۱- د امام ابوحنيفه په نزد کچېرې حيوان عادي ( خوړونکی او خطرناک نه وي) او خپله حيوان انسان يا بل څه ته ضرر ورسوي ( شپون او مالک يې نه وي ) نو د حيوان په مالک ضمانت نشته په دليل د دغه حديث شريف :«العجماء جُرْحها جُبَآر» (الترمذي )

يعنې : د څارويو د نقصان تاوان نشته .

مګر که د حيوان سره يې څښتن ، سپون او سپور يا ورته ولاړ څوک وي نو که حيوان څه ضرر پيښ کړ د هغه ضامن دی .

فإن كان صاحبه معه سائقاً أو راكباً أو قائداً، أو أرسله وأتلف شيئاً فور إرساله ونحوه، ضمن ما يتلفه(فقه الاسلامي وادله ) .

۲- که حيوان خطرناک او خوړونکی وي لکه نر غويی ، سپی او نور نو ساتونکی او څښتن يې د هغه څه ضامن دی چې چا ته يې د څه ضرر رسولی وي دا چې څښتن او ساتونکی موجود وي او که نه مګر که سپی د باغ د ساتنې د پاره وي او هلته څوک ورشي او ضرر ورته ورسوي څښتن يې ضامن نه دی.

(فقه الاسلامي وادله – الجناية علی الحيوان ) .

۳- که دوه نفره په آسونو يا کومه بله سپرلی سواره وي ټکر وکړي او ضرر ورته ورسيږي نو يو د بل ضرر به ورکوي مګر که دواړه مړه شي ، د هر يو ورثه به د بل ديت ورکوي .

إذا تصادم راكبان أو فارسان أو ملاحان أو سائقا سيارة أو ماشيان أو راكب وماشٍ، فماتا، أو تلف شيء بسبب التصادم، وجب على كل واحد ، منهما عند الحنفية والحنابلة تحمل تبعة الضمان كاملة للآخر، لكن في الموت تتحمل عاقلة كل واحد منهما دية الآخر(فقه الاسلامي وادله ).

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email