د اودس پرته تسبيح ويل جايز دي ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
ډیره مننه چی زما یو پخوانی سوال ته مو هم په وخت سره ځواب ورکړی وه، اوس صرف یو بل سوال هم لرم هیله ده چی دا هم راته ځواب کړی.
سوال: که د یو سړی اودس نه وی ای کولای
شی تسبیح یا زکز وکړی؟
مننه

عزيز الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاؤ په اتفاق د الله تعالی د ذکر (تسبيح ، تحميد ، تهليل او تکبير ) ويلو لپاره اودس شرط نه دی هغه که کوچنی بې اودسي وي او جنابت وي باک نلري په دليل د عايشې رضی الله عنها حديث چې هغې روايت کړی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو حالاتو کې ذکر کولو (المسلم )

جاء في تنوير الابصار :

(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً