د وليمه کلمه د ولم د لفظ څخه اخيستل شوې چې را ټولېدو او جمع کېدو ته وايي ځکه خاوند او د هغه بې بې سره یو ځای کيږي او په عرف کې هغه عذا او خوراک ته وايي چې د واده د مراسمو لپاره تيار شوی وي .

وليمه د جمهورو فقهاؤ په نزد سنت مؤکد ده ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه باندې تأقيد کړی دی : پيغمبر صلی الله عليه وسلم عبدالحمن بن عوف ته وفرمايل:«أَوْلِمْ وَلَوْ بِشَاةٍ» (وليمه ورکړه که څه هم يو پسه يا کډ وي) .

د ولېمې دعوت قبلول واجب دي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله ولېمه ته دعوت شوئ د هغه دعوت قبول کړئ.

جاء في الموسوعة الفقهية :

ووليمة العرس سنّة مؤكّدة، وليست واجبةً في قول جمهور الفقهاء، لأنّها طعام لسرور حادث، فأشبه سائر الأطعمة.

أمّا إجابة الوليمة فهي واجبة عيناً على كلّ من يدعى إليها لقوله صلى الله عليه وسلم‏:‏ » إذا دعي أحدكم إلى الوليمة فليأتها وفي لفظ‏:‏ » أجيبوا هذه الدّعوة إذا دعيتم إليها « ولحديث‏:‏ » من لم يجب الدّعوة فقد عصى اللّه ورسوله «‏.‏

د وليمې د دعوت قبلولو شرطونه :

۱- دا چې دعوت کوونکی مکلف (آزاد ، بالغ او عاقل ) يا اهل د پوهې او تميز وي .

۲- دعوت بايد يوازې مالدارو خلکو ته خاص نشي او په هغه کې فقيران هم کډون وکړي ، ځکه داسې کول مکروه دي :

.

۳- د جمهور او مشهور قول له مخې دعوت بايد د واده په لومړی ورځ وي (بغير د څه ضرورت څخه ).

۴- د دعوت په مجلس بايد منکرات او نارواه امور نه وي .

۵- ددې دعوت پر مهال بل داسې دعوت نه وي چې هغه تر دې واجبي او لازم وي .

۶- دا چې دعوت شوي کس ته څه عذر نه وي يا لاره زياته وي او تګ مشکل وي نو بيا د دعوت رد باک نه لري .

په وليمه کې د مالدارو خلک دعوت او د فقيرانو منع کول مکروه دي :

په حديث شريف کې راغلي ‌: «شر طعام الوليمة يمنعها من يأتيها ويدعى إليها من يأباها، ومن لم يجب الدعوة فقد عصى الله ورسوله» (المسلم) .

ژباړه :د وليمې تر ټولو بد خوراک هغه دی چې په هغه کې فقيران خلک منع کوي حال دا چې هغوی اجابت ته حاضر وي او هغه ته مالدار خلک را غواړي حال دا چې هغه اجابت ته حاضر نه وي او هر څوک چې دعوت قبول نه کړي رښتيا چې هغه د الله او د هغه د رسول الله نافرماني کړې ده.

او د بخاري په حديث کې داسې راغلي دي : «شر الطعام طعام الوليمة: يدعى لها الاغنياء، وتترك الفقراء»

ژباړه : تر ټولو بد خوراک د وليمې هغه خوراک دی چې هغه ته مالداره خلک غوښتل کيږي او فقيران پرېښودل کيږي ( نه غوښتل کيږي) .

په وليمه کې دائره وهل :

دائره داسې آله ده چې يوازې يو طرف يې وهل کيږي او بل طرف يې آزاد وي په نکاح کې د دائره وهل باک نه لري .

د معوذ د لور ربيع څخه روايت دی چې وايي : کله مې چې واده وکړ او د واده مراسم مې پيل کېدل پيغمبر صلی الله عليه وسلم راغی زما تر څنګ کېناست ، زمونږ وړو نجونو د دائره وهل پيل کړل او په بدر کې د خپلو وژل شويو پلرونو په صفت يې ترانې ويلې د ترانو په يو برخه کې داسې ويل : وفينا نبي يعلم ما في غد (او په مونږ کې داسې پيغمبر دی چې په غيبو پوهيږي ) ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل دا مه ووايئ هغه ووايه څه مو چې مخکې ويل (البحاري و ابوداود) .

دائره وهل يوازې د ښځو لپاره چې آواز يې نا محرم وا نه وري او د وړو جنکو د پاره يوازې په نکاح کې رخصت دی مګر د دائره وهل د نارينه د پاره جايز نه دي .

فتح الباري ليکي : والأحاديث القوية فيها الإذن في ذلك للنساء ، فلا يلتحق بهن الرجال لعموم النهي عن التشبه بهن .

وعليه فلا يجوز ضرب الدُفّ لا للرجال ولا للنساء إلا في إعلان النكاح فإنه يجوز ضربه للنساء خاصة ، بل للبُنيّات والتي عُبّر عنهن

فتح القدير ليکي : ټولې هغه ترانې او سندرې ويل حرام دي چې په هغه کې د هلکانو او ژوندی ښځې صفت کيږي ، يا د شرابو ، چرسو او نورو حرامو امرو صفت او د حرامو خواته دعوت کيږي مګر هغه سندري چې د موسيقۍ آلات ورسره ږغول کيږي په اتفاق حرام دي .

د حضرت عمر بن الخطاب څخه روايت دی چې کله به هغه څه آواز يا دائره واوريد ويل به يې دا څه دي ؟ که به هغه ته وويل شول چې د نکاح وليمه او سرور دی نو سکوت به شو او که بغير نکاح څخه به وو په درو به يې عمل کولو .

وروي عن عمر بن الخطّاب رضي الله عنه أنّه كان إذا سمع صوتاً أو دفّاً، قال‏:‏ ما هذا ‏؟‏ فإن قالوا‏:‏ عرس أو ختان صمت، وإن كان في غيرهما عمل بالدّرّة‏ (الموسوعة الفقهية ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email