د نیکو خلکو ملاقات او ملګري او له هغه نه د دعا غوښتنه او د ښو ځایونو لیدل

قال الله تعالی: { وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُباً{60} فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَباً{61} فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَذَا نَصَباً{62} قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَباً{63} قَالَ ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصاً{64} فَوَجَدَا عَبْداً مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْماً{65} قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْداً{66} الكهف: ٦٠ – ٦٦

و قال تعالی: { وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ} الكهف: ٢٨

الله جل جلاله فرمایي: او یاد کړه هغه وخت کله چې موسی علیه السلام خپل ځلمی ملګری ته وویل: تل به ځمه تر دې چې ورسیږم ځای د یوځای کیدو د دوو سیندونو ته یا یوه اوږده موده په طلب کې تیره کړم. تر دې فرمودې د الله جل جلاله: ویی فرمایل: ویی ویل موسی علیه السلام (خضر علیه السلام) ته ایا زه تابع شمه ستا په دې شرط چې وښیئ ما ته له هغه علمه چې ښولې شوې تا ته ښه لار.

یعنې موسی علیه السلام د یوه نیک بنده او عالم په لټه کې اوږد سفر وکړ، تر څو خضر علیه السلام سره ملاقی شو او د خضر علیه السلام څخه یې د علم ور ښولو غوښتنه وکړه.

او فرمایی: او صبر( بند او ټینګ کړه) نفس خپل له هغو کسانو سره چې بولي رب خپل سبا او بیګاه (یعنې هر کله) او دوي یواځې د الله جل جلاله ذات یا رضاء غواړي.

د الله تعالی په خاطر د نيکو خلکو ملګري :

وعن أبي  هريرة رضي اللَّه عنه عن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « أَنَّ رَجُلاً زَارَ أَخاً لَهُ في قَريَةٍ أُخْرَى ، فَأَرْصد اللَّهُ تعالى على مَدْرجَتِهِ ملَكا، فَلَمَّا أَتَى عَلَيْهِ قال: أَيْن تُريد؟ قال: أُرِيدُ أَخاً لي في هذِهِ الْقَرْيةِ . قال: هَلْ لَكَ علَيْهِ مِنْ نِعْمَةٍ تَرُبُّهَا عَلَيْه؟ قال: لا، غَيْر أَنِّي أَحْببْتُهُ في اللَّهِ تعالى ، قال: فَإِنِّي رسول اللَّهِ إِلَيْكَ بأَنَّ اللَّه قَدْ أَحبَّكَ كَما أَحْببْتَهُ فِيهِ » رواه مسلم.

ابوهریرة رضی الله عنه د نبی علیه السلام څخه روایت کوی چې:

یو سړی د خپل ورور چې په بل کلی کې اوسیده لیدلو ته ورتلو، الله جل جلاله د ده په لاره کې یوه ملائکه مؤظفه کړه کله چې دی را ورسیده ملائکې پوښتنه ترې وکړه: چیرته روان شوی یې؟

ده ورته وویل: غواړم په دې کلی کې له خپل ورور سره ملاقات وکړم.

ملائکې وویل: ایا ستا په هغه څه نعمت شته چې د هغې سره پاتې شې او په اصلاح کې ور سره کمک شې؟

ده وویل: نه یواځې دا چې زه هغه سره د الله جل جلاله په خاطر محبت لرم.

ویې ویل: زه د الله جل جلاله له خوا تا ته را لیږل شوی یم، دا چې الله جل جلاله له تا سره محبت لري لکه ته چې هغه سره د الله جل جلاله لپاره محبت لرې.

دا چې سفر کول، خپلوي پالل، د نیکو خلکو سره ملګري کول هر څه مو د الله جل جلاله د رضاء په خاطر وي، او د قیامت په ورځ به د اوو ډلو چې د عرش تر سیوري به لاندې وي دوه مؤمنان دي چې د الله جل جلاله د رضاء په خاطر یو له بل سره محبت کوي.

د ښه او بد ملګري اثر :

وعن أبي  موسى الأَشعَرِيِّ رضيَ اللَّهُ عنه أَن النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « إِنَّما مثَلُ الجلِيس الصَّالِـحِ وَجَلِيسِ السُّوء. كَحَامِلِ المِسْك، وَنَافِخِ الْكِير، فَحامِلُ المِسْك، إِمَّا أَنْ يُحْذِيَك، وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ ريحاً طيِّبةً . ونَافخُ الكيرِ إِمَّا أَن يحْرِقَ ثيابَكَ وإمَّا أنْ تجِدَ مِنْهُ ريحاً مُنْتِنَةً » متفقٌ عليه.

له ابو موسی اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د صالح ملګری او بد عمل ملګری مثال د عطار(خوشبویی خرڅونکی) او د اهنګر هټۍ په څیر دي چې عطار به یا خوشبویی درکړي، یا به ترې خوشبویی و پلورې، یا خو به د هغه خوشبویی تا باندې لګیږی، او د اهنګر هټۍ کې به دې یا جامې وسوځیږي یا خو به هغه بد بوی او دود په تا باندې لګیږي.

