د يو کس په وسيله د څو کسانو د قتل قصاص

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الله تعلی دی تاسې ټولو وروڼو ته ډیر ډیر اجرونه درکړي چې داسې یو ښکلې دیني صفحه مو جوړه کړیده. زه یو سوال لرم خدای د وکړي چی لږ پر لنډ وخت کی یی راته ځواب کړی.
سوال: که چیرته یو کس له یو نفر څخه زیات کسان ووژنی نو د هغه د قصاص قضیه څنګه ده؟؟؟ که چیرته قصاص شی نو د کوم یو مقتول د قصاص په سزا ورسیده دا قاتل در حالکه چی ده یو قتل نه بلی دوه یا دری قتله یی کړی دي.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله

کچېرې د يو کس په قتل څو کسان شريک وي ټول به ورباندې قصاص کيږي .

يجب شرعاً باتفاق الأئمة الأربعة قتل الجماعة بالواحد، سداً للذرائ(فقه الاسلامي وادله ) .

او کچېرې يو کس څو کسان قتل کړي د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد قصاص يې واجب دی ، امام احمد وايي که د وژل شويو وارثان په قصاص متفق شي قصاص ورباندې واجب او که ځنې په قصاص او ځنې نور په ديت راضي شي هغو نورو ته به ديت ورکوي .

يقتل أيضاً الواحد بالجماعة قصاصاً، ولا يجب عند الحنفية والمالكية مع القود شيء من المال، فليس للجماعة إلا القصاص.

وقال الحنابلة (1) : إن اتفق أولياء القصاص على القود أو قتل الجاني قتل بهم، وإن أراد أحدهم القود، والآخر الدية، قتل لمن أراد القود، وأعطي الباقون الدية من مال الجاني،

(فقه الاسلامي وادله ،البدائع: 239/7، الدر المختار: 395/5

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً