شغار داسې نکاح ته وايي چې يو کس خپله لور يا خور د بل د لور يا خور په بدل کې نکاح کړي او د دوی تر مينځ مهر نه وي او يو د بل عوض وبلل شي .

د داسې نکاح څخه په سنتو کې منع راغلي د صحت او فساد په اړه يې د فقهاء کرامو اختلاف دی .

امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : چې د شغار نکاح صحي کيږي مګر د هغه څخه په سنتو کې منع شوي چې د نهی د کليمې نه مطلب کراهيت دی مګر کرايت د نکاح تړون نه فاسدوي پس شرعاً په دغه نکاح کې کراهيت دی او مهر مثل واجبيږي .

وقال أبو حنيفة: يصح نكاح الشغار بفرض صداق المثل. أما النهي عنه في السنة فمحمول على الكراهة، والكراهة لا توجب فساد العقد، فيكون الشرع أوجب فيه أمرين: الكراهة ومهر المثل (فقه الاسلامي وادله ، موسوعة الفقهية ) .

مګر د امام مالک ، امام شافعی او امام احمد رحمهم الله په نزد د شغار نکاح نه صحي کيږي که د دخول څخه مخکې وي او وروسته فسخ کيږي په دليل د دغه حديث: «أن رسول الله صلّى الله عليه وسلم نهى عن الشغار»

د شغار معنی دا ده چې يو د بل بدل او عوض و بلل شي او مهر پکې نه وي مګر که داسې ووايي : تا ته په نکاح درکوم خپله لور دا چې ته په نکاح را کړې ما ته لور ستا هغه بل يې قبول کړي او ووايي : داسې چې زما لور به ستا د لور د مهر په عوض کې وي او هغه بل يې قبول نه کړي بلکي هغه لور ورکړي خو د هغه د مهر بدل او عوض يې و نه ګرځوي داسې نکاح شغار نه په اتفاق صحي ده.

جاء في الموسوعة الفقهية :

وَيُشْتَرَطُ لِتَحَقُّقِ مَعْنَى الشِّغَارِ أَنْ يُجْعَلَ بُضْعُ كُلٍّ مِنْهُمَا صَدَاقًا لِلأُخْرَى مَعَ الْقَبُولِ مِنَ الآخَرِ فَإِنْ لَمْ يَقُلْ ذَلِكَ وَلا مَعْنَاهُ ، بَلْ قَالَ : زَوَّجْتُكَ بِنْتِي عَلَى أَنْ تُزَوِّجَنِي بِنْتَكَ ، فَقَبِلَ الآخَرُ أَوْ قَالَ : عَلَى أَنْ يَكُونَ بُضْعُ بِنْتِي صَدَاقًا لِبِنْتِكَ فَلَمْ يَقْبَلِ الآخَرُ بَلْ زَوَّجَهُ بِنْتَهُ وَلَمْ يَجْعَلْهَا صَدَاقًا ، لَمْ يَكُنْ شِغَارًا وَإِنَّمَا نِكَاحًا صَحِيحًا بِاتِّفَاقٍ (موسوعة فقهية جزء ۲۶ ص ۱۲۷) .

البدائع 2 / 278 ، حاشية ابن عابدين 2 / 332 ، 292 ، والمغني 6 / 641 .

همدارنګه د امام څخه روايت نقل شوی دی :

کچيرې د هرې يوې د پاره مهر وټاکل شي چې ووايي : زه خپله لور تاته په نکاح درکول داسې چې ته خپله لور ماته په نکاح راکړي او د هرې يوې مهر زر درهمه وي او يا داسې ووايي : زما د لور مهر به زر درهم او ستا د لور مهر به پنځه سوه درهم يا تر هغه لږ يا ډير وټاکي نو په دې صورت کې نکاح صحي ده لکن دا ډول شرط باطل دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

فَإِنْ سَمَّيَا لِكُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا مَهْرًا كَأَنْ يَقُولَ : زَوَّجْتُكَ ابْنَتِي عَلَى أَنْ تُزَوِّجَنِي ابْنَتَكَ وَمَهْرُ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا مِائَةُ دِرْهَمٍ ، أَوْ قَالَ : وَمَهْرُ ابْنَتِي مِائَةٌ وَمَهْرُ ابْنَتِكَ خَمْسُونَ دِرْهَمًا أَوْ أَقَلُّ أَوْ أَكْثَرُ صَحَّ النِّكَاحُ بِالْمُسَمَّى ، وَهُوَ الْمَذْهَبُ كَمَا هُوَ مَنْصُوصُ الإِمَامِ أَحْمَدَ ؛ لأَنَّهُ لَمْ يَحْصُلْ فِي هَذَا الْعَقْدِ تَشْرِيكٌ وَإِنَّمَا حَصَلَ فِيهِ شَرْطٌ فَاسِدٌ فَبَطَلَ الشَّرْطُ وَصَحَّ النِّكَاحُ (الموسوعة الفقهية – جزء ۲۶ ص ۱۳۰) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email