اسلام عليکم !

پوښتنه مې دا ده چې که د چا د سپينو زرو ګتمه وي په هغه باندې يا الجبار ليکل شوي وي د هغه سره تشناب ته تلل جايز دي او که نه ؟

و السلام ستاسو د ځواب په هيله – مسلمانه بې بې

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين وصلاة و السلام علی محمد صلی الله عليه وسلم .

د جمهورو فقهاؤ په نزد د داسې شي سره تشناب ته تلل مکروه دي چې په هغه لفظ جلاله يا د الله (جل جلاله) اسماء ليکل شوي وي لکه لاس بند ، غاړکی او نور مګر دا چې ضرورت وي لکه روپۍ او نور .

خو که اسم الله پټ وي نه معلوميږي مثلاً په جيب کې وي يا هيڅ نه ښکاري د هغه سره تشناب ته تلل باک نلري .

جاء في الفتاوی الاسلام سوال جواب :

ذهب جمهور الفقهاء إلى كراهة دخول الخلاء بشيء فيه ذكر الله عز وجل إلا لحاجة ، كالدراهم التي عليها اسم الله تعالى .

وصرح جماعة منهم بأنه إذا أخفى ما معه فلا حرج حينئذ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email