د راحت زیرمه تون

د زړه خوښي ستر نعمت دی او د سکون او راحت ذریعه ده چې له لدې څخه د انسان طبیعت خوښ او تازه پاتې کیږي ـ ویل کیږي چې خوښي یو فن دی چې د هغې د زده کولو اړتیا ده ـ هغه چا چې دا فن زده کړ چې خوښي څنګه لاسته راځي او له هغې څخه څنګه ګټه پورته کېدای شي نو هغه کس د ژوند لطف او خوند څکي له لاسته راغلو نعمتونو ځنې ګټه پورته کوي ـ په غمونو کې صبر او تحمل څخه کار اخیستل او نه غمژن کېدل دا د زړه خوښي ده چې لدې تقویت سره زړه هم قوي کیږي ـ په غمونو کې چیغې او سورې وهل او وړې وړې خبرې لویې ښوول دا شیان په غمونو او ستونزو کې انسان اخته کوي لیکن هغه کس چاچې د غصې په وخت کې له صبر او تحمل څخه کار واخیسته د هغه پر وړاندې هره ستونزه آسانه کیږي ـ د خوښي حاصل دا ده چې بنده د خپل څادر په اندازه خپلې پښې وغزوي.

لهذا موږ او تاسو ته پکار دي چې له غمونو څخه حتی الوسع یعنې دِ وس مطابق له غمونو څخه ځان وساتو ـ دې کې زموږ او د نورو ګټه ده ـ د خوښي په فن کې یوه خبره دا هم ده چې د پریشاني په وخت کې خپل ذهن له دېخوا او هغې خوا سوچ او فکر څخه وساتل شي او خپل ځان باید مطمئن وساتي ـ د پریشاني خبره دا ده چې انسان خپل سوچ کابو نکړای شي ـ دا خبره هم په غور سره واورئ چې ژوند ته دومره اهمیت ورکړئ څومره چې تر وس  مو پوره وي داسې نه چې ژوند پخپل ځان بار کړئ ـ ارباب نعمت باید له زوال نعمت څخه وویریږي او هغه ژوند چې د هغه ځانګړی صفت فنا وي د هغه په امورو حسب ضرورت پاملرنه ور ته وشي ـ  د دنیا ژوند د دې وړ ندی چې موږ غم لړلي او خپل ځان په پرېشاني کې اخته کړو ـ لیکن دې کې هم هېڅ شک نشته چې تاسو خپل ژوند څخه د پریشانیو آثار یو سر لمنځه یوسئ ـ ځکه چې الله تعالی دا دنیوي ژوند له خوښیو او غمونو له جذبو او ولولو څخه مرکب جوړ کړی ـ همدا د انسان د ازموینې لمحې دي ـ مقصود دا ده چې پریشاني باید مغلوبې کړای شي ځکه چې د مؤمن لپاره د بشپړ آرام او راحت ژوند په جنت کې دی ـ نو هوښیار کس ته اړین دي چې پریشاني پخپل ځان بار نکړي او نه خپله د پریشانیو پر وړاندې ناتوانه شي.

استاد المهندس نورالله خان احمدزی

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً