: اویس بن عامر له هغه یمنی او له قبیلې مراد له شاخې د قرن کومکی خلکو سره تاسې ته راځي، په وجود کې یې پیس مرض وو او له هغه نه جوړ شو غیر له یوه درهم ځاي، او یوه مور لري چې د هغه په خدمت ډیر کوشش کوي، که د الله په نامه قسم کوي هغه صادق ګرځوی. که تاسې وتوانیدې چې مغفرت در ته وغواړي دا کار وکړه.

هغه سړی اویس رضی الله عنه ته راغي او ویې ویل: ما ته مغفرت وغواړه.

اویس رضی الله عنه وویل: ته نوی له نیک سفر څخه راغلی یې ما ته مغفرت وغواړه. ما ته یې وویل: ایا عمر رضی الله عنه دې ولیده؟

ویې ویل: هو او هغه ته یې مغفرت وغوښته او خلک د ده له حاله خبر شول او دئ له هغه منطقې څخه ولاړ.

او د مسلم شریف په روایت له اسیر بن جابر څخه راغلي چې: د کوفې له خلکو یو هیئت د حضرت عمر رضی الله عنه حضور ته راغي د هغوئ په مینځ کې یو سړي وو چې په اویس رضی الله عنه یې مصخرې کولې، عمر رضی الله عنه وویل: ایا دلته د قرن له قبیلې څوک شته؟

هغه سړی راغي، عمر رضی الله عنه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یو سړي تاسې ته له یمن څخه راځی چې اویس نومیږي او غیر له یوې مور په یمن کې له ده څخه نور څوک نه پاتې کیږي، په وجود کې یې پیس مرض وو الله جل جلاله ته یې دعا وکړه الله جل جلا شفا ورکړه غیر له یوه دینار یا یوه درهم ځای او که له تاسې څوک ور سره ملاقي شول باید هغه بښنه در ته وغواړي.

او په بل روایت کې د مسلم رحمه الله له حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت شوی چې ویې ویل: ما له نبی علیه السلام څخه اوریدلي چې ویې فرمایل: بهترین تابعی هغه سړی دی چې اویس نومیږی یوه مور لری او په وجود کې یې پیس ناروغي ده هغه ته حتما ووایئ چې مغفرت در ته وغواړي.

له پورتنی حدیث شریف څخه دا معلومیږی چې د الله جل جلاله له نیکو بنده ګانو څخه دعا او مغفرت وغوښتل شي او دا چې اویس د الله جل جلاله نیک بنده د مور ډیر زیات خدمت کوونکي او مخلص چې دا یی نه خوښوله چې په خلکو کې مشهور او د لویی دبدبې څښتن وی.

الله جل جلاله د مونږ هم د والدینو خادمین او د الله جل جلاله مخلصین بنده ګان جوړ کړی.

امین یا رب العلمین

وعن عمرَ بنِ الخطاب رضي اللَّه عنه قال: اسْتَأْذَنْتُ النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم في العُمْرَةِ ، فَأَذِنَ لي، وقال: « لا تَنْسَنَا يا أَخَيَّ مِنْ دُعَائِكَ » فقال كَلِمَةً مَا يسُرُّني أَنَّ لي بِهَا الـدُّنْيَا.

وفي روايةٍ قال: « أَشْرِكْنَا يَا أخَيَّ في دُعَائِكَ » .

حديثٌ صحيحٌ رواه أَبو داود، والترمذي وقال: حديثٌ حسنٌ صحيحٌ  .

له حضرت عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې د عمرې اجازه وغوښته، نبی علیه السلام ما ته اجازه را کړه او ویې فرمایل: ورورکیه مونږ مو له دعاوو مه هیروه. داسې کلمه یې ما ته وویله چې د هغه په بدل کې که دنیا راکړل شي خوشحاله به نه شم. په بل روایت کې راځی چې ویې ویل: ورورکیه مونږ مو په خپلو دعاګانو کې شریک کړه.

له دې حدیث شریف څخه نیکو او ښو ځایونو ته تلل، د امیر اجازه غوښتل او د ملګرو څخه د دعا طلب کول معلومیږي.

       وعن ابن عُمرَ رضي اللَّه عنهما قال: كَانَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَزُورُ قُبَاءَ رَاكِباً وَماشِياً، فَيُصلِّي فِيهِ رَكْعتَيْنِ متفقٌ عليه.

وفي روايةٍ : كان النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَأْتي مَسْجِدَ قُبَاءَ كُلَّ سبْتٍ رَاكِبًا وَمَاشِياً وكَانَ ابْنُ عُمَرَ يفعله.

       له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت شوی چې ویې ویل:

پیغمبر صلی الله علیه وسلم به پیاده او سپور مسجد قبا ته تلو او هلته به یې دوه رکعته لمونځ کولو.

او په بل روایت کې راځی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم به هره شنبې ورځ پیاده او سپور مسجد قباء ته را تلو، او ابن عمر رضی الله عنهما به هم داسې کول.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email