آيا د سيدې نکاح له نورو سره صحيح کيږي ؟

په ځنو خلکو کې دا مفکوره ده چې اصلي سيدان چې ځانونه د هاشمي خاندان واله بولي د هغوی د ښځو نکاح له نورو خلکو سره نه صحي کيږي دا خبره په شرعي لحاظ کوم اصل نه لري .

دوکتور وهبة زحيلی ليکي : چې اصلاً هغه حديث چې په هغه کې د قريش غوره والی په عربو او د عربو غروالی په عجمو باندې بيان شوی ضعيف دی او دا قول په سنتو څه اصل نلري .

أما الحديث الذي اعتمد عليه الجمهور فهو ضعيف، لذا فإن تفضيل قريش على سائر العرب، ثم تفضيل العرب على العجم، لم يدل عليه شيء من السنة، بل ورد في السنة خلافه (فقه الاسلامی وادله ) .

په اسلام کې اصل او غروالی په تقوی کې دی لقوله سبحانه وتعالی : يا أیُّهَا النّاسُ إِنَّا خَلَقناکُم مَن ذَکَرٍ وَ أُنثَی وَ جَعَنَاکُم شُعُوباً وقَبَائِلَ لِتَعارَفُوا إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم (الحجرات ).

په سنتو کې ثابت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له نورو قومونو سره دوستي کړې ده .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله مبارکه لور عثمان ابن عفان رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې او هغه هاشمي نه وو بلکي د بني عبد الشمس له قبلې څخه وو ، همدارنګه بلال بن رباح د عبدالرحمن بن القريشی د خور سره نکاح کړی وه ، همدارنګه جناب رسول الله د زينب بنت جحش سره نکاح کړې وه چې هاشمې نه وه او حضرت علی رضی الله عنه خپله لور أم کلثوم بنت فاطمه حضرت عمر رضی الله عنه ته نکاح کړې وه چې هغه د عدوي له قبلې څخه دی هاشمي نه دی .

فقه الاسلامي و ادله و موقع الدررالسنية – ما حكم زواج السَّيِّد من غير الشريفة، والعكس؟

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً