د نکاح حکم (سنت ، واجب او فرض)

تعريف :

نکاح په لغت کې جوړه کولو او يو ځای کولو ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې نکاح هغه تړون دی چې قصداً په ملک متعه کې وارديږي او ملک متعه د ښځې څخه د نر د ګټې اخيستنې څخه عبارت ده هغه که په کورواله سره وي يا لاس وهلو او ښکلولو .

د نکاح حکم :

نکاح په عادي حالت کې سنت مؤکد ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : النِّكَاحُ مِنْ سُنَّتِي ” (1)

يعنې : نکاح زما سنت دي .

او فرمايي :فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي .

يعنې : که چا زما د سنتو څخه سر غړونه وکړه هغه زما څخه نه دی .

مګر د زيات شهوت او يا په زنا باندې د اخته کېدو له وېرې واجب ده .

قَالَ ابْنُ عَابِدِينَ : وَكَذَا فِيمَا يَظْهَرُ لَوْ كَانَ لا يُمْكِنُهُ مَنْعُ نَفْسِهِ عَنِ النَّظَرِ الْمُحَرَّمِ أَوْ عَنِ الاسْتِمْنَاءِ بِالْكَفِّ ، فَيَجِبُ التَّزَوُّجُ وَإِنْ لَمْ يَخَفِ الْوُقُوعَ فِي الزِّنَا .

ابن عابدين وايي : او همدارنګه چې څوک خپل ځان د حرام نظر ، استمناء (خپله انزال ) او يا په زنا باندې د اخته کېدو وېره لري نکاح کول ورباندې واجب دي .

دوکتور وهبة زحيلي ليکي : څوک چې د ښځې د مهر او نفقې توان ولري ، شهوت يې زيات او په زنا د اخته کيدو وېره وي په هغه باندې نکاح کول فرض دي .

يكون الزواج عند عامة الفقهاء فرضاً إذا تيقن الإنسان الوقوع في الزنا لو لم يتزوج، وكان قادراً على نفقات الزواج من مهر ونفقة الزوجة (فقه الاسلامي وادله ) .

مکروه : د بې عدالتۍ له وېرې نکاح کول مکروه دي (درالمختار ۲/۲۶۰ ، بدائع ۲/۲۲۹) .

نکاح کول څه وخت حرام دي ؟

په دې اړه فقه اسلامي وادلته ليکي :

يحرم الزواج إذا تيقن الشخص ظلم المرأة والإضرار بها إذا تزوج، بأن كان عاجزاً عن تكاليف الزواج، أو لا يعدل إن تزوج بزوجة أخرى؛ لأن ما أدى إلى الحرام فهو حرام.

وإذا تعارض ما يجعل الزواج فرضاً وما يجعله حراماً بأن تيقن أنه سيقع في الزنا إن لم يتزوج، وتيقن أيضاً أنه سيظلم زوجته، كان الزواج حراماً؛ لأنه إذا
اجتمع الحلال والحرام، غلب الحرام الحلال، ولقوله تعالى: {وليستعفف الذين لايجدون نكاحاً حتى يغنيهم الله من فضله} [النور:33/24]

(فقه الاسلامي و ادله / دوکتور وهبة الزحيلي ) .

ژباړه : داسې نکاح حرامه ده چې که يو داسې سړی چې د نکاح د تکاليف او حقوقو ( لکه : مهر ، نفقه ، ضروري مسکن ، جنسي خواهش او نورو) د ادا کولو څخه عاجر وي د نکاح په وجه د ښځې سره ظلم او هغې ته ضرر وي او همدارنګه که بل واده وکړي د هغې سره عدل نشي ساتلی نو هر عمل چې د حرامو سبب ګرځي حرام دی .
لکه مخکې چې بيان شول چې که څوک وس ولري او د زنا وېره وي نکاح ورباندې فرض ده او د نکاح نه کول حرام دي ځکه په زنا کې واقع کيږي او همداسې که څوک خپلې ښځې سره د ظلم او زيان رسولو باعث کيږي داسې کول حرام دي ، کله چې حلال د حرامو سره جمع شي نو حرام په حلالو غالب ګرځي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً