د مهر احکام او مسائل

مهر به د ايجاب او قبول په مجلس کې ټاکل کيږي چې قصداً پرېښودل يې ګناه ده مګر د نکاح صحت ته زيان نه لري ، مهر که د تړون په وخت کې وټاکل شي مهر مسمی بلل کيږي او که په څه وجه مهر نه وي ټاکل شوی مهر مثل به ادا کيږي .

د مهر تعريف :

مهر هغه اندازه مال دی چې سړی يې د نکاح په وخت کې ښځې ته فوراً ورکوي يا د ورکولو وعده کوي .

چې دوه قسمه دی مهر مؤجل او مهر معجل ، هغه مهر چې د نکاح په وخت کې ادا کيږي هغه ته مهر معجل وايي ، او هغه مهر چې د ادا کولو وعده يې کيږي هغه مهر مؤجل وايي .

د مهر حکم :

پر خاوند باندې د ښځې د مهر ادا کول واجب دي او مهر د ښځې حق دی د هغې پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي لقوله سبحانه تعالی:[ وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة][1]

ژباړه : او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ .

په شأن نزول د دغه آيت کريمه کې دوه مشهور روايتونه ذکر شوي دي :

اول دا چې : دا خطاب دی د ښځو هغو پلورونو او اولياؤ ته چې دوی به د ښځو مهر اخيست او ښځو ته به يې نه ورکولو نو دوی له دغه کار څخه منع شول[2] .

دوهم دا چي : د جاهليت په زمانه کې داسې د بدل نکاح مروجه وه چې يو کس به خپله لور يا خور بل کس ته ورکول او هغې په بدل کې به يې د هغه لور يا خور په نکاح کوله او دوی په منځ کې به څه مهر نه وو بلکي مهر همدا بدل ګڼل کيده نو د دغه کار څخه منع شوې ده[3]

که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا][4] .

ژباړه :البته که هغوی په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .

متأسيفانه چې اوس هم زمونږ په ټولنه کې هماغه د جاهليت د وخت رواج موجود دی ، ډير کسان د خپلو لورګانو او خويندو مهر نه ورکوي بلکي هغه د ځان حق بولي ، خپله لور خرڅوي په هغه باندې تجارت ، ګروي ، موټر او کور جوړوي .

او ځنې بيا چې کله خپلې لورګانې او خويندې سره بدل کړي نو که څه هم د هغوی لپاره مهر ټاکل شوی وي خو دوی يې نه ادا کوي بلکي هماغه د جاهليت خيال ورسره وي چې يو د بل بدل ګنل کيږي ، علماء هم تر ډيره حد په دغو مسائل کې چوپه خوله وي چې خلکو ته په دې اړه ترغيب او ترهيب نه ورکوي .

د مهر د مال شرطونه :

۱- مهر به داسې مال وي چې شرعاً مباح وي لکه : سره زر ، سپين زر ، نغدې روپۍ او يا داسې مال او جايداد چې قيمت ولري او قبض يې امکان ولري .

۲- د مهر اندازه به معلومه وي مجهول او نا معلوم به نه وي .

۳- د مهر په مال کې به غرر ، دوکه او پرېشانه کول نه وي ، د خوړلو د پاره به بې ځايه حېلې او بهانې نه لټوي بلکي په ښه زړه او فرض ګڼلو سره به يې ادا کوي .

۴- دا چې مهر به د صحيح او شرعې نکاح لپاره ټاکل کيږي نه د فاسدې نکاح لپاره بلکي په فاسده نکاح کې مهر نه نومول کيږي بلکي ( د خلوت په مقابل کې ) مهر مثل دی .

د مهر اندازه :

د مهر کمه اندازه لس درهمه ده چه د 29.75 ګرامه سپينو زرو سره سمون خوري[5] ، په دليل د دغه حديث شريف : «لا مهر أقل من عشرة دراهم»[6].

د مهر د زياتې اندازې لپاره په شريعت کې څه حد نه دی ټاکل شوی خو د مهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاوند يې په آسانۍ ادا کولې شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ښه نکاح ، برکتي نکاح ، ښه او برکتې مهر هغه بللی دی چې په هغه کې اساني وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «خير النكاح أيسره»[7] .

او فرمايي: «خير الصداق أيسره »[8].

ژباړه : غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .

يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت لخوا نه دی ټاکل شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي اوس وخت کې د مهر په زياتوالي کې بې حده افراط روان دی چې دا افراط په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د فساد ختمول د مسلمانانو د ولی الامر د فرائضو نه دي .

د مسلمانانو امير به د مهر مناسبه اندازه اعلان کړي او د هغه خلاف کونکي ته دې سزا هم نه ورکوي (ځکه دا کوم شرعي حکم نه دی ) که کوم کس د خپل توان موافق زيات مهر مقررول غواړي هغه دی د مسلمانانو د امير نه په خصوصي ډول اجازت واخلي ، علماء کرام دې د هغه د اصلاح د پاره وعظ او تبليع وکړي .

يعنې د مسلمانان امير يوازې د اصلاح د پاره داسې کولای شي زور او جبر نشي لګولی ځکه چې په شريعت کې د هغه زيات مقدار نه دی تعين شوی او دا بيا په شريعت کې مداخلت کول دي[9].

د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامې ) او د خواراک او نورو د پاره څه اخيستل کيږي نا روا دي[10] .

مهر مثل :

مهر مثل هغه مقدار مهر دی کوم چې په عام طور سره د دوی په کورنۍ او خاندان کې مقرريږي،د خاندان نه مراد پلارګنۍ ده نه مورګنۍ مثلاً د پلار خور د تره لوڼې يا نورې په مهرمثل کې دا هم ضرور دي چه کومه ښځه مثل ګرځوي د هغې د صورت او سيرت څه نا څه برابري شرط ده .

د مهر مثل د وجوب صورتونه :

1- په عقد نکاح کې د مهر ټاکل سنت دي مګر که په څه وجه نه وي ټکل شوی يا يې ټاکل بل چا ته حواله شوي وي نو مهر مثل واجبيږي ، همدارنګه که د بدل په نکاح کې مهر نه وي او ښځې يو د بل بدل وي نو دا ډول شرط فاسد دی د هرې يوې لپاره مهر مثل واجبيږي .

۲- په مهر نه ورکولو سره اتفاق ، کچيرې خاوند او ښځه يا د هغه ولي په مهر نه ورکولو سره اتفاق وکړي نو په خلوت او مرګ سره مهر واجبيږي او دغه اتفاق باطل دی ځکه د مهر په ورکړه شريعت حکم کړی دی .

۳- د غير صحي مهر ټاکنه ، کچيرې په مهر کې داسې شی ټاکل شوي وي چې هغه شرعاً مال نه بلل کيږي نو مهر مثل واجبيږي .

په کومو صورتونو چې مهر ساقطيږي :

۱- کچيرې ښځې ته د خلوت څخه مخکې طلاق ورکړي نو مهر نه واجبيږي .

۲- خلع ، کچيرې ښځه د مهر په مقابل کې خلع واخلي نو مهر ساقط دی .

۳- د ښځې (إبراء) ، کچيرې ښځه له خپل مهر څخه تيره شي په هغه صورت کې چې مهر قرض وي نو مهر ساقطيږي .

۴- د ښځې هبه کول ، کچيرې ښځه خپل خاوند ته مهر هبه کړي نو ساقطيږي .

د نيم مهر د وجوب صورتونه :

۱- کله چې د دخول څخه مخکې طلاق ورکړي او مهر ټاکل شوی وي .

۲- په هر هغه طلاق کې چې متعه واجبيږي هلته نيم مهر واجبيږي ، متعه په هغه طلاق کې واجبيږي چې د دخول څخه مخکې وي او مسمی نه وي او همدارنګه د ايلاء ، لعان او ځنې نور صورتونه چې تفريق پکې راځي او د دخول څخه مخکې وي نيم مهر ورباندې واجبيږي[11] .

د ناوکۍ بی بی د کور سامان :

د واده پر مهال د ناوکۍ بی بی د کور يا اتاق سامان لکه : د اتاق فرش ، د خوراک پخولو لوښي او نور ضروري سامان برابرول د هغې په خاوند باندې واجب دي ځکه دا د نفقې يوه برخه ده ، مګر که د نجلۍ پلار يې پخپله خوښه پخپل خرچ برابر کړي کار د خير دی خو د هغې پر پلار باندې واجب نه دي[12].

پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلۍ حق او ملکيت دی[13] .

آن لاین اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

[1] – سوره النسآء :۴ .

[2] – الخطاب للأولياء؛ قاله أبو صالح. وكان الولي يأخذ مهر المرأة ولا يعطيها شيئا، فنهوا عن ذلك وأمروا أن يدفعوا ذلك إليهن (تفسير القرطبي ۵/۲۳).

[3] – بل كان ذلك من أولياء النساء، بأن يعطى الرجل أخته لرجل، على أن يعطيه الآخر أخته، على أن لا كثير مهر بينهما، فنهوا عن ذلك. وذلك هو”الشغار” شغار المتناكحين بغير مهر ، إلا بضع وليته أو أيمه. وكان ذلك من نكاح الجاهلية ، فنهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عنه ( تفسير الطبري ۷/۵۵۳).

[4] – سوره النسآء :۴ .

[5] – فقه الاسلامي و ادلته ،الدر المختار: ۴۵۲/۲، البدائع: ۲۷۵/۲.

[6] – رواه البيهقي بسند ضعيف، ورواه ابن أبي حاتم، وقال الحافظ ابن حجر: إنه بهذا الإسناد حسن.

[7] – رواه ابن الحبان و صحيح الجامع.

[8] – رواه الحاكم والبيهقي و صحيح الجامع.

[9] – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۱۵.

[10] – اخذ اهل االمراء شيئاً عند التسليم فلزوج ان يسترده ،لانه رشوه (الدرالمختار کتاب نکاح ،باب المهر ۳ /۱۵۶ – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۵) .

[11] – الموسوعة الفقهية :۳۳/۱۷۷ ، بدائع الصنائع : ۲/۲۹۶ .

[12] – الموسوعة الفقهية : ۳۹/۲۰۶ .

[13] – هندية ،کتاب النکاح ۳۲۷/۱ ، کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۶.

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي