حدود کوم چې د جرائمو د پاره په اسلامي شريعت کې ټاکل شوی وو بيان شول اوس د هغه جرائمو د سزا بيان کوو کوم چې په شريعت کې يې حد او اندازه نه ده ټاکل شوې چې هغه ته تعزير وايي .

تعريف : تعزيز د منع ، نصرت ، تأديب او اهانت پر معنی دی او د شريعت په اصطلاح کې تعزيز د جرائمو هغه مشروع او رواه سزا ده چې حد او اندازه او کفاره نه لري دا که دغه جرائم په حقوق الله پورې اړه ولري يا حقوق العباد پورې .

حقوق الله لکه : د روژې خوړل ، د لمانځه ترک کول ، سود خوړل او نور .

حقوق العباد لکه : داسې غلا چې نصاب ته ونه رسيږي ، خيانت ، رشوت ، غصب ، ظلم ، ناحقه وهل ، د امانت خيانت ، لفظي ضرر لکه : بل کس ته ويل ای فاسقه ! ای کافره ! ای سپيه ! ای خبيثه ! ای خره ! او يا د بيګانه ښځې سره د فرج څخه پرته بل ځای جماع کول او نور .

تعزيز به د عادل حاکم او يا د هغه د نائب لخوا ټاکل کيږي .

تعزيز د خلکو په حالاتو او مصلحت پورې اړه لري چې کيدای شي وهل ، بندي کول او نور چې نظر د خلکو احوالو ته فرق کوي .

مالي تعزيز څه حکم لري ؟

د ائمه کرامو راجح قول دا دی چې مالي تعزيز جايز نه دی .

امام يوسف رحمه الله وايي : د سلطان او حاکم د پاره جايز ده چې د جاني يا جنايت کار څخه څه مال د څه مودي لپاره د تعزيز په نيت واخلي او ځان سره يې وساتي څو هغه عمل ترک او اصلاح شي مګر سلطان او حاکم ته يې خپله اخيستل او يا د بيت المال د پاره اخيستل جايز نه دي ځکه د مسلمان د مال اخيستل بغير د شرعي وجې ظلم دی .

امام ابن تميه رحمه الله او د هغه شاګرد ابن قيم رحمه الله تعزير د ځنو عقوباتو د پاره په خاصو شرايطو کې جايز بولي .

د تعزير د وجوب شرطونه :

د تعزير د وجوب د پاره شرط يوازې عقل دی نور د هر عاقل ، نارينه ، ښځينه ، مسلمان ، کافر او نا بالغ ماشوم د پاره جايز دی .

د نابالغ ماشوم د پاره تعزيز د تأديب يا ادب د پاره دی نه د سزا لپاره .

د تعزير د اثبات لارې :

تعزير په اقرار ، شهادت ، د قاضي په علم ، شهادت په شهادت او قرائنو ثابتيږي .

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email