وعن أبي  هريرة رضي اللَّه عنه، عن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « تُنْكَحُ المَرْأَةُ لأَرْبع: لِمالِهَا، وَلِحَسَبِهَا، وَلِجَمَالِهَا، ولِدِينِهَا، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاك » متفقٌ عليه.

له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

نبی علیه السلام و فرمایل: ښځه د څلورو شیانو لپاره په نکاح اخیستل کیږی: د مال په خاطر، د حسب او نسب په خاطر، د ښایست په خاطر او د دین په خاطر، او ته د دیندارې ښځې لپاره اقدام وکړه لاسونه د په خاورو شه( ښاد او خوشحاله ژوند وکړه).

یعنې ښه او خوشحاله ژوند یواځې د دیندارۍ او تقوی سره تړلئ دي.

وعنْ ابن عباسٍ رضي اللَّه عنهما قال: قال النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم لِجِبْرِيل: « مَا يمْنَعُكَ أَنْ تَزُورَنَا أَكْثَرَ مِمَّا تَزُورنَا؟ » فَنَزَلَت:  { ومَا نَتَنَزَّلُ إِلاَّ بِأَمْرِ رَبِّكَ لَهُ مَا بَيْنَ أَيْدِينَا وَما خَلْفَنَا وما بَيْنَ ذلِكَ }  رواه البخاري.

له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دي چې:

نبی علیه السلام جبرائیل علیه السلام ته وفرمایل: څه شي د دې مانع کیږي چې تاسې زما زیارت ته ډیر نه راځي؟ پس دا ایت نازل شو: (مونږ رسولان او ملائیکې نه لیږل کیږو مګر په امر د رب د تا، هغه لره دي هغه څه چې مخکې دی زمونږ او هغه څه چې وروسته دي زمونږ او هغه څه چې د دې په مینځ کې دي.

نبی علیه السلام د جبرائیل علیه السلام د زیات ملاقات تمنا کړې، د نیکو خلکو زیات ملاقات زیاته فایده له ځان سره لري.

ملګري يوازې د مؤمن سره پکار ده :

وعنْ أبي  سعيدٍ الخُدْرِيِّ رضي اللَّه عنه، عن النبيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « لا تُصَاحبْ إِلاَّ مُؤْمِنا، ولا يَأْكُلْ طعَامَكَ إِلاَّ تَقِيٌّ ». رواه أبو داود، والترمذي بإِسْنَادٍ لا بأْس بِه.

له ابو سعید الخدری رضی الله عنه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویې فرمایل:

ملګری غیر له مؤمن نه د بل چا سره مه کوه او ستا ډوډئ دې غیر له پرهیزګار څخه بل څوک ونه خوري.

سړي د خپل ملګري په دين دی :

وعن أبي  هريرة رضي اللَّه عنه أَن النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِه، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكمْ مَنْ يُخَالِلُ ». رواه أبو داود. والترمذي بإِسنادٍ صحيح، وقال الترمذي: حديثٌ حسن.

ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چې:

نبی علیه السلام وفرمایل: هر شخص د هغه د ملګری په دین باندې دی، پس ودې ګوری هر یو له تاسې چې له چا سره دوستي کوي.

د چا چې د چا سره محبت وی د هغه اعمال ور ته خوښ وی چې ملګری ور سره کوی، په همدې وجه هر سړی د خپلو ملګرو نه پیژندل کیږي، او بل دا چې د کومو خلکو سره چې ناسته پاسته او ملګري کولای شي د هغوي خوي او عادتونه په سړي کې راځي.

په قيامت کې به هر سړی له چا سره وي چې محبت ورسره لري :

وعن أَنس رضي اللَّه عنه أَن أَعرابياً قال لرسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: مَتَى السَّاعَة؟ قال رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « مَا أَعْدَدْتَ لَهَا؟ » قال: حُب اللَّهِ ورسولِهِ قال: « أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ ». متفقٌ عليه، وهذا لفظ مسلمٍ.

وفي روايةٍ لهما: مَا أَعْدَدْتُ لَهَا مِنْ كَثِيرِ صَوْم، وَلا صَلاةٍ ، وَلا صَدَقَةٍ ، وَلَكِنِّي أُحِبُّ اللَّه وَرَسُولَه.

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې:

یو بانډه چی(کوچی) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:

قیامت څه وخت دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه تیارئ دې ورته نیولي دي؟

ویې ویل: د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم محبت.

ویې فرمایل: ته به له هغه چا سره وې چې محبت ور سره لرې.

په بل روایت کې د شیخینو راځي چې هغه سړی وویل: ما زیاتې روژې، لمونځونه او صدقات د هغه لپاره نه دي کړي، ولې د الله او د هغه د رسول سره محبت لرم.

وعن ابنِ مسعودٍ رضي اللَّه عنه قال: جاءَ رَجُلٌ إِلى رسولِ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقال: يا رسول اللَّه كَيْفَ تَقُولُ في رَجُلٍ أَحبَّ قَوْماً وَلَمْ يلْحَقْ بِهِم؟ فقال رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « المَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبَّ » متفقٌ عليه.

له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:

یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته راغی او ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په باره کې څه وایې چې د یوه قوم سره محبت لری، ولې تر اوسه د هغه سره نه وی یو ځای شوی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: انسان د هغه چا سره دی چې محبت ور سره لری.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email