اسلامي شريعت د خاوند او ښځې د ښه او نيکمرغه ژوند تيرولو د پاره په نکاح کې د نورو قيدونو سربېره دا قيد هم لګولی دی چې په نکاح او رشته قايمولو کې د ديني معاشي او معاشرتي مناسبت هم په پام کې ونيول شي دې مناسبت او برابرۍ ته په اسلامي شريعت کې کفائت وايي .

کفائت : په لغت کې برابری ته وايي د فقهاؤ په اصطلاح کې د ميړه او ښځې تر مينځ په خاصو حالاتو کې مناسبت او برابرۍ ته کفائت وايي .

د احنافو په نزد چې په نکاح کې په ځنو خاصو حالاتو کې کفائت (سيال او برابر ) شرط دی هغه لاندې صفات دي :

الاسلام ، الدين ، الحرية ، النسب و المال و الحرفة .

الاسلام : اسلام او مسلماني

الدين: دينداري او تقوی

الحرية : آزادي

النسب : پلار او اجداد يې اصيل او با وقاره او معلوم وي يعنې نسب يې څرګند وي .

المال :يعنې چې دومره مال ولري چې د ښځې د نفقې او مهر د ادا کولو توان ولري

الحرفة : چې د کسب او کار واله سړی وي باګل نه وي .

وعند الحنفية ستة: هي الدين والإسلام والحرية والنسب والمال والحرفة(الفقه الاسلامي وادله ) .

د کفائت حکم :

د امام ابوحنيفه او امام احمد په نزد د ښځې نکاح کول د هغه کفاء سره واجب دي ، د ولي د پاره حرام دی چې ښځه د غير کفاء سره نکاح کړي :

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ إِلَى أَنَّهُ يَجِبُ اعْتِبَارُهَا فَيَجِبُ تَزْوِيجُ الْمَرْأَةِ مِنَ الأَكْفَاءِ ، وَيَحْرُمُ عَلَى وَلِيِّ الْمَرْأَةِ تَزْوِيجُهَا بِغَيْرِ كُفْءٍ ( الموسوعة الفقهية ) .

کفائت د ځنو فقهاؤ په نزد شرط الزام او د ځنو متأخرينو فقهاؤ په نزد په ځنو حالاتو کې د نکاح شرط بلل کيږي لکه :

کچېرې کومه بالغه او عاقله ښځه د غير کفء سره د هغې د ولي د طرف څخه په زور او جبر نکاح شي او د نکاح د تړون څخه مخکې رضا نه وي دا نکاح اصلاً نه صحي کيږي .

کچېرې د نجلی ولي يا وکيل غير اهل وي ليونی او يا نابالغ وي او نجلی د غير کفء سره نکاح کړي نکاح نه صحي کيږي .

او يا کچېرې يو غير اهل ولي يو صالحه ښځه له يو شراب خور او يا کوم مشهور غله او فاسق سره نکاح کړي نو د غير کفء په وجه د نکاح د فسخې حق لري ( فقه الاسلامي وادله / دوکتور وهبة الزحيلي ، الدر المختار ورد المحتار: ۴۱۸/۲-۴۲۰، ۴۳۶) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email