د نکاح ارکان ( چې په ترک سره يې نکاح باطله ګرځي)

د نکاج ارکان[1] عبارت دي له ايجاب او قبول څخه[2] .

ايجاب هغه لفظ دی چې لومړی د خاوند يا د ښځې او يا د ښځې د ولي لخوا وړاندې کيږي او قبول هغه لفظ دی چې د هغه بل لوري لخوا وړاندې کيږي .

مثلاً:

 ايجاب :د ښځې ولي يا سرپرست وايي : هغه ښځه مې تاته په نکاح درکړه .

قبول : هغه شخص چې ښځه په نکاح کوي وايي : هغه مې قبوله کړه .

نکاح په کومو الفاظو سره تړل کيږي :

  • د نکاح د تړون لپاره د نکاح يا زواج يا داسې الفاظ چې په نکاح سره دلالت وکړي تړل کيږي او همدارنګه په ایجاب او قبول کې د عربي څخه پرته پر بله ژبه باندې داسې الفاظ کارول چې د نکاح معنی ولري جايز دي. [3]
  • په نکاح کې د ايجاب او قبول الفاظ په ماضي فعل يا امر يا حال او مضارع سره وي ځکه چې په دغه افعالو کې د رضا او قبول پوره یقين وي ، کچيرې په مستقبل (آینده زمانه ) سره وتړل شي نو دا د وعدې احتمال لري لکه : زه به خپله لور تاته په نکاح درکړم . او همدارنګه د استفهام په الفاظو سره هم نه تړل کيږي[4] .
  • د احنافو په نزد کچيرې د دواړو طرفونو څخه يو وکیل وي نو د نکاح تړل جايز دي مثلاً يو کس خپله لور خپل وراره ته په نکاح ورکړي او د دواړو لخوا وکيل وي [5].
  • نکاح په کتابت او اشاره سره هم تړل کيږي : کچيرې خاوند او د ښځې وکيل د نکاح د عقد په مجلس کې حاضر وي نو د هغوی تر منځ ایجاب او قبول په ليکلو او اشاره سره نه صحي کيږي مګر کچيرې د عقد يو اړخ حاضر نه وي نو بيا په ليکلو او خط ليږلو سره صحي کيږي او يا کچيرې يو څوک ګونګ وي خبرې نشي کولای او ليکل کولای شي نو هغه لره ليکل جايز دي او کچيرې ليکل هم نشي کولی د هغه ايجاب او قبول په اشاره سره هم صحي کيږي[6].

د نکاح د صحت شرطونه :

د نکاح د صحت شرطونه عبارت له : د نکاح د تړون شرطونه او د تړون د صحت شرطونه .

د نکاح د تړون شرطونه :

د نکاح د تړون شرطونه عبارت دي له : د ايجاب او قبول شرطونه او د عاقدين (خاوند او ميرمنې شرطونه:

اول : د ايجاب او قبول شرطونه :

۱- ايجاب او قبول به په صريحو او واضح الفاظو وي لکه : په لفظ د ازدواج او په لفظ د نکاح او دا الفاظ به په ماضي يا حال سره وي يعنې ايجاب او قبول به في حال وي د آينده لپاره به نه تړل کيږي لکه : سبا ، يا راتلونکی اونۍ کې او په کوم شرط پورې به تړل شوي نه وي لکه : کچيرې زما د ورور خوښه وي او داسې نور .

۲- ايجاب او قبول به په يوه مجلس کې وي .

۳- قبول به د ايجاب خلاف نه وي .

۴- ايجاب او قبول به خپله عاقدين (خاوند او د هغه بی بی ) کوي او يا د هغه وکيل .

۵- ايجاب او قبول به د مؤقت وخت د پاره نه وي لکه : ديوې مياشتې يا يو کال چې داسې نکاح ته متعه وايي تفصيل به يې وروسته راشي .

دوهم : د عاقدين (ميړه او ښځې ) شرطونه :

۱- دا چې دواړه خاوند او د هغه ميرمن به د نکاح تړلو اهليت لري ، يعنې بالغان او عاقلان به وي ، د نا بالغ او ليوني نکاح نه صحي کيږي مګر ځنې فقهاء کرام وايي کچيرې مميز ( په معامله پوه وي ) نو بيا بلوع ته رسيدل شرط نه دي .

۲- د دواړه به خوښه وي .

۳- يو د بل خبرې به اروي او يو د بل په خبرو به پوهيږي ، مثلاً : د غیابت په صورت کې کچيرې د خط ليږلو او ليکلو ته ضرورت وي نو ښځه به د خپل خاوند ليک پيژني .

۴- هر يو به معلوم وي کچيرې د ښځې ولي ووايي : تا ته مې خپله يو لور په نکاح در کړه او د هغه نورې لورګانې هم وي نو دا نکاح نه صحي کيږي بلکي د هغې نوم به اخلي .

۵- په خاوند او يا ميرمنه کې به د نکاح د حرمت کوم سبب نه وي .

۶- نارينه توب او ښځينه توب به يې یقيني وي ځکه د خنثی مشکل سره د نکاح تړون باطل دی.

د نکاح د تړون د صحت شرطونه :

د نکاح د تړون د صحت شرطونه عبادت له : شهادت ، رضايت او د جمهورو په نزد د ولي اجازت .

اول شرط – شهادت :

د نکاح د صحت لپاره ګواهان شرط دي د ګواهانو پرته نکاح نه صحي کيږي .

د شاهدانو د صحت شرطونه :

۱- شاهدان به عاقل ، بالغ او آزاد وي ، د ليوني ، ماشوم او غلام شهادت نه صحي کيږي .

۲- شاهدان به مسلمان وي د غير مسلم او ذمي کافر شهادت نه صحي کيږي ، مګر که ښځه ذمي اهل کتاب وي نو د ذمي شهادت صحي دی .

۳- شاهدان به دوه نارينه يا يو نارينه او دوې ښځې وي .

۳- شاهدان به د خاوند او ښځې خبرې آوري ، د نشه کس او ويده شهادت نه صحي کيږي. همدارنګه د ګونګي شهادت صحيح کيږي په شرط ددې چې واوري او پوه شي.

 او د نکاح په شهادت کې عدالت شرط نه دی ، د عادل او غير عادل شهادت صحي دی چې پورته شرايط پکې موجود وي مګر د جمهورو فقهاوو په نزد عدالت شرط دی د ښکاره فاسق شهادت نه صحي کيږي[7] .

دوهم شرط – د خاوند او ښځې رضايت :

په زور او جبر سره د بالغې او عاقلې ښځې نکاح نه صحي کيږي هغه که بکر وي يا کونډه ، کچيرې څوک سړی يا ښځه په دې باندې مجبور کړي چې فلانی يا فلانۍ به کوې که نه وژنم دې يا د سخت وهم او يا دې بندي کوم دا ډول عقد فاسد دی په دليل د دغه حديث شريف : «إن الله تجاوز لي عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه»[8].

ژباړه : الله تعالی ماته زما د امت د خطاء ( غير قيصدي غلطۍ) ، هيره او اجبار څخه بښنه کړې ده ( شرعاً په دغو شانو باندې نه نيول کيږي).

همدارنګه هنديه ليکي کچيرې د بالغې او عاقلې ښځې هغه که بکره وي يا کونډه د رضايت پرته د هغې پلار يا سلطان نکاح وکړه نو نکاح د هغې تر اجازت پورې موقوفه ده[9] .

دريم – د ولي اجازت :

د جمهورو فقهاؤ په نزد د ولي د اجازې پرته نکاح نه صحي کيږي ، ددې موضوع تفصيل وروسته را روان دی .

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – ارکان د رکن جمع ده ، هغه څه چې د يو شي شتون ورباندې ولاړ وي او په حقيقت کې د هغه شي يوه حصه وي رکن بلل کيږي.

[2] – د حنفي فقهاء رحمهم الله په نزد د نکاح رکن عبادت دی له : ايجاب او قبول څخه . مګر د جمهورو فقهاوو په نزد د نکاح دری ارکان دي : صيغه (ايجاب او قبول ) ، عاقدين ( خاوند او ميرمن ) او د ميرمنې ولي .

[3] – الموسوعة الفقهية : ۴۱/ ۲۳۹ .

[4] – ينعقد الزواج بصيغة الفعل الماضي ، ويصح العقد عند الحنفية والمالكية بصيغة المضارع و الأمر(فقه الاسلامي و ادلته – ارکان نکاح).

[5] – البدائع الصنائع: ۲۳۱/۲، ۲۳۳.

[6] – فقه الاسلامي و ادلته ، البدائع الصنائع : ۲۳۱/۲.

[7] – فقه الاسلامي وادلته – شروط الشهود.

[8] – فلا يصح الزواج بغير رضا العاقدين، فإن أكره أحدهما على الزواج بالقتل أو بالضرب الشديد أو بالحبس المديد، كان العقد فاسداً، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «إن الله تجاوز لي عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه» (فقه الاسلامي وادلته – الرضا والاختيار من العاقدين أو عدم الإكراه).

[9] – لا يجوز نكاح أحد على بالغة صحيحة العقل من أب أو سلطان بغير إذنها بكرا كانت أو ثيبا فإن فعل ذلك فالنكاح موقوف على إجازتها فإن أجازته ؛ جاز ، وإن ردته بطل (هنديه :۱/۲۸۷ ).

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً